منډيګک
افغان تاريخ

د نړيوال تاريخ يو کړکېچن عکس

د نړيوال تاريخ يو کړکېچن عکس
0 446
د تاريخ نامتو عکاس هوين کونګ اوټ چي په نيک اوټ مشهور دئ، په۱۹۵۱ع کال کي زېږېدلی دئ، نوموړي شپاړس کلن وو چي ورور ئې (هوين تان مای) په داسي وخت د ويټنام په جنګ کي مړ سو چي د اسوشيټيډ پريس د عکاسۍ په برخه کي ئې کار کاوه، د ورور د مرګ وروسته دغه دنده ده پر مخ وړل، همدارنګه اوټ د ټوکيو، جنوبي کوريا او نورو جګړو عکسونو هم ګڼو رسنيو ته لېږل چي په دې کار کي درې واره زخمي سوی هم دئ.
نوموړی هغه وخت د عکاسۍ اتل سو چي د ويتنام په جنګ کي ئې د يو ۹ کلني لڅي نجلي او نورو ماشومانو داسي عکس ونيوه چي له بمباره او اوره څخه دخلاصون په نيت منډي وهي، دغه عکس نړيوال شورماشور جوړ کړ خو امريکايانو کوښښ وکړئ چي عکس جعلي وښيي چي تر ډېره ئې نړۍ په همدې خبرو اخته کړې وه خو وروسته مالومه سوه چي په ويتنام کي تر دې بدتري پيښي سوي دي، او عکس هم يو له دغو بدمرغو پيښو څخه دئ. ددغه عکس چاپېدل تر ډېره په امريکا کي ناقانونه و، خو کله چي دغه عکس پولټيزر جايزه وګټل امريکا ئې هم له مخالفته لاس واخيست.

The “Napalm Girl” is Helping Child Victims of War

The "Napalm Girl" photo changed the way the world looked at the Vietnam War. That girl, Kim Phúc, is now in her 50s and helping other child victims of war around the world.

Geplaatst door Brut op Vrijdag 7 juni 2019


کله چي اوټ په ۱۹۷۲ ع کال دغه عکس واخيست، اسوشيټيډ پريس ئې د چاپ پرېکړه وکړه چي عکس بايد په داسي ډول خپور سي چي د ماشومانو عورت پټ وي خو اوټ په خپل عکس کي د هر ډول لاسوهني مخالف وو چي وروسته عکس په همهغه ډول خپور سو چي څنګه اخستل سوی و، اوټ وايي:
” که څه هم دا د شلمي پېړۍ پېغور و خو ما دا پېغور ځکه خپور کړ چي د جنګ اصلي څېره ښکار کړم”.
د نړيوال تاريخ يو کړکېچن عکس

د ویټنام جنګ:
د ويټنام جنګ له ۱۹۵۹ع کال څخه تر ۳۰ اپرېل ۱۹۷۵ پوري روان خونړی سوړ جنګ وو چي د امريکا په ماته او روس په ګټه پای ته ورسېد، په جنګ کي د جنوبي ويتنام تر شا امريکا، جنوبي کوريا، تهايي لينډ او اسټرليا ولاړ وه، د شمالي ويتنام تر شا بيا پخوانی شوروي اتحاد او چين ولاړ وه. په پايله کي ۱۱ لکه شمالي ويتناميان، پنځلس لکه جنوبي ويتناميان، دوه لکه شل زره بهرنيان چي ډېر پکښي امريکايان وه مړه، يوولس لکه زخميان او ګڼ شمېر ښارونه پکښي لولپه سوه، د ۱۹۷۵ ع کال په ۳۰ اپرېل د روس په ملتيا شمالي ويتناميانو د جنوبي ويتنام پلازمينه (سايګون) تر ګوتو کړ او جنګ د روس په ګټه او د امريکا په ماته پای ته ورسېدئ، يو کال وروسته په ۲ جولای ويتناميانو په اتفاق سره دواړه ويتنامه سره يو ځای او مخ د سولي او پرمختګ پر خوا روان سوه.
ددې عکس وروسته د ويتنام پر جنګ مهم فلمونه ګېمونه، سندري او کتابونه وليکل سوه چي په عکسونو کي ئې همدا ننۍ عکس او په سندرو کي ئې” I-Feel-Like-I’m-Fixin’-To-Die Rag” سندره مشهوره سوه چي اوس هم په نړيوالو لاريونونو کي پراخ رواج لري.

دغه عکس اوس په بل مخ کي ډېر رواج سوی دئ، چي د رسنيو پر دوه مخيتوب ډېر سم سکښتل سوی دئ.


ياده ماشومه [هوین] چي اوس پېغله او په يوه نړيواله اداره کي کار کوي، وايي:

“دغه پېښه د جنګ اصلي چېره ده او د جنګ هره صحنه داسي یو انځور د خپل ځان سره لري..” 

هوین


يادونه:
که په افغانستان کي مطبوعات/خبريالان وي، دغسي شهکار هنر به د مظلوم رښتنی ږغ تر نړيوالو ژر ورسوي، مګر ماته تر اوسه يوازي لاندي شهکار عکسونه را مالوم دئ او تاسي ته؟

د افغان تاریخ غمونکي عکسونه:

د کندهار د زنګاوات پېښه کي د يوې غمجني کورنۍ غړۍ [؟] چي د کورنۍ غړي يې د يوه وحشي امريکايې لخوا ووژل سول. ۲۰۱۲ع کال

په ۱۳۹۰ل کال کي د کابل پر عاشورا ناسته د بم وروسته ددې کورنۍ يوه غړې، چي عکاس ئې د طلوع نيوز [؟] وو.
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!