منډيګک
افغان تاريخ

د پښتو ادبیاتو تاریخ لیکل

بېټ نيکه چې د بېټني او بټن په نومونو هم ياد شوی، د پښتنو يو ستر او نوميالی نيکه تېر شوی چې د پښتانه شعرا‌ء د لومړي ټوک په ۴۵ مخ کې د دغه لوی نيکه په اړه داسې ليکل شوي دي: «د پښتنو د علم الانساب پوهانو او هغو مورخينو چې اسماالرجال يې ليکلي دي، شېخ بېټنی د پښتو د ډېرو طايفو لوی نيکه بللی دی، او وايي چې دا بېټنی د غرغښت او سړبن ورور وو او پخپله د پښتنو ملي عنعنات هم د دې تصديق کوي.[۱] خو په مورخينو کې لومړی د دې ملي عنني تصديق ابوالفضل د گورگاني پاچا اکبر د عصر مورخ کړې، چې د پښتنو دغه درې پلاره مشهور دي[۲] مگر ددې نيکه نوم مورخينو مختلف راوړي، ځينې يې «بېټ» او ځينې يې «بېټنی» او ځينې يې «بټن» ليکي.
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!