منډيګک
افغان تاريخ

د غبار په تاریخ کښي د «پټ درباري گوند» نکل

[د شاه امان الله حیثیت ته سخت زیان رسولی دئ] لیکوال: کاندید اکاډیمېسن اعظم سیستانی. ژباړه او ډېروني: حُسن بارک شاغاسی.

0 188

د غبار په تاریخ کښي د «پټ درباري گوند» نکل

د شاه امان الله حیثیت ته سخت زیان رسولی دئ

شاه غازي امان الله خان

څه موده مخکي مي په یوه لیکنه کښي لیکلي وه، چي د “غبار د تاریخ” په مطالعه کښي مي داسي احساس کاوه، چي “غبار” له پښتنو واکمنانو او د افغانستان له نوم سره تعصب درلود. د ده د تعصب یو لامل دا وو چي د احمد شاه دُراني، وزیر اکبر خان او شاه امان الله خان په گډون د پښتنو هیڅ وزیر، سردار او سالار د “غبار” له قلم څخه نومیالئ او بریالی نه دئ راوتلئ. د احمدشاه دُراني په ننگه مي د غبار د اعتراض په غبرگون کښي د “یک نگاه انتقادی بر تاریخ غبار” په کتاب کښي مفصل بحث کړئ دئ. او د وزیر اکبر خان په ننگه مي د “حماسهٔ اکبر”  کتاب لیکلئ دئ، چي په “افغان جرمن آنلاین” وېبپاڼه کښي د لاسرسي وړ دئ. او اوس به د شاه امان الله غازي په دفاع او ننگه د «پټ درباري گوند» په نکل، چي پیغام ئې د افغانستان د پرمختللي او عصري پاچا له تخریبولو پرته بل څه نه وو، باندي د شک له پاره یوه لنډه څرگندونه وکړم.

د شاه امان الله دوره د افغانستان په تاریخ کښي یوه ځلانده دوره بلل کیږي. د انگرېزي استعمار له ولکې څخه د هیواد د سیاسي خپلواکۍ ترلاسه کول او په لوړو حقوقي بنسټو سره د لومړي اساسي قانون تصویب. د غلامۍ له منځه وړل، د مشروطه شاهي حاکمیت رامینځته کول او د درې گونو قواوو د واکونو جلا کول، په ټول هیواد کښي د تعلیم عمومي کول او په اجباري توگه د هیواد په گردو نارینو او ښځینو بچیانو باندي د زده کړو ترسره کول. او په جبر او  زور او بېگار د کار منعه کول. د تخصصي کادرونو د روزلو په موخه، بهر ته د کابل له ښوونځیو څخه (۳۰۰ ) زده کوونکو استول، د ملي بانک جوړول او د کاغذي پیسو چاپول. په کابل کښي (د لومړني ښځینه ښوونځي او ښځینه روغتون جوړول).  د اصلاحاتو د پلي کولو له پاره د لسگونو نظامنامو تسوید او تصویب، د ټولنیزو، سوداگریزو، مالي، نظامي او اداري صلاحاتو طرحه د ټولنیز ژوند په بېلابېلو چارو کښي د دې دورې له مهمو پرمختگو څخه شمېرل کیږي. د دې ځلانده دورې تخریبول د افغانستان د معاصر تاریخ د تخریبولو په مانا دئ.

“غبار” په داسي حال کښي چي ځان د راډیکال مشروطه غوښتونکو څخه گڼئ، د مسکو د کرښي پالونکئ یو کیڼ اړخئ عنصر وو. او خپل تاریخ ئې له طبقاتي لیدلوري لیکلئ دئ. په دې لیدلوري کښي چي د ټولني د اشرافو او فیوډالي حاکمي طبقې سره مخالفت، د شوروي اتحاد د پالونکو کیڼ اړخو گوندو لاره وه، غبار هم په خپل تاریخ کښي هڅه کړې ده، چي د افغاني ټولني اشرافي او حاکمه طبقه د هغوئ خلگو ته د هیواد پر وړاندي د خاینو عناصرو په توگه معرفي کړي.

میر غلام محمد غبار
میر غلام محمد غبار په (۱۲۷۶ل) کال کښي د کابل په (لاهورۍ دراوزه) سیمه کښي زېږېدلی دئ. په اوله کښي ئې په یو شمېر حکومتي ادارو کښي دنده ترسره کړه او د امیر حبیب الله خان د پاچاهۍ په وروستیو کلونو کښي غبار د ځوانانو له خوځښت سره یو ځای سو. غبار تر کلونو پوري تاریخي څېړني وکړې، چي د تاریخ لیکني په برخه کښي یو معتبر نوم بلل کېږي.
غبار له نورمحمد تره‌کي، میر اکبر خیبر او ځیني نورو کیڼ اړخو سیاستوالو سره تر لسیزي‌پورې ناسته ولاړه درلوده او په افغانستان کښي د کیڼ اړخه سیاسي فکر له بنسټګرو له ډلي څخه شمېرل کېږي.
غبار د کابل ادبي انجمن هم رامنځته کړی دئ او په (۱۳۱۱ل) کال کښي د سیاسي دلیلونو له کبله تر څلورو کلونو پوري زنداني سوی هم دی. نوموړی (۱۳۲۸ل) کال کښي د کابل د خلګو د استازي په توګه؛ ملي شورا ته لار وموندله.
افغانستان د تاریخ په اوږدو کښي (افغانستان در مسیر تاریخ) د غبار مهم اثر دئ، چي څو ځله چاپ سوی دئ. نوموړی د داوود خان د حکومت په وروستي کال کښي د معدې د زخم له ناروغۍ رنځېد، له کبله ئې د سلواغې پر (۱۶مه) نېټه د جرمني د برلین د ښار په یوه روغتون کښي ومړ او په کابل کښي خاورو ته وسپارل سو.

په دې لیدلوري کښي امان الله خان یو داسي شهزاده وو، چي په یوه اشرافي چاپیریال کښي په شاهي ناز او نعمت کښي لوئ سوئ وو. او په طبیعي ډول ئې د افغاني ټولني د لوړي او اشرافي طبقې سره تړاو درلود. دا ډول یو شخص د کیڼ اړخي عنصر له نظره نه سي کېدلای د ستایلو او منلو وړ وگرځي.  له دې سره- سره چي شهزاده امان الله د ذاتي او مور، ملکې سرور سلطاني (سراج الخواتین) د ځانگړي پاملرني پر بنسټ د افغانستان د راتلونکي رهبرۍ له پاره: د لوړ شخصیت، د هیوادپاله روحیې او افغاني غرور او په عین حال کښي یو روڼ اندئ، نوښت خوښوونکئ او،  انقلابي او، خطیب،  ادیب او د اغېزناکي وینا څښتن رالوی سوئ وو. او د خپل پلار او نیکه سره ئې هیڅ ورته والی نه درلود. او د هغوئ خلاف، چي مستبدین او انگرېز پالونکي گڼل کېدل، هغه په داسي حال کښي چي د یوه نجیب او بشردوسته کرکتر خاوند وو، د یوې انگرېز ضد روحیې درلودونکئ هم وو.

هغه مهال چي شهزاده امان الله خان د کابل ولایت له چارو څخه د پلار په وکالت مشري کوله، هغه د مظلومو او بې وسه خلگو پر وړاندي دونه تواضع او مهرباني ښودله چي د کابل گردو خلگو د زړه له تله د هغه پر اخلاقو او مهربانۍ باندي واري سوي ول. او د هغه سره ئې مینه درلوده. پر دې سربېره، واک ته له رسېدو وروسته ئې لومړۍ دنده د سياسي بنديانو او مشروطه غوښتونکو ایله کول او له انگرېز استعمار څخه د هیواد سياسي خپلواکۍ ترلاسه کول وه، چي د هغه شهرت او محبوبیت ئې نړیوال کړ. د هند د نیمي وچي مسلمانانو هغه “د اسلام د خلیفه ځای ناستی” گڼلی وو. او د مصر خلگو هغه “ختیځ ته د ازادۍ بخښونکی” گڼلی و.

نو د شاه امان الله غورځول د هغو کسانو له قلم څخه چي ځانونه د استعمار پر وړاندي او د خپلواکۍ پلوي گڼي، آسانه کار نه وو او نه دئ. او باید د وړتیا او ځیرکتیا څښتن وي، چي وکولای سي داسي یو شخصیت په تاریخ کښي بد نام کړي. له بده مرغه “غبار” د خپل ځواکمن قلم په وسيله لومړی د ویونکي د سترگو پر وړاندي د امير حبيب الله د دربار یوه ځانگړې تابلو ږدي، چي یوې خوا ته ئې انگرېز پلوه مستبد امیر دئ او بلي خوا ته ئې ورور، سردار نصرالله خان [نائب السلطنة] د يوه باخبره سړي په توگه ناست دئ؛ چي که څه هم د انگرېز ضد کرکټر لري، خو د منځنیو پېړیو مطلق نظام ته ئې زړه ښه کړی دئ. او د دې دواړو په مقابل کښي یو هوښیار، پرمختللی او متمدن ځوان چي د انگرېز ضد روحیې لرونکی او د ملي خپلواکۍ او ازادۍ ملاتړی دئ، قرار لري، یعني امان الله خان.

امير حبيب الله خان، سردار نصرالله خان، امير عنايت الله خان، امير امان الله خان او د امير شهيد نور زامن د امير عنايت الله خان په واده کښي.

د دربار د داسي انځور په وړاندي کولو سره، لیدونکي، ته د پاچاهۍ سره علاقه لرونکو دوو سړیو پر ځای د همدې ویښ، خبر، نوښتگر او د استبداد ضد ځوان پلوی کیږي او هغه د هیواد د راتلونکي مشرۍ له پاره وړ گڼي. “غبار” د دربار او شاه امان الله د داسي انځور په اېښودلو سره لوستونکی دې ته اړ باسي چي د «پټ درباري گوند» نکل او د هغه گوند کړني ومني. همدا لامل دئ چي د “غبار” د تاریخ ډیری خوښونکي چي کله د امیر شهید د قتل [وژلو] یادونه کوي، نو سمدستي امان الله خان د خپل پلار په وژنه کښي شریک بولي او د امیر د وژلو اصلي طرحه کوونکي، یعني انگرېزان او امیر شهید په شاوخوا کښي د هغوئ پلویان د ملامتیا له غشي څخه خلاصون پیدا کوي. له همدې امله دا لیدل کیدلای سي، چي “غبار” پیښي د خپل فکر او غوښتنو سره سم تفسیر کړي دي.

غبار په دې نکل کښي پاچا امان الله، د افغانستان هاغه مترقي او نوښتگر زعیم چي د هیواد د خپلواکۍ پر هسک د لمر په څېر ځلېږي، په غدر، او خیانت او پلار وژنه تورنوي او وايي:

چي د خپل پلار د وژلو نقشه ئې د یوې کودتا په ترڅ کښي د «پټ درباري گوند» د مشر، سردار نصرالله خان سره یوځای کښلې وه. “غبار” د «پټ درباري گوند» نکل داسي انځوري: “لیبرال او اصلاح غوښتوکي درباریان د امیر حبیب الله خان څخه خواتوري سوي ول. ځکه چي دوی خپله د کوم تحرک ځواک نه درلود، نو باید د شاهي کورنۍ د یوه غړي پر شاوخوا راټول سوي وای. دا کس سردار نصرالله خان نه وو؛ ځکه که څه هم د استعمار پر وړاندي سړی وو او د هیواد خپلواکي ئې غوښتله، خو د دولت په اداره کښي ئې د منځنیو پېړیو او ځانواکي پاچاهۍ ته زړه ښه کړی وو… نو یوازینی سړی چي په دې کورنۍ کښي د دربار د لیبرالانو د پام وړ وگرځېد، عین الدولت امان الله خان وو، چي یو فکرمن او، پرمختگ غوښتونکی او، زیارکښ او متوازع ځوان وو او ډېر ژر په دربار کښي د یوې عصري حلقې مشر سو. او وئې کولای سول چي نائب السلطنه د دې گوند د مشر په توگه د کودتا نقشې ته شامل کړي. په پام کښي وه، چي امیر په جلال آباد کښي د عسکر له خوا ووژل سي او نائب السلطنه به ئې ځای ناستی سي. نائب السلطنه هم باید د داخلي ادارې د سمون او خپلواکۍ اخیستلو له پاره هلي ځلي وکړي. نائب السلطنه چي د انگرېزانو له دولت څخه ئې کرکه درلوده او د خپل ورور د ادارې څخه ناراضه وو، ومنله. د «پټ گوند» لسو- دوولسو تنو په قرآن کښي یو تړون ولیکه او لاسلیک کړی ئې سردار ته وسپاره (غبار، ج۱، مخ۷۲۵)”. [۱]

زما په اند د امان الله خان له خوا د لسو نورو ملاتړو په لاسلیک د یوې ژمنې لیکل او سردار نصرالله خان ته ئې سپارل له سالم عقل او منطق څخه لېري خبره وه. که داسي یوه سند شتون درلودلای، نو امان الله خان به هیڅکله د خپل اکا پر وړاندي بغاوت نه وای کړی، ځکه هغه پوهېده چي تره به ئې د هغه لاسلیک سوې لوَړه راڅرگنده کړي او هغه مهال به ئې د افغانستان په مسلمانه ټولنه کښي خپل حیثیت او اعتبار ته لوی تاوان رسولی وي. د “غبار” په تاریخ کښي د «پټ درباري گوند» نکل چي هیڅ سرچینه او اخځلیک نه لري او د شاه امان الله د معاصرو تاریخ لیکونکو او څېړونکو؛ لکه فیض محمد کاتب، عزیزالدین وکیلي پوپلزي، علامه حبیبي او څرگند کندهاري مشروطیت غوښتونکی ( عبدالرحمن لودين) چي د علامه حبيبي ملگرى او ملاتړى وو، دا نکل نه دئ تائيد کړی، يوه ستره تاريخي تېر ایستنه رامنځ ته کړې ده، چي کله یو دودیز لوستونکي هغه ولولي، د تأمل او تفکر پرته ئې مني چي امان الله خان د خپل پلار وژونکی وو. له دې ځايه ويلای سو، چي “غبار” د شاه امان الله تاريخي حیثیت او محبوبیت ته چي د انگرېزي استعمار څخه د هیواد د خپلواکۍ د اخیستلو او د هغه د پرمختيايي او نوښتگرو کړنو له امله ئې د خلگو په منځ کښي ترلاسه کړی وو، سخت تاوان رسولی دئ.

“غبار” د امير حبيب الله خان د وژل کېدو خبر داسي ورکوي:

 “د پنجشنبې شپه د ۱۳۳۷ل کال د جمادي الاول د مياشتې په ۲۱ نېټه (د ۱۹۱۹ز کال د فبرورۍ په ۲۱مه) له نيمي شپې وروسته درې بجې يو وسله وال کس، چي ښايي د مرستیال په مرسته يې د کېږدۍ یو کونج پورته کړی وي او په بېړه لویي کېږدۍ ته ورننوتلی وي او په داسي حال کښي چي پاچا په آرامه، کرار بیده وو، کس د خپلي توپنچې خوله سوکه د امیر د چپ غوږ په بېخ کښي د کښېښودلو سر سم هغه وویشت او په بېړه له هغې لاري څخه چي راغلی وو بېرته ووت. د کېږدۍ دباندي یوچا چیغي وهلې: چي د امیر صاحب کېږدۍ ته څېرمه د ټوپک ټکان سوي دي. ویل کیږي: کله چي بریدگر د پاچا له کېږدۍ ووت، سمدستي د شاه علیرضا خان کنډک مشر له خوا ونیول سو، خو ناڅاپه یو لوړ رتبه مامور پیدا سو او د ساتونکي عسکر (شاه علیرضا) پر مخ د کلکي څپېړي په وهلو سره ئې بریدگر خوشي کړ او کنډک مشر ته ئې وویل: کرار سه! علیحضرت بیده دئ (غبار، ج۱، ۷۴۱مخ)”. [۲]

د غبار کتاب: افغانستان در مسير تاريخ
کتاب له دې ځايه

پر شاه امان الله باندي د “غبار” بل تور دا دئ چي وايي:

“د نائب السلطنة له بند څخه دوه میاشتي وروسته امیر امان الله خان دربار وجوړ او د یوې لاسجوړي[؟] پلټني پایله ئې، چي د نائب السلطنة او شاه علیرضا خان کنډک مشر او یو تن درباري کس (عبدالاحد خان [مایار وردگ]) د الزام پر بنسټ جوړه وه، بیان کړه او رایه ئې وغوښته… په دې توگه نائب السلطنة زنداني پاته سو او عبدالاحد خان تبعید سو او شاه عليرضا خان هغه بې گناه افسر وو، چي د امير حبيب الله خان بريدگر او وژونکی او د ساتونکي له لاسه خلاصوونکی افسر ئې پېژندل په سیاسي توگه په اعدام محکوم سو. د هغو درواغجنو شاهدانو څخه چي د هغه پر وړاندي ئې شهادت ورکړ يو هم د سردار شېرعلي خان جاغوري د کورنۍ څخه فتح علي خان جاغوري وو، او کنډک مشر په مرمیو وويشتل سو. په داسي حال کښي چي تر هغه مهاله د پلازمېني په ټولو ډلو کښي په ښکاره ویل کېدل: چي د امیر حبیب الله خان قاتل شجاع الدوله خان فراشباشي (د «پټ درباري گوند» غړی) دئ، نه بل څوک (غبار، ۷۴۵مخ)”. [۳]

په داسي حال کښي چي فیض محمد کاتب وایي:

“د کله گوش او لمقان [لغمان] د لښکر له رسېدو وروسته له واړه او زاړه سر تر پایه شاوخوا دا  اوازې خپرې سوې چي سر میرآسپور احمدشاه خان، مبرور امیر وژلی دئ. (سراج التواریخ، ج۴/ب۳،  ۶۶۳مخ.)” [۴] 

داسي ښکاري چي شاه علي رضا خان دي نورو گردو افسرانو ته د وژونکي د نيولو او د سپهسالار له خوا د هغه د خوشي کولو د پېښي کیسه کړي وي. خو له بده مرغه، چي د پلټنو پر مهال ئې د وژونکي یا هغه کس په ښکاره کولو کښي چوپتیا غوَره کړه، چي هغه ئې د ده له منگولو خلاص کړی وو او په پایله کښي ئې ځان اعدام ته برابر کړ. داسي برېښي چي د شاه علي رضا خان وهم او د قاتل د نوم له افشا کېدو څخه بې حده بېره، د هغه د اعدام لامل سوه. ځکه چي د خپل اعدام تر شېبې پوري ئې د هغه اصلي قاتل د نوم له څرگندولو څخه ډډه وکړه، چي د امیر د کيږدۍ بهر نیول سوی وو. او همدا د وژونکي د نوم نه څرگندول، خپله د هغه د اعدام لامل سو.

ډاکټر کاظم وايي:

“دا چي هغه ولي په اعدام محکوم سو، په اغلب گمان څو دلایل درلودلای سي: يو دا، چي کله وژونکی د ساتونکي عسکر له خوا ونيول سو او لوړپوړي چارواکي په هماغه شېبه ایله کړ، له دوو حالتونو څخه خالي نه وو: يا دا چي شاه علیرضا هغه پېژندئ، خو هیڅکله ئې د څېړنو په شورا کښي هغه معرفي نه کړ، او بل دا چي هغه ئې نه پېژندئ او د لوړ پوړي چارواکي په امر ئې هغه پرېښود چي ولاړ او ورک سي. هغه ولي دغه د لوړي رتبې صاحب منصب معرفي نه کړ. او د هغه په ​​اړه ئې څه ونه ویل چي هغه څوک وو. او له سردار نصرالله خان سره د شاه علیرضا مرسته هم د هغه په سزا کښي اغېز درلودلای سي. ډېر احتمال سته چي هغه د قاتل د پېژندني او یا د لوړ پوړي چارواکي په معرفي کولو کښي د چوپتیا او پټولو قرباني سوی وي (ډاکټر کاظم، د مقالو آرشیف، اسرار نهفته قتل امیرحبیب الله خان… د افغان جرمن آنلاین ویب سایټ له خوا خپور سوی)”. [۵]

د “غبار” دا خبره چي وايي: د قاتل د موندلو له پاره څېړنه مصنوعي (لاس جوړې) وه، د شاه امان الله او شجاع الدوله خان غوربندي په وړاندي د هغه بد نیت ښيي، که نه نو پوپلزی چي پلار ئې شاه امان الله ته نږدې کس وو، د خپل پلار په وینا، د څېړني د پلاوي چاري په لاندي ډول بیانوي:

“اعلیحضرت امان الله شاه، له حضور څخه د دارالتحریر څلور محررین او دوه کسه نظامي کرنیلان او د دربار ځیني نور غړي په داسي حال کښي د استنطاق له پاره مقرر کړل چي د حضور علماوو هم گډون درلود.

پلاوي له شاه علي رضا څخه وپوښتل، چي د توپنچې د ټک پر مهال د چا د پیرې وار وو؟  شاه علي رضا وويل: هغه مهال د سردار محمد آصف خان د زوى، احمدشاه خان نوبت وو.

احمدشاه خان د پلاوي د پوښتنې په جواب کښي وويل: هغه مهال د شاه علي رضا نوبت وو.

شاه علي رضا په ټپه منکر سو، چي زما د پیرې واری هیڅ نه وو. که د سر میرآسپور او سرخان آسپور په ډلو او په جلال آباد کښي له مېشت سرتېرو څخه د لغمان د سیاحت د دورې او په کله گوش کښي د امیر د دې شپې د تمېدلو په اړه د جاغوري او د مالستان د موجودو شاوخوا اتیاوو تنو هزاره گانو څخه پوښتنه وکړئ، رښتیا او درواغ خبره به معلومه سي! نو د محکمې دغه بهیر چي څلوېښت ورځي ئې دوام وکړ، ډیري پټي او ښکاره څیړني ترسره کړې. څرگنده سوه چي د جاغوري او مالستان هزاره وگړي ښه خبر دي. یادو سرتېرو وويل: په هماغه گړي کښي، چي د توپنچې د ټک ږغ واورېدل سو؛ زموږ د کرنیل، شاه علي رضا خان د پیرې وار وو. او موږ د هغه د ټولۍ سپاهیان حاضر او محافظ ولو.

پلاوي له شاه علي رضا څخه وپوښتل، چي که یوه ډله را وړاندي سي او شاهدي ورکړي چي ستا د پیرې نوبت وو، ته به ئې ومنې؟  شاه علي رضا وویل: که شاهدان د سني خلگو څخه وي زه ئې نه منم ځکه چي دوی زموږ له خلگو څخه مذهبي کرکه او کینه لري، درواغ وایي، تور لگوي ​​او د تعصب له مخي ناسمي خبري کوي.

هیأت وویل: که شاهدان د شیعوو خلگو، څخه وي تاسي ئې منئ؟  شاه علي رضا د شیعو او سنیانو د یوه پلاوي په حضور کښي چي د مستنطقینو په توگه ناست وه وویل: هو. زه د هزاره شیعوو شهادت منم. او لامل ئې دا وو: چي هغه باور نه کاوه چي د ده تر لاس لاندي عسکر چي شیعه هزاره گان ول، شهادت ورکړي. او سر له وخته ئې هغوی ته ویلي وه، چي له تاسي څخه که چا پوښتنه وکړه، بالکل انکار وکړئ؛ او ووایاست چي موږ نه یو خبر او په دې وخت، کښي د پیرې او ساتني نوبت زموږ د خلگو او کرنیل نه وو.

کله چي د شاهدانو حاضره ډله راوغوښتل سوه، پلاوي له شاه علي رضا څخه وپوښتل چي دوی پېژنې او د هغوی شهادت منې؟  وئې ويل: هو. پرېږده چي څه وائي. د جاغوري او مالستان شاوخوا اتیاوو تنو خلگو وويل: موږ وژونکی نه پېژنو، چي [څوک] دئ، خو په کوم ساعت کښي چي پاچا ووژل سو، د پیرې او د کیږدیو د ځای د ساتني نوبت زموږ د کرنیل: شاه علي رضا خان وو. شاه علي رضا هزاره گان ملامت کړه او وئې ويل: تاسي درواغ وایاست، نوبت د احمدشاه خان وو. هزاره گانو وویل: ښاغلی صاحب، تاسي زموږ پیر او هم کرنیل او منصبدار یاست، که تاسي ښکنځل او یا وهل ټکول لا وکړئ، نو ستاسي پر وړاندي به هیڅ ونه وایو او درنښت درته لرو، خو د پیرې نوبت ستاسي خپل وو. شاه علي رضا په فکر کښي سو او د خبرو ځای نه سو ورته پاته (پوپلزی، سلطنت امان الله شاه واستقلال افغانستان، ب۱، ۱۴۹-۱۵۱مخونه)”. [۶]

د غبار د روایت د اعتبار په اړه شک او تردیدونه؛

د غبار په تاریخ کښي د «پټ درباري گوند» نکل یو تاریخي جعل دئ

په دې چي دا یوه ډېره مهمه سیاسي مسئله ده او “غبار” یو داسي څوک پکښي شامل کړی دئ، چي له انگریزي استعمار څخه ئې د هیواد خپلواکي ترلاسه کړې وه، باید د هري جملې او پراگراف له پاره ئې ثبوت وړاندي کړی وای، چي نې دئ کړی؛ نو دا اټکل رامنځته کوي، چي دا نکل به د انگرېزانو له خوا لیکل سوی وي او د با نفوذه کس یا کسانو له خوا به د خلگو په منځ کښي خپور سوی وي، چي “غبار” هم اورېدلی او په خپل تاریخ کښي ئې ثبت کړی دئ. ځکه؛ نو د سند او روایت د سرچینې له ذکر کولو پرته ئې د منلو وړ نه سو گڼلای. په ځانگړي توگه د امیر استخبارات د مستوفي الممالک له خوا اداره او کنټرول کېدل او مستوفي الممالک د عین الدولت امان الله خان او د هغه د مور علیاحضرتي ناستي پاستي ته ځانگړی پام کاوه. د دربار گرده او یا ډېری خادمان د مستوفي الممالک د جاسوسانو په شمول گمارل سوي ول، چي د عین الدولت د کړنو او اعمالو په اړه مستوفي الممالک ته خبر ورکړي.

پغمان کابل: د (۱۹۱۹ع) کال؛ پر کوم ځای چي شاه امان الله د خپلواکۍ اعلان وکړ.

“غبار” په خپله وايي: چي مستوفي الممالک په کابل کښي د هر ډَول خوځښت پړه، که هغه پټي خپرونې وې او که پر امیر ټکان او داسې نور، پر عین الدولت باندي اچوله، په داسي حال کښي چي داسي نه وه او عین الدولت او د دربار ډلي د خپلي ځانگړي موخي پر بنسټ هیڅکله په ویښوونکو او گواښونکو فعالیتو باندي لاس نه واهه. بیا هم امیر [د مستوفي الممالک د راپورو پر بنسټ] پر عین الدولت باندي شکمن سو او هغه او مور ته ئې د بند او طلاق گواښ وکړ. خو دوئ دواړه د نائب السلطنت په منځگړتوب وژغورل سول (غبار، ج۱، ۷۴۶مخ.) [۷]

دا څنگه ممکنه وه، چي په دربار کښي یو گوند او هغه هم د امیر د له منځه وړلو له پاره په کلونو فعالیت وکړي او د مستوفي الممالک له سترگو دي پټ پاته سي خو له دربار څخه یو ډېر لیري کس لکه “غبار” دي د هغه گوند په غونډو، پرېکړو او فعالیتونو باندي خبر وي؟

“غبار” د «پټ درباري گوند» په نکل کښي د تعهدنامې د لاسلیک کوونکو نومونه نه ذکروي، خو له هوا څخه د شهزاده امان الله خان د خوښوونکو نومونه په لاندي ‌ډَول یادوي: “په دربار کښي داسي کسان؛ لکه: محمد ولي خان او شجاع الدوله خان او داسې نور، په پوځ کښي ستر افسران (له سپه سالار نادر خان او د هغه له وروڼو څخه ئې موخه ده) او په بهر کښي داسي دوه مشران؛ لکه: فضل محمد مجددي (وروسته شمس المشایخ)، سردار عبدالقدوس خان اعتماد الدولت او داسي نور گرده د عین الدولت امان الله خان پلویان ول (غبار، ج۱، ۷۲۶مخ).” [۸]

که “غبار” دا راز د محمد ولي خان دروازي، یا شجاع الدوله خان غوربندي او یا شمس المشایخ مجددي له خولې روایت کړی وای، نو تر ډېره به د منلو وړ وای، خو د کومي سرچینې او مأخذ له ښودلو پرته د انسان په ذهن کښي دا پوښتنه پیدا کیږي: چي دا اوازې به د امان الله خان د بدنامولو له پاره په داسي حال کښي خپرې سوي وي، چي واک د امان الله د دښمنانو په لاس کښي وو. “غبار” هم د دغو اوازو د اغېزو په پایله کښي د يوې داسي ډلي یادَونه کوي، چي د امیر حبیب الله خان د سلطنت پر مهال تاوتریخوالی او ناوړه چلند ورسره سوی وو، خو د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال نازول سوي ول.

ډاکټر سید عبدالله کاظم لومړنی څیړونکی دئ، چي د “غبار”  په راپور کښي ئې د «پټ درباري گوند» له خوا د امیر د وژلو په اړه شک او تردید څرگند کړی دئ او د امیر وژنه ئې د امیر حبیب الله خان په دستگاه کښي د خپلو باوري عناصرو په مرسته د انگرېزانو نقشه او پلان گڼلی دئ او په دغه کار کښي د امان الله او شجاع الدوله د لاس درلودلو گنگوسې او نظریې په منطقي دلایلو ردوي.

ډاکټر کاظم د خپل پراخ او باریک لیدلوري په روڼا کښي استدلال کوي: “چي که د امان الله خان او نصرالله تر منځ ملگرتیا او اعتماد موجود وای، نو د قرآن په حاشیه کښي د قسم خوړلو ته څه اړتیا وه؟  او كه چیري داسي یوه ژمنه سوې وي، نو د يوه لوري له خوا د ژمني د ماتولو په صورت كښي، بل لوري کولای سوای، چي هغه کړې ژمنه ئې مخته کښېږدي. ولي امیر نصرالله خان هغه ژمنه هغه مهال په ډاگه نه کړه، چي امان الله خان ئې پر وړاندي پاڅون وکړ؟ په دې توگه ډاکټر کاظم د قرآن په حاشیه کښي د (۱۰-۱۲) تنو په لاسلیک د امان الله خان د ژمني نکل تر پوښتني لاندي کوي.”

د ډاکټر کاظم په استدلال کښي دوهم مهم ټکی د «پټ درباري گوند» پر ترکیب د شهزاده امان الله، سردار نصرالله خان، نادر خان، محمد ولي خان دروازي، شجاع الدوله او سردار عبدالقدوس خان پر گډون شک دئ. ډاکټر کاظم د دغو درو ډَولو سیاسي فکرو او تمایلاتو خلگو سره یو ځای کېدل ناممکنه گڼي او وايي: “چي په یوه لویه سیاسي مسئله کښي د هغوی سره یو فکر او یو نظر کېدل ممکن نه ول.” په دې توگه، ډاکټر کاظم د «پټ درباري گوند» شتون هم تر پوښتني لاندي راولي (ډاکټر کاظم، د مقالو آرشیف، اسرار نهفته قتل امیرحبیب الله خان… د افغان جرمن آنلاین ویب سایټ له خوا خپور سوی، ۱۳۰-۱۳۲مخونه).

“غبار” په خپله د شمس المشایخ په نامه د سردار عبدالقدوس خان د یوه ليک حواله ورکوي، چي پکښي ئې “مشروطیت” مکروب بللی دئ. دا ليک ئې د کندهار د علماوو د مشورې په نتيجې کښي د [۱۹۲۰ز (۱۲۹۹ل)] کال د سرطان (چنگاښ) په (۲۶مه) شمس المشایخ او نورالمشایخ ته ورلېږلی دئ. د مکتوب لاندي جملو ته دي پاملرنه وسي: “او د هغه علاج دا دئ، چي د انور شرع له لوري باید مشروطه غوښتونکي واجب القتل وگڼل سي. له دې څخه وروسته ئې د نويو علومو د تدريس له پاره لاسونه پورته کړل او ړستوني ئې بډ وهل. ومي غوښتل چي په کندهار کښي هم نويو علومو زده کول پیل کړم، خو په شرعي حکم باید د مشروطیت مکروب له منځه يوړل سي، نو ځکه مي د دغه ځای له علماوو وپوښتل، چي جواب ئې راکړ او ستاسي د احضارولو له پاره ئې در واستوم (غبار، ۱ج، ۸۰۳مخ.)” [۹]

له دغو حوالو څخه څرگندېږي چي لومړی خو سردار عبدالقدوس خان د “مشروطیت غوښتونکو” غړی نه وو او هغه دغه حرکت ته ئې په بده سترگه کتل او له همدې امله په فکري لحاظ د مشروطیت غوښتونکو (یعني محمود طرزي، شاه امان الله خان، محمد ولي خان او شجاع الدوله) دښمن گڼل کېدئ.  او دوهم داسي ښکاري، چي شمس المشایخ د “غبار” د نظر خلاف د پټي ډلي [مشروطیت غوښتوکو] غړی نه وو، ځکه که هغه وای، نو اعتماد الدوله نه سوای کولای چي نورالمشایخ ته د کندهار د علماوو د فیصلې په مکتوب کښي مشروطیت غوښتوکي ته مکروب ووایي، ځکه چي دا ډَول یوه کلمه د شمس المشایخ حیثیت ته هم تاوان کاوه.

د سرچینې له ښودلو څخه د “غبار” ډډه کول:

“غبار” ولې د خپل روايت د مأخذ له ښودلو ان په مهمو سياسي مسائلو کښي ډډه کوله او نه ئې غوښتل چي د خپل روايت په پيل او یا پای کښي مأخذ او سرچينه وښيي؟ څرگنده ده چي “غبار” د هر روایت په ثبتولو کښي ځانگړې موخه درلوده او د مأخذو په ښودلو سره ئې نه سوای کولای چي مسائل له خپل موخې سره سم تعبیر او تفسیر کړي. د ساري په ډَول، “غبار” د خپل تاريخ په دوهم ټوک کښي د کابل د بالاحصار (لوړه کلا) په “کاسه برج” کښي د عين الدولت امان الله خان او سپه سالار نادرخان ترمنځ د لیدني په اړه یو عجیب نکل کوي او لیکي: “عین الدولت یوه شپه د شمس المشایخ له کوره ‌په یوازي سر سپور د لوړي کلا لوېدیځ غره ته ورپورته سو، په داسي حال کښي چي سپه سالار محمد نادر خان هم [هورې] پورته سوی وو. دغو دوو کسانو په “بچه کلا” کښي چي په (کاسهٔ برج) یادېده، یوه پټه ناسته وکړه. دا ناسته د څه له پاره وه؟  یوازي هغوی دواړو ادعا لرونکو کسانو ته څرگنده وه او بس. شمس المشایخ ته یوازي دونه ویل سوي ول: چي دواړو پر قرآن تړون وکړ چي، د گوند له مرام سره سم به د یوبل سره وفادار او نږدې همکاران وي [غبار، ۲ج (کال: ۱۹۹۹) ۳۰مخ.]” [۱۰]

کابل، بالاحصار، حرم سرای، ۱۸۵۰ع:

“غبار” د خپل دغه روايت مأخذ او سرچينه نه ده په ډاگه کړې، خو گواکي ده د دغه روايت سرچينه د شوربازار حضرات؛ په ځانگړې توگه د شمس المشایخ کشر ورور او د امان الله خان دښمن محمد صادق مجددي (گل آغا) وي، ځکه “غبار” د خپل تاریخ په دوهم ټوک کښي شمس الشيخ د «پټ درباري گوند» غړی گڼلی. که چیري شمس المشایخ د دغې ډلي غړی وو، نو ولي دا ناسته د هغه په کور او د هغه په حضور کښي نه ترسره نه سوه؟ په داسي حال کښي چي تړون په روڼا ورځ د عین الددولت یا سپه سالار په کور کښي تړل کېدلای سو؛ نو د تړون د کولو له پاره د شپې په تیاره کښي د “کاسهٔ برج” غره او کلا ته د هغوی دواړو د تگ له پاره څه اړتیا وه؟ “غبار” څنگه پوه سو، چي د عین الدولت مذاکره دي د «پټ گوند» د ژمني په اړه وي او د کومي کورنۍ موضوع په اړه به دي نه وي؟

علامه حبيبي د “غبار” د تاريخ ليکني په اړه داسي ليکي: “هغه په تاريخ ليکنه کښي یو ځانگړی سبک درلود، چي تاريخي پېښي ئې تل د خپل ځانگړي گټي په پار د خپل فکري جوړښت سره سم کارولې  او پر دې بنسټ په خپل تاریخ لیکنه کښي یو بې طرفه ناظر نه ښکاري… (جنبش مشروطیت، اول چاب: ۱۳۸مخ، دوهم چاپ ۱۴۹مخ.)” [۱۱]

له نېکه مرغه، ډاکټر کاظم لومړنی څېړونکی دئ، چي د «پټ درباري گوند» نکل ئې د شک او تردید سربېره تر څېړني او نیوکي لاندي نیولی دئ. او په کلکو دلایلو او پیاوړي منطق استدلال کوي، چي د امان الله خان له خوا د «پټ گوند» د (۱۰-۱۲) نورو غړو په لاسلیک د یوه داسي سند لیکل او سردار نصرالله خان ته ئې سپارل له سالم عقل او منطق څخه لیري خبر ده. او كه چیري داسي کومه ژمنه سوې وي، نو د ماتولو په صورت کښي؛ یوه لوري کولای سوای چي هغه لوَړه او ژمنه د ماتوونکي مخته کښېږدي. امیر نصرالله خان ولې دا ژمنه هغه مهال چي امان الله خان ئې پر وړاندي پاڅون کړی وو، ښکاره نه کړله؟ ځکه نو دا ډَول سند د کوم سپېڅلي کتاب په حاشیه کښي هیڅکله نه وو او نه سته.

د ډاکټر خلیل الله هاشمیان په جواب کښي د ډاکټر کاظم د توضیحاتو دوهم د پام وړ ټکی د «پټ درباري گوند» پر شتون د “غبار” په ذکر کړي ترکیب باندي شک دئ، چي د غړو په ډله کښي ئې داسي کسانو لکه سردار عبدالقدوس خان، نادر خان، محمد ولي خان دروازي او شجاع الدوله [ټول څلور تنه] د شهزاده امان الله تر مشرۍ لاندي شامل گڼلي دي. ډاکټر کاظم د دغو څلورو کسانو یوځای کېدل د بېلابېلو او متضادو افکارو او تمایلاتو په درلودلو سره ناممکنه گڼي او وایي: چي د یوې لویي سیاسي مسئلې په اړه د دوی له پاره دا ناممکنه وه، چي یو فکر نظر او عمل ولري (ډاکټر کاظم، د مقالو آرشیف، توضیح مختصری به داکتر سید خلیل الله هاشمیان… د افغان جرمن آنلاین ویب سایټ). [۱۲]

علامه حبيبي هم د «پټ درباري گوند» د نکل په اړه خپل “شک او تردید” څرگند کړی دئ.  حبيبي د (جنبش مشروطیت) په كتاب كښي د (حزب سرئ دربار) تر سرليك لاندي ليكلي دي: “د دغو کرښو د لیکوال د دې موضوع په اړه ما له هغو كسانو څخه چي په هغه وخت کښي ځوانان او د روڼ اندو له ډلو څخه گڼل کېدل [موخه ئې له عبدالرحمن لودين او عبدالهادي داوي څخه وه]، څه نه دي اورېدلي.” ورپسې هغه څه ته اشاره کوي: چي “غبار” د «پټ درباري گوند» په اړه بیان کړي دي او ورسره دغه ټکی ډېروي: چي ” العهدة علی الراوی” یعني (د کرښو اختیار او اعتبار په کښوونکي پوري اړه لري.)  د یوه روایت په انتقال کښي د داسي یوه قید زیاتونه د “شک او تردید” څرگندوَنه ده، نه د روایت تائید (جنبش مشروطیت، ۱۳۵مخ). [۱۳]

پوپلزي په خپل کتاب (چي د شاه امان الله د پاچاهۍ او د افغانستان د بیا خپلواکۍ په اړه لیکل سوی دئ) کښي هیڅ ځای د «پټ درباري گوند» یادوَنه نه ده کړې. د پوپلزي پلار، نظام الدین خان، د عین الدولت د دفتر منشي او محمد ابراهیم خان سرپروانه [وروسته د عدلیې وزیر او د بابا سرور خان شاغاسي زوی] د عین الدولت ډېر نږدې او باوري کسان ول او د قومي دودونو او کورنیو اړیکو له مخې باید دا کسان تر بل هر چا مخکي د دغه ډَول گوند برخه وای؛ خو هغوی د داسي «پټ گوند» یا ډلي په اړه خبر نه ول او د پاچا د پرزېدلو وروسته ئې هم په اړه کومه یادوَنه نه ده کړې. پر دې سربیره ئې د شهزاده عین الدولت د کتبي ژمني، هغه هم د قرآن په حاشیه کښي او خپل کاکا سردار نصرالله خان ته د سپارلو یادوَنه هم نه ده کړې؟ (پوپلزی، سلطنت شاه امان الله، ۱ټ، ۷۸-۷۹مخونه). [۱۴]

د عزیزالدین وکیلي پوپلزي هغه کتاب: چي د شاه امان الله د پاچاهۍ او د افغانستان د بیا خپلواکۍ په اړه لیکل سوی دئ. او لیکوال (سیستاني) په دې مقاله کښي د همدغه کتاب یادَونه کړې ده.

د پوپلزي پلار، نظام الدین خان ناظم (واک ته د امان الله خان له رسېدو مخکي د دارالتحریر منشي) یو له هغو هوښیارو او تجربه لرونکو کسانو څخه وو، چي د شهزاده امان الله خان د پاچاهۍ تر پایه پورې ئې ټولي ورځنۍ پېښي یاداشتولې او خپل زوی، پوپلزي [وروسته یو خطاط، هنرمند او مؤرخ] ته ئې سپارلي وې. د پوپلزي د پلار د یاداشتونو له مخي، چي اوس د کتاب په بڼه چاپ سوي دي، لیدل کېدلای سي، چي د عین الدولت له خوا د کابل خلگو ته د بیعت د ورلېږلو په پار د امیر نصرالله خان د فرمان له لوستلو وروسته، هغه چا چي په پیل کښي د عین الدوله د جانشینۍ د ادعا خلاف په خبرو پیل وکړ او د شهزاده امان الله خان جانشیني ئې د کابل د شپږو کلیو پر ځای د قومي مشرانو د جرگې پرېکړي ته ځنډَول غوښتل، سردار عبدالقدوس خان وو (پوپلزی، سلطنت شاه امان الله، ۱ټ، ۷۸-۷۹مخونه). [۱۵]

ولي غبار د پاچا د وژلو په دسیسه کښي ښکېل وگڼل سو؟

پوپلزی وايي: “چي غبار د نظیر محمد صفر خان [د امیر نصرالله خان امین الاطلاعات] د زوی محمد اختر خان د ملگرو له ډلي څخه وو. محمد اختر خان هماغه کس دئ، چي په (۱۲۹۸) کال کښي د افغانستان د خپلواکۍ تر اعلان یوه میاشت وروسته ئې د کابل د قرغې بند کښي د شاه امان الله د وژلو دسیسه جوړه کړې وه، خو بریالی نه سو.” د دې دسیسې راپور به بل وخت ته پرېږدم، خو دلته باید یوازي دونه یادَونه وکړم، چي له محمد اختر سره د هغه د ملگرتیا له امله “غبار” په همدې قضیې کښي ښکېل وگڼل او د امنیه قومندان شجاع الدوله خان تر څارني لاندې سو. خو څرنگه چي “غبار” يو هوښيار او تکړه ليکوال وو، نو ډېر ژر ئې د شاه امان الله د پلويانو په ډله کښي ځان ثابت کړ او کله چي د “ستاره افغان” ورځپاڼي مسؤل مدير منهاج الدين شينوارى د ناقلینو د یوه پلاوي سره قطغن ته ولېږدول سو، “غبار” د شجاع الدوله خان په ضمانت د “ستاره افغان” ورځپاڼې د مدیر په توگه وټاکل سو او کله چي شجاع الدوله د هرات د والي په توگه مقرر سو، “غبار” ئې له ځانه سره هرات ته بوت  (پوپلزی، سلطنت شاه امان الله، ۱ټ، ۱۲۶مخ). [۱۶]

دا اول وار دئ، چي د پوپلزي د کتاب په خپرېدلو سره خبرېږم چي “غبار” د محمد اختر په قضیې کښي ښکېل گڼل سوی او د امنیه قوماندانۍ تر څارني لاندي نیول سوی وو. “غبار” په خپله په دې اړه څه نه دي ليکلي، خو که د پاچا د وژلو د دسيسې په تور تر څارنې لاندي راغلی وي، نو خپله به ښه پوهېدلى وو چي د هرات د تنظیمیه رئیس شجاع الدوله غوربندي سره ئې اړيکه ظاهراً د تنظیمیه رئیس د نږدې همکار په توگه، خو په اصل کښي د هغه له لوري تر څارني لاندي نیول سوی وو. په هغه صورت کښي، کېدلای سي داسي حالاتو د غبار پر روان باندي ناوړه اغېزه کړې وي.

دا له امکانه لیري خبره نه ده، چي د محمد اختر له لوري د پاچا د وژلو په دسیسه کښي د غبار ښکېل گڼل د ده لامل سوی وي چي غبار د «پټ درباري گوند» د نکل په رامنځته کولو سره په حقیقت کښي له شجاع الدوله او شاه امان الله څخه خپل غچ په داسې ډَول واخلي چي تر ننه پوري که څوک د «پټ درباري گوند» نکل اوري، فکر کوي چي امان الله خان د شجاع الدوله په لاس د امیر حبیب الله خان وژونکی وو. او دغه نکل د ډېریو لوستونکو له پاره د غلط فهمۍ او ناسم برداشت یوه مهمه سرچینه گرځېدلې.

د انگرېزانو د پروپاگند ډَولونه:

پوپلزی لیکي: “په دغو ورځو کښي د انگرېزانو استازو او منابعو د بېلابېلو پروپاگندو څخه کار واخیست او داسي خبري ئې وکړې او ولیکلې، چي امان الله خان عین الدولت د خپل پلار د وژلو په دسیسه کښي لاس درلود او علیاحضرته د هغه مور د خپل زوی، عین الدولت له پاره د سلطنت هیله‌منده او انتقام اخیستونکې ښځه وه. دا تورونه د دغه له پاره ول، چي یعني د پاچا د وژلو په دسیسه کښي بهرني لاسونه نه دي ښکېل او د افغانستان خلگ هم د عین الدولت مخالف سي تر څو هغه ونه کولای سي چي د خپلواکۍ په مسئلې پسي پښې ټینگي کړي (پوپلزی، سلطنت شاه امان الله، لومړۍ برخه، ۶۰مخ.)” [۱۷]

پوپلزی د انگریزانو له لوري یو بل پروپاگند داسي په گوته کوي: “امیر حبیب الله خان د دلوي (سلواغې) په میاشت کښي په جلال‌آباد کښي وویل: دا پلا چي کابل ته ورسېدم، علیاحضرتي ته طلاق ورکوم، د هغې زوی امان الله عاقوم او دهغه ځیني نږدې او همرازه ملگري بندي او خوندي کوم. کله چي دا خبر کابل ته ورسېد، نو د خپل ژوند د ژغورلو له بیري ئې د پلار د وژلو اقدام وکړ (پوپلزی، هماغه اثر، لومړۍ برخه، ۱۲۹مخ.)” پوپلزی په ادامه کښي کاږي: “او دغو خبرونو له هغو ورځو سره سمون درلود چي اماني دولت د عساکرو پوځي سوقیات پیل او مسکو او اروپا ته ئې د یوه خپلواک افغانستان د اعلانولو له پاره یو هیأت ټاکلی وو. شاه امان الله دغه لوی تورونه په یوه ځانگړي مجلس کښي په ډاگه کړل. د دربار مشرانو وويل: آيا شهید امير صاحب شاهد دونه خام خيال درلود، چي خپل سیاست دي په جلال آباد کښي او په عامو خلگو کښي بيان کړي؟

حقیقت دا دئ چي د وژونکو ډله یا هیأت او یا هغه کس چي لاره ئې وژونکي ته پرانیستې وه، دغه خبري رامنځته کړي وې، چي خلگ په دې باوري کړي، چي د امیر د وژلو لاملین علیاحضرته او د هغې زوی عین الدولت دي او هغوی دغه کار د خپل ژوند د پایلو له بیري ترسره کړی دئ (پوپلزی، هماغه اثر، لومړۍ برخه، ۱۳۰مخ.)” [۱۸]

انگرېزانو په دې چي د امیر حبیب الله په قتل کښي خپل او د نادر خان لاس درلودل پټ کړي، د وژلي مسئولیت ئې پر شاه امان الله، هغه او دربار ته نږدې مشروطیت غوښتونکو واچاوه. دغه دسیسه په دونه ځیرکتیا سره پلان سوې او د انگرېزي استعمار سره تړلي با نفوذه اشخاصو او روحانیونو له خوا د خلگو په منځ کښي خپره سوې وه چي ان د غبار تاریخ ته ئې لاره پیدا کړه.

 

پایله

له هغه څه څخه چي تر اوسه مو ویلي دي، دې پایلي ته رسېږو، چي د «پټ درباري گوند» په اړه د غبار نکل د لاندي دلایلو له مخي د منلو وړ نه دئ:

۱. پوپلزي، چي پلار ئې نظام الدین خان منشي یا د امان الله خان د شخصي قلم مدیر وو، د شهزاده له گرده حرکاتو، سکناتو، حال او احوال څخه خبر وو، د هغه ټول هدایات ئې یاداښتول او د امان الله خان تر ټولو نږدې او باوري کس وو؛ هغه په خپل تاریخ (سلطنت شاه امان الله و استقلال مجدد افغانستان) کښي هیڅکله د «پټ درباري گوند» یادوَنه نه ده کړې.

۲. فیض محمد کاتب، چي د امیر حبیب الله خان رسمي درباري تاریخ لیکونکی وو؛ په سراج التواریخ کښي ئې د امیر حبیب الله خان د وژلو څرنگوالی بیان کړی دئ، د سراج التواریخ په هیڅ ځای کښي د وژل سوي امیر د «پټ درباري گوند» یادوَنه نه ده کړې.

۳.  علامه حبیبي، چي د دوهم مشروطیت فعال، ځیرک او اورژبي غړي، عبدالرحمن لودین ملگری او هم صحبته وو؛ هم د مشروطیت له دغه فعال او نامتو غړي څخه د غبار د یاد کړي «پټ گوند» په اړه څه نه دي اورېدلي او د خپل (جنبش مشروطیت) په کتاب کښي ئې د غبار د یاد تذکر په اړه خپل شک او تردید څرگند کړی دئ.

٤. د محمود طرزي په خاطرو کښي، چي د هغه د زوى عبدالوهاب طرزي له خوا ليکل سوى کتاب دئ او دوه کاله وړاندي د وحيدالله طرزي له خوا په فرانسه کښي خپور سو، هم د داسي گوند يادوَنه نه ده سوې.

۵. باریک او دقیق لیدلوري افغان پوه ډاکټر کاظم په دغې برخي کښي د خپلو بېلابېلو روایتو له پراخو او هر اړخیزو څېړنو او تحلیلو وروسته دغې نتیجې ته رسېدلی دئ، چي د «پټ درباري گوند» له نکل څخه راپورته سوي تورونه او د امير حبيب الله خان د وژوونکي په توگه د شجاع الدوله غوربندي ښوول د شاه امان الله د بدنامولو د اوازې پرته بل څه نه ول.

د «پټ درباري گوند» نکل او داسي نور نکلونه او د دې له پاره زمینه سازۍ د دغه هدف د یقیني کولو په موخه رامنځته سوي ول، چي امان الله خان هم د خپل پلار قاتل او هم د تړون ماتوونکي په توگه معرفي کړي.  په داسي حال کښي چي د ډاکټر کاظم د تصریح له مخي د امیر حبیب الله خان قاتل د مصطفی صغیر په نوم یو انگرېز اجنټ وو، چي د انگرېزانو له یوه مخکي چمتو سوي پلان سره سم ئې د امیر په شاوخوا کښي له نفوذ لرونکو عناصرو [موخه نادرخان دئ] سره په ملگرتیا تر سره کړی وو او بیا په تُرکیه کښي د اتاتُرک د ترورولو مخکي ونیول سو او د تحقیقاتو پر مهال ئې د امیر حبیب الله په قتل اعتراف کړی وو.

دا ټول قراین او شواهد ښيي چي د امیر حبیب الله په دربار کښي کوم گوند د “سری” په نوم نه وو. نو “غبار” د کومو اسنادو او شواهدو پر بنسټ او د دربار سره د کومي اړیکي له مخي د داسې يوه گوند په شتون خبر وو، چي ان مستوفي الممالک (د امير شهيد د استخباراتو مشر) د ارگ دننه د خپلو ټولو نارینه او ښځینه جواسیسو په درلودلو سره هم پر خبر نه وو، خو “غبار” ئې په اړه پوهېدئ او خبر وو چي هماغه گوند د امیر د وژلو پرېکړه کړې وه!؟

دلته د ارواښاد حبيبي دا خبره د پاملرني وړ ده چي د غبار د تاريخ ليکنې په اړه ئې ليکلې وه: “هغه په تاريخ ليکنه کښي یو ځانگړی سبک درلود، چي تاريخي پېښي ئې تل د خپل ځانگړي گټي په پاره د خپل فکري جوړښت سره سم کارولې  او پر دې بنسټ په خپل تاریخ لیکنه کښي یو بې طرفه ناظر نه ښکاري.”

له هغه څه څخه چي ومو لوستل، په ډاگه کیږي، چي د امیر حبیب الله خان په دربار کښي کوم «پټ گوند» شتون نه درلود او له دې چي غبار په بند قرغه کښي د شاه امان الله د وژنې په قضیه کښي ښکېل گنل سوی وو او درې کاله د امنیت د وزیر شجاع الدوله تر څارني لاندي وو؛ یاد نکل ئې داسي رامنځته کړی دئ چي د امان الله څخه د ستایني په لړ کښي هغه د خپل پلار وژونکی وښیي، حال دا چي د امیر حبیب الله قاتل یو بل کس “مصطفی ساغر” هندي الاصله برټانوی جاسوس وو.

 

اخځلیکونه:

[۱]: غبار، میر غلام محمد، افغانستان در مسیر تاریخ (۱۳۴۶ل)، ۱/۷۲۵مخ.

[۲]: غبار، هماغه اثر، ۱/۷۴۱مخ.

[۳]: غبار، هماغه اثر، ۱/۷۴۵مخ.

[۴]: هزاره، فیض محمد کاتب، سراج التواریخ (کابل: ۱۳۳۱ هـ)، ج۴/ب۳،  ۶۶۳مخ.

[۵] کاظم، سید عبدالله “اسرار نهفته قتل امیرحبیب الله خان…” (د مقالو آرشیف، د افغان جرمن آنلاین).

[۶]: پوپلزی، عزیزالدین وکیلي، سلطنت امان الله شاه و استقلال مجدد افغانستان (کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه، ۱۳۶۴ل)، ۱/ ۱۴۹-۱۵۱مخونه.

[۷]: غبار، هماغه اثر، ۱/۷۴۶مخ.

[۸]: غبار، هماغه اثر، ۱/۷۲۶مخ.

[۹]: غبار، هماغه اثر، ۱/۸۰۳مخ.

[۱۰]: غبار، هماغه اثر، ۲/۳۰مخ.

[۱۱]: حبیبي، عبدالحی، جنبش مشروطیت در افغانستان (کابل: ۱۳۶۳ل)، ۱۳۸مخ.

[۱۲]: کاظم، سید عبدالله “توضیح مختصری به داکتر سید خلیل الله هاشمیان…” (د مقالو آرشیف: د افغان جرمن آنلاین).

[۱۳]: حبیبي، هماغه اثر، ۱۳۵مخ.

[۱۴]: پوپلزی، هماغه اثر، ۱/ ۷۸-۷۹مخونه.

[۱۵]: پوپلزی، هماغه اثر، ۱/ ۷۸-۷۹مخونه.

[۱۶]: پوپلزی، هماغه اثر، ۱/ ۱۲۶مخ.

[۱۷]: پوپلزی، هماغه اثر، ۱/ ۶۰مخ.

[۱۸]: پوپلزی، هماغه اثر، ۱/ ۱۳۰مخ.

 

لیکوال: کاندید اکاډیمېسن اعظم سیستانی: د (۱۳۹۹ل) کال د زمري (اسد) د میاشتي (۲۳مه) نېټه، د (۲۰۲۳ز) کال د اگسټ د میاشتي (۱۴مه) نېټه.

ژباړه او ډېروني: حُسن بارک شاغاسی: د (۱۳۹۹ل) کال د زمري (اسد) د میاشتي (۲۶مه) نېټه، د (۲۰۲۳ز) کال د اگسټ د میاشتي (۱۷مه) نېټه.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!