۱۸۰۰کاله وړاندي د پښتنو جامه: نيمه پېړۍ وړاندي بغلان کي دغه ډبرين اثار له يوه غره څخه پيدا سوه چي د کنشکاه دورې پوره اړه لري او اوس کابل ميوزيم کي پرته ده، د پرتوګ دغه ګُيي اوس هم پښتنو کي رواج لري او مورخين دغه مجسمه د ځايي خلګو رواجي جامې ګڼي. له ننه اويا کاله وړاندي دولت له کابله مزار ته سړک تېراوه چي د بغلان د سره کوتل په غونډۍ کي لوی-لوی تيږي مخ ته راغلې، کله چي وکيندل سوې دوه زره کاله وړاندي د يوه عبادت ځای پيدا سو چي د لسو کالو د څېړونو وروسته ښکاره سوه چي دا د باختري دورې د کنشکا باچا سره اړه لري. کنشکا د لرغوني افغانستان ستره پېژندل سوې څېره ده او د کوشانیانو د لړۍ ستر امپراتور و چي د پلار نوم یې [ویما کدفیسزس] او د چين د طرفان څخه تر شمال ختيځ هند او ان تر اوسني پټنې د يوې لوی ملک ځواکمن باچا وو چي په ۱۲۷ع کال کې واک ته ورسېد. کنشکا د واکمنۍ درې دربارونه لرل چي یو یې په اوسنۍ کاپیسا[کاپيسي] [ بګرام]، بل متورا او بل یې په پېښور[پوروشاپورا] کي وو. هغه مهال د نړۍ له څلورو لویو امپراتوریو څخه یوه هم د کوشانیانو امپراتوري وه.
د کنشکا جامې
افغانستان کي د بودا کچکول، ملکيت او تاريخ:
له سوونو کلونو څخه د کندهار ښار په لويديځ کي د ميرويس نيکه په زيارت کي يو دېګ/کچکول پروت وو چي اټکل ۴۰۰کيلو وزن او یو اعشاریه ۷۵ میتره سور لري، شاه امان الله دغه ديګ د اوښانو په مټ کابل ته يوړ او هلته ئې په ملي ميوزيم کي خوندي کړ.
اتيا کاله وړاندي يوه څېړنيزه نړيوال ډله افغانستان ته راغله او له څېړنو وروسته وويل سوه چي:
”تر هغو پوري چي د افغانستان پر اسنادو پوري اړه لري، دغه کچکول اصلاً پخوا په ګندهارا کي جوړ سوی دی. ګندهارا کلتوري سیمه چي کلتوري مرکز یې د ننګرهار اوسنۍ (هډه) سیمه ده، دغه اثر د بودایانو د واکمنۍ پرمهال جوړ سوی”.
د محمدظاهر شاه په دوره کي د هند حکومت غوښته چي د بودا هغه کچکول چي د کابل په موزیم کي دی، دوی ته ورکړي، ځکه چي په مذهبي شکل دوی دغه کچکول د خپل پيغمبر [ګوتم بد/بودا]ګڼي چي د بودا کچکول په بیهار ایالت پوري اړه لري او له هغه ځایه د دوی په وینا نیواکګرو د کنېشکا پاچا پلازمېنې ته او وروسته کندهار ته وړی دی.
د بوداي دين د راهبانو لپاره يو اصول دا دئ چي دوي به په خپل لاس د چا شی نه اخلي د پيسو اخستو حق هم نه لري. يوازي هغه کاسه يا لوښې چي څه پکښي خوړي يا څښي؛ دده ملکيت وي. اوس هم بودايان راهبانوته پخپله ډوډۍ د دوی په کاسو کي اچوي چي وې خوري. دا روايت د بودا ورپاته وو چي کچکول يې دده له مړيني وروسته د منونکو لپاره سپيڅلی سو.
هېره دې نه وي چي کنشکا په پېښور کي د بودا کچکول هم ساته او د هغه دین په خپرولو کي یې د آشوکا په څېر ګامونه پورته کړل.
کنشکا د لرغوني افغانستان ستره پېژندل سوې څېره ده او د کوشانیانو د لړۍ ستر امپراتور ؤ چي په ۱۲۷ع کال کي واک ته ورسېد. نوموړي د واکمنۍ دوه دربارونه لرل چي یو یې په اوسنۍ کاپیسا[کاپيسي] (بګرام) کي او بل یې په پېښور(پوروشاپورا) کي وو، او دغه دېګ له هغه ځايه کندهار ته وړل سوی دئ.
که څه هم د افغانستان ملي موزیم د سیمي له خورا بډایو موزیمونو څخه یو بلل کېده، خو د اوږدې کورنۍ جګړې پر مهال دغه میوزیم کي ساتل شوی نژدې ۷۰ سلنه اثار، چورتالان سول او یا له منځه یوړل سول خو د ښه مرغه دغه دېګ د دروندوالي او بت شکل نه لرولو له امله تر اوسه خوندي پاته دئ او اوس هم د کابل ميوزيم د ښه راغلاست پر ځای ستاسي هر کلی کوي.
د قطر کتابتون وياند the art newspaper ورځپاڼي ته ويلي چي په ۲۰۲۰ع کال موږ د خپلو متخصصینو د نړیوالې ډلي له لارې وموندله چي د کابل څخه ځیني مهمي قرآني نسخې په پاریس، لندن، امستردام او ایران کي د پلور لپاره ايښول سوي دي، دوحې کتابتون ټيم وايي:
«زموږ پام لومړی یوې ښکلي نسخې را وګرځاوه چي یو نادر او ښکلی قرآن کريم چي په لندن کي پلورل سوی او یو عالي او خورا نادر، روښانه قرآن کريم وو».
په دې کتابتونو کي ۱۰/۱۲خطي نسخې دي چي پکښي څو قران کريمونه او نور دي، قطري دولت وايي چي له افغان ملي آرشيف سره ئې اړيکه نېولې خو چا ورته ځواب نه دئ ورکړی.
قطر تر اوسه د ناکامو هيوادونو لکه عراق، لېبيا او افغانستان ګڼ تاريخي اثار نيولي چي د دوی په خوله چي موخه یې د افغان میراث ساتنه ده.
د افغان ميوزيم ورک سوی قران کريم
چور سوی بتان او نور چي پاته برخه ئې طالبانو له منځه يوړله.