منډيګک
افغان تاريخ

د کلات جنګي کلا او بالاحصار

0 835

د زابل ولايت مرکز کلات ښار په منځ کي کلا او بالاحصار د افغانستان د هغو کروړو کلاوو څخه يوه ده چي د جوړېدو کال ئې نه دئ کره، خو د امير تيمور لخوا د نړېدو خبره ئې تاريخي ارزښت ډېروي او ځيني ئې د سکندر په کلا هم يادوي. دغه کلا وروسته د شاه حسين هوتک لخوا ودانه او برجوره سوه خو د امير دوست محمد او وروڼو په جګړه کي بيا ورانه سوه، بيا د جوړي کولو وروسته بيرته ورغول سوه[غبار].

د کلات بالاحصار پر پر سر د کلات بابا مزار
دا مشهور عارف او متقي شاعر د پښتنو غورياخېلو څخه دى چي د شيخ عباس زوى او د خرښبون لمسى و. نوموړي مشهوره كورنۍ د خرښبون تر مرګ وروسته په ارغسان، پښين او پېښور كي سره خپره سوه چي د پېښور څخه بيرته د كندهار د ترنك غاړو ته ولاړل. شيخ متي په ۶۳۳ هجري قمري كال زېږېدلى او د ۶۵ كالو په عمر د ترنك په غاړه په ۶۸۸ هـ كال وفات سوى دى چي مزار يې تر اوسه زابل کي پر يوه غونډي كي چي كلات يې بولي سته او دى په كلات بابا مشهور دى. نوموړى خپل ژوند هم د ترنك پر غاړه د غونډان په غره او د كلات په حدودو كي تېر كړى دئ.

د رواياتو د مخه چي د سردار شېرعلي خان په وخت کي برخليک ټاکونکی رول ته په پام سره ښايي د والي شېرعلي خان خان لخوا دلته نظامي [غونډ] اچول سوی وي؟
د يوې انګرېزي ليکني له مخه په دوهمه افغان انګليس جګړه کي دې کلا کي د انګرېزي لښکرو اوه زره تنه له دې امله اوسېدل چي د کابل لاري واورو بندي کړي وې، ليکوال له دې کلا سر ټکوي چي د لوجيستيک برخه ورپورته کول ئې ستونزمن دي او ۲۸۰۰ اوښانو ئې ژوند د لاسه ورکړی دئ. تاريخونه د کلا جالب ځايونه؛ د معمارۍ نادر څلی، سلاح کوټ، له لرګينو تختو څخه جوړي دروازې او نور ګڼي. د غونډۍ پر سر د اوومي هجري پېړۍ نامتو شاعر شېخ متي هم ښخ دئ او ويل کېږي چي سر ته ئې چينه وه.
د محمد ظاهر شاه په وخت کي د جنرال شېرمحمد بهسودي په لاس کلا ته سړک او د اوبو نل ور پورته سو او د امريکايانو د يرغل پر مهال؛ بمبار کلا ته زښت ډېر زيان واړاوه، په ۲۰۱۱ع کال کي چي ما دغه غونډۍ وليده، د مېلو او نورو اولسي ناستي له امله ډېر پيته سوې او له خپله حالته وتونکې ښکارېده، بايد ووایم چي دې کلا له جګړو د مخه شاوخوا ځنګليزي وني لرلې خو اوس سپېره ډاګ دئ. د زابل له ځوان مرستيال والي او نورو زابلي ملګرو هيله کېږي چي ددې کلا او غونډۍ د ساتلو فکر دي ولري، او يا دي ئې د موزيم کېدو تلاښ وکړي. کنې غصب کوونکي به ئې ډېر ژر تر ګوتو او څه موده وروسته خرڅي کړي.
ددې ابداتو د ساتلو اسانه فورمول دا دئ چي په ولايتي کچه چي کومي کلچې، چاکلېټ او لنده مېوه خوړل کېږي، که ددغو پر ځای ساده پلمېټ وکاروي او بوديجه ئې پر ساتنه ولګوي، هر څه به سم سي.

په لندني ګرافيک ورځپاڼه کي ددې کلا انځور
د زابل ولایت مرکز کلات بابا غونډۍ ٧٠ کاله پخوا

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!