منډيګک
افغان تاريخ

زاویة الافغانیه

زاویة الافغانیه ( په یافه کي افغاني خانقاه)
1 1،705

زاویة الافغانیه

( په القدس کي د افغانانو څلورسوه کلنه خانقاه) 

بسم الله الرحمن الرحیم

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم

په ۲۰۰۶ع کال چي مي د ” کندهاري وروڼه” په نامه خپل کتاب کیښ، د موادو د راغونډولو پر وخت مي د علامه محمود طرزي (۱۸۶۵ ــ ۱۹۳۳ع) په آثارو کي دده یوه سفرنامه چي ” سیاحت سه قطعه روی زمین” نومېږي، د دوهم وار له پاره ولوستله او په هغې کي مي د” زاویه افغانی” ، ” تکیه افغانی” یادونه هم تر نظر تېره سوه او پخپل تر لیک لاندي کتاب ( ۱۳۵مخ)کي مي هم اشاره ورته وکړه.

تر دې وروسته مي هر وخت تلوسه وه چي ددې زاویې (خانقاه) په باب نور څه هم لاس ته راوړم. سږکال (۲۰۲۲ع) زما تېروني دوست الحاج سید احمد موسی حج عمرې ته د سفر پر مهال له بیت المقدس څخه پیغام راولېږه چي ” زاویة الافغاني” اوس هم فعالیت لري او دی ورغلی وو. په جواب کي مي د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو سپارښتنه ورته وکړه. ده هم سمدستي د خانقاه له شیخ او نورو مسئولینو سره تر کتني وروسته یو لړ معلومات او عکسونه د وتساپ له لاري راولېږل. دده معلوماتو او زما نورو یاداښتو دغه ستاسي مخ ته پرته رساله وزېږوله.

د زاویة الافغانیه د شیخانو کورنۍ ټول افغانان دي او اوسنی شیخ ئې ځان تره کی پښتون بولي. د زاویې زیاتره غړي هم ځانونه افغانان  معرفي کوي خو د وروستیو نسلو ژبه، نومونه، دود دستور، جامې او نور هر څه د نورو مهاجرینو په شان د هماغه محیط تر اغېزې لاندي او له ځایي خلکو سره د خېښیو له اسیته بدل سوي او د چا خبره عربي سوي دي، خو د شاباسۍ ځای ئې دادئ چي تر درې څلور سوه کلونو وروسته لا هم ځانونه پښتانه او افغانان بولي.

زه هیله من یم چي ددې رسالې ښاغلو لوستونکو ته به  زما ددغه وړوکي زیار لوستنه گټوره تمامه سي.

محمد معصوم هوتک

آټاوا ــ کاناډا

۲۵ اکتوبر ۲۰۲۲ع

قدس شریف

په لغتنامه دهخدا کې کښلي دي چي قُدس د لویدیځ اردن له ښارو څخه یو ښار دئ. دا ښار د یهودو، مسیحیانو او مسلمانانو په نظر مقدس او د درناوي وړ ښار دئ چي د” یافه” په جنوب ختیځ کي د پنځوسو میلو په فاصله  د شنو تپو پر سر پروت دئ. د مسلمانانو لومړۍ قبله (مسجد اقصی) په دغه ښار کي واقع ده. ویل کېږي چي دا ښار یبوسیانو چي یو کنعاني ملت وو، ودان کړ او “یوریشلیم” ئې وباله. (یبوسیان د کنعانیانو یوه طایفه وه چي د یوروشلیم ښار په غرنیو سیمو کي اوسېدل. (دهخدا) ویل کېږي چي ددې ځای اصلي اوسېدونکي د عربستان لومړني عرب قبایل ول چي وروسته د کنعانیانو په نامه مشهور سول. له هغې زمانې څخه دا ښار د عبادت مرکز او د ټولو ابراهیمي ادیانو په نزد د احترام وړ ښار دئ.

الاقصی جومات
الاقصی جومات د قدس د مذهبي ودانیو څخه تر ټولو مشهور او مهم مسجد دي چی د قدس په ختیځ کی د الحرم القدسي الشريف پر غر باندی پروت دي. الاقصی په جومات کی ۵۰۰۰ خلک لمونځ کولای شی. په ۱۹۶۷ کال کی د قدس د ختیځ سیمه د صهیونیست د رژیم لخوا ونیول سو.

اسلامي تاریخ راته وایي چي د حضرت عمررض د خلافت په وخت کي د شاماتو حکمران ابوعبیده جراح ته د خلیفه له خوا یو لیک ولېږل سو او ورته امر وسو چي د بیت المقدس د فتح له پاره تیاری ونیسي.(د بیت المقدس نوم باید د میم په زور (فتحه) او د دال په زېر (کسره) تلفظ سي. د میم په پېښ (ضمه) او د دال په تشدید تلفظ ئې غلط مشهور دئ.)

ابوعبیده د بیت المقدس اوسېدونکو ته لیک واستاوه او په هغه کي ورته ولیکل چي یا د اسلام دین ومني یا جزیه ورکولو ته غاړه کښېږدي. که دا دوه کاره نه کوي نو جگړې ته دي تیاری ونیسي. د ایلیا (ایلیا د بیت المقدس یو بل نوم دئ ( دهخدا) اوسېدونکو دا غوښتنه و نه منله او ابوعبیده هغه لور ته لښکرکشي وکړه.د ښار دېوالو له رسېدلو سره سم سخته جگړه ونښتله او ډېر دوام ئې وکړ.په پای کي د ایلیا لښکریانو ابوعبیده ته د سولي پیغام واستاوه او د سولي له پاره دوهم خلیفه پخپله شام ته ورغئ او د بیت المقدس خلکو جزیه ومنله او ښار ئې مسلمانانو ته تسلیم کړ.د بیت المقدس بشپړه فتح د هجرت په شپاړسم کال کي پېښه سوې ده.

صلیبي جنگونه په همدې ښار کي پېښ سوي دي او صلیبیانو په ۱۰۹۹ع کال کي القدس ونیاوه، خو صلاح الدین ایوبي (۱۱۳۷ ــ ۱۱۹۳ع ) په ۱۱۸۷ع کال بیرته ونیو. ددې ښار تصرف له ۱۵۱۷ع کال وروسته د تُرکانو په لاس کي او د استانبول تر مستقیمي ادارې لاندي وو. د عربو او اسرائیلو تر جگړې (۱۹۴۷ ــ ۱۹۴۹ع) وروسته ددې ښار ډېري برخي د اسرائیلو له خوا ونیول سوې او پایتخت ئې ورته رانقل کړچي اوس ئې موږ د تل ابیب په نامه پېژنو.د تل ابیب ښار رسمي نوم تل ابیب ــ یافه دئ چي په حقیقت کي د تل ابیب او یافه په نومو د دوو ښارونو څخه اخیستل سوی دئ.

یافه ــ جافه

یافه  ښار تر میلاد څورلس سوه کاله پخواد کنعانیانو له خوا تاسیس سوی وو. د عربو او اسرائیلو ترمنځ د ۱۹۴۸ جنگ پخوا دا ښار د فلسطین عربي ښار او سیاسي،فرهنگي او اقتصادي مرکز وو چي د ۱۹۵۰ع کال راهیسي د تل ابیب په حوزه کي شامل ښار دئ او له تل ابیب ښار څخه ئې واټن څه دپاسه شپږ کیلومتره کېږي. وگړي ئې یهودیان، مسیحیان او مسلمانان دي. بیت المقدس د یافا د ختیځ په پنځه شپېته کیلومتري کي پروت دئ.

زوړ يافه ښار

خانقاه

په غیاث اللغات کې خانقاه ( د نون په زوَر) د مشایخو او دروېشانو د استوگني ځای بللی دئ او زیاته کړې ئې ده چي دا کلمه د ” خانگاه” مُعَرّبه بڼه ده. د فارس خلک ئې د نون په سکون هم تلفظ کوي.

په لغتنامه دهخدا کي ئې د خانقاه په باب د غیاث اللغات نقل قول راوړی دئ او ورپسې ئې خورا اوږده څېړنه کړې ده چي یوه برخه به ئې دلته په آزاده توگه د عباراتو په یوڅه بدلون پښتو ته راواړوم او خپل معروضات به هم پر زیات کاندم:

خانقاه هغه ځای دئ چي دروېشان او مشایخ پکښې اوسي او عبادت پکښې کوي. صومعه، عبادتگاه ، تکیه ، استانه ، زاویه او رباط ئې هم بولي. جمع ئې ” خوانق، خانقاهات” ده.

خانقاه د ځینو څېړونکو په نظر د فارسي ژبي کلمه ده او اصل ئې ” خونگاه” ده . خونگاه هغه ځای ته ویل کېده چي سلطان به مړۍ پکښې خوړله. خو نن خانقاه د صوفیانو استوگنځي ته وایي. ویل کېږي چي د دغه راز استوگنځيو څرک موږ  تر شپږمي هجري پېړۍ پخوا نه لرو او لومړنۍ خانقاه په مصر کي د سلطان صلاح الدین یوسف (۱۱۳۷ ــ ۱۱۹۳ع ) په زمانه کي جوړه سوه. دغه سلطان د خانقاه پر ودانولو سربېره د سالکانو له پاره ټاکلې اندازه خواړه او د لاري خرڅ او څوری هم وټاکه.

ځیني نور څېړونکي بیا د خانقاه جوړېدل څلرمي هجري پېړۍ ته غځوي او وایي چي د عبادت له پاره لومړۍ خانقاه دیوه اصحابي چي زید بن صوحان بن صرة نومېده،په لاس جوړه سوه . ده د بصرې ځیني خلک ولیدل چي نه ئې کوم تجارت او زراعت درلود او نه ئې بله گټه وټه درلوده، خو د حق سبحان عزوجل عبادت ته ئې ژوند وقف کړی وو او په آرام زړه او خیال ئې د محبوب ازلي پرستش کاوه. ده د دغو کسانو له پاره یو کور وټاکه او د خوړو د انتظام سرښته ئې ورته وکړه.

یو روایت داسي هم سته چي په اسلامي عصر کي لومړۍ خانقاه هغه زاویه وه چي د بیت المقدس په “رمله“کي جوړه سوې وه.

ویل کېږي چي حضرت معاویه به په عراق کي خپلو امراوو او په تېره بیا زیاد ته امر کاوه چي ” ابن سبیل، فقیران او ذوی الحاجة” ته مرستي ورسوي .

د خانقاه تاسیس او د مساکینو او متصوفینو د راغونډېدلو د ځای په توگه د هغې دود او رواج د اسلام د مقدس دین تر راتگ څو پېړۍ وروسته منځ ته راغلی دئ، خو دا دود او دستور  د آنحضرت د زمانې له ” صفه” سره ورته والی لري. صفه هغه ځای وو چي بېوزله صحابه کرام به پکښې راغونډېدل. که به داسي یو څوک مدینې ته راغئ چي هلته به ئې د استوگني ځای،دوست ، آشنا او ټاټوبی نه درلود، صفې ته به ولاړ او هورې به ئې واړول.

   د خانقاوو په جوړېدو کي څو گټي پرتې وي. لومړی دا چي د بېوزلانو له پاره د استوگني ټاټوبی وو. بل دا چي د متصوفینو د اجتماع او عباداتو مرکز وو. دوی به په خانقاه کي مشترک عبادتونه، مجلسونه کول او په ظاهر او باطن کي به ئې دغه ځای د یو بل له پاره د اتحاد او اتفاق مرکز گڼل کېده. په خانقاه کي به ئې ترمنځ مینه، محبت او قلبي اړېکي سره ټینگېدل . ددوی دغه صمیمیت او قلبي نزدېکت به پر نورو وگړو هم مثبته اغېزه ښندله.

خانقاه ځان ته ټاکلي اصول لرل اولري یې .په خانقاوو کي اوسېدونکي دوه رازه خلک وي. یوه  ډله  ئې پردېسان او بله ئې همېشني استوگن (مقیم) دي. صوفیانو چي به په سفر ووتل، هڅه به ئې کوله چي خانقاوو ته تر لمر لوېدو دمخه ځان ورسوي. خانقاه ته له رسېدلو سره سم به ئې دوه رکعته نفل ادا کړل او بیا به ئې له حاضرینو سره روغبړ کاوه. معمولا به ئې د مقیمو کسانو له خوا تر مړۍ راوړلو دمخه خبري نه کولې. که به چا ونه پوښتل ، څه به ئې نه ویل. په خانقاه کي به ئې تر درو ورځو تېرولو دمخه له هغه ځایه تر هغو پوري دباندي نه وتل چي د سفر له ستړیاوو څخه به ئې د باطن حالات آرام موندلی نه وو او د مشایخو د لیدلو کتلو له پاره به آماده سوي نه ول. له خانقاه څخه به د دغه ځای د مسئولینو له اجازې پرته نه وتل. نوو راتلونکو ته به د خانقاه خادم لازم خدمات برابرول. که به نوي راغلي کسان د صوفیانو له رسم و رواج سره نااشنا ول، خادم به ورته د حقارت په سترگه نه کتل او له خانقاه څخه به ئې نه منع کول. خانقاه ته که به داسي کسان راغلل چي ددې مقام صلاحیت به ئې نه درلود، خادم به تر مړۍ ورکولو وروسته په ښه خوله جوابول.

منځنی ختيځ کي يوه خانقاه

په افغانستان  ایران او ځینو عربي هیوادو کي ځیني سیمي او کلي هم د خانقاه په نامه یادېږي .

زاویة الافغانیه

( په یافه کي افغاني خانقاه)

دعثماني امپراتورۍ پر وخت یافه د نړۍ د ډېرو هیوادو د زایرینو، صوفیانو، دروېشانو او پردېسانو د ورتگ شاهده وه. ددغو پردېسانو له پاره بېلابېلي ” زاویې” یا ” رباطونه” جوړ سوي ول او په هغو کي به د پردېسانو او زایرینو له پاره د ژوند لومړنۍ اړتیاوي او د استوگني کوټې مهیا وې. (زاویه په لغت کي کونج ته وایي او په اصطلاح کي خانقاه، تکیه خانې، رباط او استانې ته ویل کېږي.)

هري زاویې به یو مشر او څو خادمان درلودل. وایي چي د اسرائیلو له خوا ددې سیمي تر اشغال پخوا دلته د اسلامي نړۍ د مختلفو اقوامو په نامه څه دپاسه څلوېښت زاویې وداني وې.” زاویة الافغانیه” له دغو زاویو څخه یوه زاویه (خانقاه) ده چي تر اوسه ( ۲۰۲۲ع کال) پوري فعاله ده.


زاویة الافغانیه
( په یافه کي افغاني خانقاه)

ددې زاویې تېر تاریخ او حالات موږ ته معلوم نه دي، خو د هغې پر موجوده ډبرینه لوحه باندي ئې ( ۱۰۴۳هـ) سنه دوه واره ( لاندي ـ باندي)کښلې ده او گویا دا ئې د تأسیس کال دئ. دا کال له ۱۶۳۳ع کال سره برابر دئ. پر دغه وخت د عثماني امپراتورۍ اووه لسم پاچا څلرم سلطان مراد د واک پر تخت ناست وو. دده د پاچهۍ دوره ( ۱۶۲۳ ــ ۱۶۴۰ع) کلونه ول. په دې حساب نو د زاویة الافغانیه د تاسیس کال د څلرم سلطان مراد د پاچهۍ لسم کال وو.

سلطان مراد د عثماني امپراتورۍ په واکمنانو کي یو مقتدر سلطان او خلیفه وو چي د ” صاحبقران فاتح بغداد غازي” لقب ئې درلود. دده په وخت کي قفقاز، آذربایجان، ایروان، تبرېز، بغداد او بین النهرین فتح سول او صفویانو ته ئې دوه واره ماتې ورکړه. یوولس کلن وو چي پاچا سو. لکه وړاندي چي مو وویل د موجودو اسنادو او مدارکو او زاویې د مدخل پر سر باندي د اوسنۍ لوحې له مخي “زاویة الافغانیه” دده د سلطنت پر وخت تاسیس سوې وه.

د ډبریني لوحې په منځ کي ئې کښلي دي :

” بسم الله الرحمن الرحیم .  هذه زاویة مولانا و سیدنا قطب العارفین و سلطان الاولیاء اجمعین الشیخ عبدالقادر الجیلانی قدس الله العزیز. سنه ۱۰۴۳”.

د اوسنۍ لوحې له مخي ویلای سو چي د زاویې د شیخانو طریقه غوث الاعظم شیخ عبدالقادر جیلاني ته منسوبه طریقه وه.

زاویة الافغانیه په اووه لسمه پېړۍ کي له سره بیا ودانه او پراخه سوه او د هغه وخت د القدس د والي له خوا د هغو حجاجو او زایرینو له پاره وقف سوه چي له افغانستان څخه به ورتلل. د زاویې له اوسنیو شیخانو سره هغه فرمان سته چي د افغاني حجاجو له پاره ئې د سړي پر سر د ورځي دوه رطله ډوډۍ او زیتون غوړي حواله سوي ول. (یو رطل له تقریباً نیم کیلوگرام سره برابر دئ.)

د فرمان متن: 

قدوة الأماجد والأعیان متسلمنا بالقدس الشریف حالاً، مصطفی اغا زِیدَ مَجدُه، 

بعد التحیة والتسلیم نُحیطُ عِلماً بهواننا ابتغاءً لوجه الله تعالی و عملاً بأحادیث سیدنا رسول الله صلی الله علیه وسلم قد أنعمنا برطلین خبز و اوقیتین زیت یومی علی رافعین مرسومنا هذا دراویش الأفغان سلیمانی کابلیة القاطنین فی مدرسة القادریة بالقدس الشریف. فبناءً علی ذلک اصدرنا لکم مرسومنا هذا علی یدهم فالمراد بوقوفکم علیه، تدفعوا لهم الرطلین خبز واوقیتین زیت یومی و تکون جاریة من غیر الانقطاع إلی ماشاء الله تعالی اعلموه و اعتمدوه غایة الاعتماد فی … ۱۲۲۴ امیر الحاج یوسف والی

په مکه معظمه کي د رباط افغاني تاسیس هم د همدغو زاویو د لړۍ یوه کړۍ ده. (د رباط افغاني په باب وروستۍ خبري زما د هغي لیکني یوه برخه ده چي د ” رباط افغاني هم خرڅ سو” تر نامه لاندي مي په ۲۰۰۱ع کال خپره کړې ده. ( م.هـ) لوستل ئې دلته

رباط افغاني د دوه نیمو سوو کالو راهیسي د حج په موسم کي د بې وزلو افغاني حاجیانو ټاټوبی وو . دا ودانۍ د لوی احمدشاه بابا په امر و سپارښتنه جوړه سوې وه چي په تاریخي متونو کي پر رباط افغانيسر بېره دحاجی خانه او سلیماني کاروانسرایپه نومو هم یاده سوې ده . علامه عبد الحی حبیبي د افغانستان په تاریخي پېښلیک کي د ۱۱۷۰ ق کال د پېښو په ترڅ کي د دغي ودانۍ نامه ته داسي اشاره لري:

په مکه کي د افغاني حاجیانو له پاره سلیماني کاروانسرای د احمدشاه په امر حاجي عبدالکریم بارکزي او حاجي محراب خان نورزي جوړ کئ . (ربیع الاول غره ۱۱۷۰ ق .

میر غلام محمد غبار او ډاکټر گنداسنگه هم دغه خبره تاییدوي.

(وگ : غبار ـ احمدشاه بابا افغان – صفحه ۱۷۴ چاپ ۱۳۲۲ ش کابل ـــ گنداسنگهـ ــ دراني احمدشاه ۴۴۹ مخ ۱۳۶۶ ش کابل)

رباط افغاني

 دا رباط یا حاجي خانه د اعلیحضرت نادرشاه په پاچهۍ کي له سره بیا ترمیم سوه او د سردار محمد داودخان په جمهوریت کي د کندهار یوه دیانت پېشه سوداگر مرحوم حاجي ملا عبدالحق (مشهور په حاجي مُلا) له خپلي شخصي پانگي څخه ښه زیاتي پیسې د دغه رباط په ودانولو او ترمیمولو ولگولې . د رباط افغاني د پخواني شکل و جوړښت په باب زه (م.هـ)پر لیکلو مدارکو پېښ سوی نه یم خو ما چي په ۲۰۰۱ع کال کي دغه ودانۍ ولیدله، د یوه سرای شکل ئې درلود په منځ کي یوه صفه (تنگاچه) وه او شا ته ئې څو خوني پرتې وې .

(لوی احمد شاه بابا د پاني پت تر جگړې وروسته عثماني پاچا سلطان مصطفی ثالث ته په اوږده لیک کي د خپل جلوس او په هندوستان کي د خپلو فتوحاتو په باب معلومات ورکړي دي او د لیک په پای کي ئې په مدینه منوره کي ئې پخپل لگښت د یوه مسجد د ودانولو غوښتنه هم  ځني کړې ده خو دې غوښتني ئې د عمل جامه وا نه غوستله.  وگ : نامه احمد شاه بابا بنام سلطان مصطفی ثالث عثمانی ــ تعلیق و تحشیه  غلام جیلانی جلالی، صفحه ۸۳، دانش ټولنه، طبع دوم، ۱۳۸۳هـ ش)

د زاویة الافغانیه په اوسنۍ ودانۍ کي یو منار او څو نور تاسیسات د عثماني زمانې له وختو سالم پاته دي.

لکه مخکي چي مو هم وویل دا زاویه د خپل تاسیس په لومړي سر کي د ” مدرسة القادریه”،” زاویة القادریه” او “زاویة الافغانیه ” په نومونو جوړه سوې وه او ویل کېږي چي زیات و کم دوې پېړۍ د همدې طریقې پیروانو ئې د سرښتې چاري پر مخ وهلې. تر دوهم ترمیم وروسته ئې د شیخانو طریقه شاذلیه ته اوښتې ده چي وروسته به پر وږغېږم، خو د زاویې دروازه د ټولو طریقو د پیروانو پر مخ خلاصه ده.

ددې زاویې د تېر حال په باب کوم اسناد او مدارک په لاس کي نسته خو د تاسیس تر زمانې یو سل و شپږ اویا کاله وروسته د زوایې له اوسنیو مشرانو سره همدغه یو فرمان سته چي په ۱۲۲۴هـ ق کال صادر سوی دئ. ۱۲۲۴ ق کال له ۱۸۰۹ع کال سره برابر دئ.

د زاویة الافغانیه اوسنی موقعیت د القدس د زاړه ښار د مسلمان نشینو په برخه کي د حرم الشریف شمالي لوري ته په “برقوق کوڅه” کي ښوول سوی دئ. دا کوڅه د سلطان برقوق نامه ته منسوبه ده.سلطان الظاهر سیف الدین برقوق په مصر کي “مملوک برجی” د کورنۍ لومړی سلطان وو چي د دوه واره سلطنت دوره ئې ( ۱۳۸۲ ــ ۱۳۸۹ع) او ( ۱۳۹۰ــ ۱۳۹۹ع) ښوول سوې ده. د اوسنۍ وانۍ دروازه له مځکي څخه درې زینې لوړه د یوه شیشک (طاق) په منځ کي ولاړه ده. دواړو خواوو ته ئې د ډبرو چوکۍ پرتې دي او پر سر ئې پر یوه ډبره باندي د زاویې نوم او د تاسیس کال کیندل سوی دئ. په زاویه کي دننه مسجد، د اوسېدلو او تدریس کوټې، دفتر او نور لوازم سته چي ټول تاسیسات ئې له ۱۲۲۴ق کال راهیسي د افغاني زایرینو له پاره وقف سوي ول او اوس ئې هم تَوَلا د یوې افغاني الاصله کورنۍ په لاس کي ده چي وروسته به پر وږغېږم. 

دپورتني فرمان د صدور کال د عثماني امپراتور دوهم سلطان محمود ( ۱۸۰۸ ــ ۱۸۳۹ع) د سلطنت دوهم کال دئ. ددغه سلطان له مهمو کارنامو څخه په حجاز کي د آل سعود له سلطان سره جگړه ( ۱۸۱۱ع) او په هغې کي د آل سعود د لومړني دولت ( امارت درعیه) ته خاتمه ورکول او پر حجاز باندي د عثماني امپراتورۍ بیا ټینگول دي. ددې جنگونو په باب به لږ څه په تفصیل وږغېږم. ښایي د لوستونکو په درد به وخوري.

په ۱۱۵۷هـ ق = ۱۷۴۴ع کال محمد بن سعود د عربستان په ټاپو وزمه کي خپل امارت تاسیس کړ او د امارت پایتخت ئې “درعیه” وټاکه.(دِرعیه: په سعودي عربستان کي د ریاض په شمال لویدیځ کي د یوه پخواني ښار نوم دئ چي  له ۱۷۴۴ع څخه تر ۱۸۱۸ع پوري د آل سعود د کورنۍ لومړنی پایتخت وو، دا ښار په ۱۸۱۸ع کال د ابراهیم محمد علي پاشا په لاس وران سو. ( ویکیپیډیا)

دا دولت د سعودي عربستان لومړنی دولت وو چي د” امارت درعیه” په نامه بلل سوی دئ او تر ۱۲۳۳هـ ق = ۱۸۱۸ع پوري دوام وکړ.

له دې دولت سره یوې نوي راپیدا سوي فرقې چي وروسته د وهابیانو په نامه وبلله سوه په ۱۱۵۹هـ ق =  ۱۷۴۵ع کي اتحاد وکړ او د آل سعود دولت ته ئې مذهبي تاداو کښېښوو.

ددې فرقې بنسټ ایښوونکی محمد بن عبدالوهاب په ۱۱۱۵هـ ق = ۱۷۰۳ع کال په نجد کي زېږېدلی وو. پلار ئې حنبلي مذهبه وو. ده په دمشق، بغداد او بصره کي تحصیل وکړ. تر تحصیل وروسته ئې په ځینو مسایلو په تېره بیا د توحید په مسئله کي له اهل سنت والجماعت څخه خپله لار بېله کړه او د خپلو عقایدو مخالفان ئې مشرکان وبلل.

محمد بن عبدالوهاب په لومړي سر کي د اهل سنت علماوو د عکس العمل له بېري خپل عقاید په ډاگه نه کړل خو کله چي ئې په ۱۷۴۵ع کال درعیې ته سفر وکړ او ددې سیمي له واکمن ابن سعود سره ئې اتحاد وکړ، نو ددې واکمنۍ سیاسي ملاتړ ورته د خپلو تعلیماتو د خپرېدلو له پاره مناسبه فضا منځ ته راوړه.

د آل سعود دې محلي واکمنۍ او له دې نوي فرقې سره د هغوی اتحاد عثماني امپراتورۍ چي حجاز ئې تر واکمنۍ لاندي سیمه وه، د خطر زنگونه وشرنگول. دا مسئله د۱۲۱۸هـ ق = ۱۸۰۳ع کال پوري د عثماني سلطانانو په نظر یوه سیمه ییزه ستونزه وه او څرنگه چي عثماني امپراتوري په دغه وخت کي له یو شمېر بهرنیو مشکلاتو سره مخامخ وه، دې خطر ته ئې ډېر اهمیت نه ورکاوه. خو کله چي په ۱۸۰۳ ــ ۱۸۰۵ع کلونو کي د آل سعود او وهابیانو بریدونه تر طائف، مکې او مدینې پوري ورسېدل، عثماني سلطانانو ددوی سیاسي اهداف جدي وگڼل او په دغه سیمه کي ئې د خپل حضور له پاره حیاتي خطر وباله. ددې خطر د لیري کولو له پاره ئې  د مصر والي محمد علي پاشا ( ــ ) وټاکه. نوموړی له ۱۸۱۱ع کال څخه تر ۱۸۱۸ع کال پوري وتوانېد چي د آل سعود دغه لومړنی دولت او د هغه ملاتړي وهابیان له درعیې څخه وشړي او حرمین شریفین د هغوی له لاسه وباسي.

زاویة الافغانیه

د” زاویة الافغانیه” یوه مشاهد په ۲۰۱۸ع کال کي خپل مشاهدات د”Sufism in Jerusalem” تر نامه لاندي په یوه لیکنه کي په انگرېزي ژبه خپاره کړي دي چي لنډیز ئې دلته پښتو ته را اړوم.

ددې پنځه سوه کلني زړې زاویې معمارۍ ته که څوک لاندي باندي وگوري نو د چا په ذهن کي د صوفیانه افکارو یاد را ژوندي کوي. د زاویې د غولي په منځ کي له یوې ښکلي فوارې څخه اوبه راغورځي او شاوخوا ئې د خوشبویو گلابو بوټي، د زیتون درختي او د گلانو نور بوټي شنه دي. د غولي جنوبي او لویدیځ لور ته د زیارت کوونکو او صوفیانو د استوگني له پاره یوولس کوټې وداني دي. د اوداسه ځای او نور لوازم ئې د غولي په شمالي کونج کي واقع دي. د غولي په جنوبي خوا کي یوه  پراخه صفه ( تنگاچه) د زایرینو د را غونډېدلو له پاره سته.  د غونډو پخوانی سالون د غولي په ختیځ کي دئ او دوه پوړه لري. کښتنی پوړ ئې له پنځلسمي مېلادي پېړۍ راهیسي ولاړ دئ خو پورتنی پوړ ئې وروسته پر زیات سوی دئ چي اوس د شیخ د استوگنځي کار ځني اخیستل کېږي. د مسجد دوه پوړیزه ودانۍ ئې په جنوب ختيځ خوا کي ده . په غولي کي یو گردی فلزکاره زرغون منار ولاړ دئ.

د زاویة الافغانیه مستحفظ  ابوناصرالافغاني نومېږي چي په قدس شریف کي د الشاذلیه طریقې د مشر شیخ عبدالکریم کشر ورور دئ. دلته د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو کي د ماښام تر لمانځه وروسته خلک د ذکر له پاره راځي. د دې ځای مقتدیان او د طریقې پیروان اروپایي جامې اغوندي او سپیني گردۍ خولۍ پر سر کوي.

زاویة الافغانیه
( په یافه کي افغاني خانقاه)

 

ابو ناصر الافغاني په قدس شریف کي د صوفیزم او شاذلیه طریقې د تېر تاریخ په باب داسي ویلي وو:

په قدس شریف کي له پېړیو راهیسي صوفیانه افکارو اسلامي دین او هویت ته رونق ورکړی دئ. د امویانو، فاطمیانو،ایوبیانو،مِملوکو او عثمانیانو په دورو کي القدس د صوفیانه طریقو او ورسره اړوندو مدرسو، خانقاوو،زوایاوو او رباطونو د پرمختگ شاهد وو. دا تاسیسات د سلطانانو، امیرانو او نورو بډایانو له خوا د اُخروي اجر په نیامت ودان سوي ول.

د عثماني دورې په سر کي له اسلامي نړۍ څخه د غیر عربو هندیانو، افغانانو،د مرکزي آسیا د وگړو، انډونیشیایانو او تُرکانو ډلي پر القدس باندي راماتي سوې چي د هغوی اولادې په همدغو زوایاوو کي پاته دي.

هر قوم به په خپلو اړوندو زوایاوو کي د خپلو هغو طریقو روحاني پېشوایان او شیخان موندلای سوای چي پخپلو وطنو کي به ئې د هماغي طریقې پېروي کوله. د ټولي اسلامي نړۍ زایرین به  د خپلي اتنیکي ټولني د روحاني کړیو له خوا ځای پر ځای کېدل او هر قوم به په دغو زوایاوو کي خپل روحاني پېشوایان موندلای سوای. ورځني عبادات او لمونځونه به ئې په الحرم شریف کي ادا کول خو د صوفیانه طریقو اړوند ریاضتونه به ئې په دغو زوایاوو کي سرته رسول.

په القدس کي د شاذلیه طریقې مشر شیخ عبدالکریم الافغاني خپل زیات وخت په الاقصی کي په عبادت تېروي. دده په غیاب کي به ئې ورور ابو ناصر  زما سره د معلوماتو په راغونډولو کي مرستندوی وو. ده راته وویل چي دا زاویه په اول سر کي د قادریه طریقې په توگه تاسیس سوه خو وروسته د شاذلیه طریقې ته واوښتله. دې اوښتون په صوفیانه مراسمو کي هم بدلون راووست.


زاویة الافغانیه
( په یافه کي افغاني خانقاه)

هر شیخ او هره طریقه خپل شعائر لري او هر صوفي لارښود د تصوف د اساسي عناصرو په خوندي کولو سره خپل خاص ذکرونه، وِردونه ، او نومونه پخپلو حلقاتو کي تکراروي. 

ابو ناصر الافغاني په دې کار ویاړ کاوه چي ددوی ټولنه یوه بشپړه افغاني زاویه پاته سوې ده خو د القدس نور اوسېدونکي هم په ځان کي رانغاړي. ده زیاته کړه چي هره هفته د جمعې ورځي د ماښام په ذِکر کي په اوسط ډول پنځوس تنه ذاکرین حاضرېږي خو د دوشنبې په ماښام کي ئې شمېر د شلو تنو په شاوخوا کي وي.

زاویة الافغانیه د القدس د والي محمد پاشا ( ۱۶۳۲ ــ ۱۶۳۳ع) له خوا تاسیس سوې وه. دا ودانۍ د زاړه القدس په برقوق کوڅه کي واقع ده. د ودانۍ د معمارۍ عثماني بڼه تر یوې اندازې ساتله سوې ده او دا وروستنۍ زاویه ده چي د شیخ عبدالکریم الافغاني تر مشرۍ لاندي  اذکارو او نورو هفته وارو مراسموته دوام  ورکوي او پرڅنگ ئې د معراج د شپې او مولود شریف  مراسم هم تجلیلوي.

په قدس شریف کي له ۴۶ زاویو څخه پر زاویة الافغانیه برسېره “ زاویة الهندیه” او “ زاویة النقشبندیه” هم لږ و ډېر فعالیت لري خو د خوښۍ او شکر ځای دئ چي ” زاویة الافغانیه”  پخپل ټول برم ژوندۍ پاته ده. 

تر دې تشریح وروسته به بیرته خپل اصلي مطلب ته راوگرزم.

زما ( م.هوتک) راوي د زاویې ( خانقاه) د اوسنیو شیخانو له خولې وایي چي د زاویة الافغانیه اساس د القدس د والي محمد پاشا په وخت کي ایښوول سوی وو. په یوه ویډیويي پاڼه کي ددغه والي نوم محمد پاشا ابن سلطان سلیمان پاشا ښوول سوی دئ. زما په گومان ددوی مراد به ددغه دوهم ترمیم او دوهم وار ودانۍ زمانه وي. خو د سلطان سلیمان پاشا د واکمنۍ دوره تر دغي زمانې یو څه وړاندي وه.

ددې زاویې په باب تر دغه وخت یو اتیا کاله وروسته موږ ته په کندهاریو سردارانو کي د سردار رحمدل خان لمسی محمود طرزي بن سردار غلام محمد خان طرزي نسبتاً مفصل معلومات راکوي . د سردار غلام محمد خان طرزي کورنۍ د افغانستان د امیر عبدالرحمن خان (۱۸۸۰ ــ ۱۹۰۰ع) د پاچهۍ په سر کي له وطن څخه فرار ته مجبور سول او په برتانوي هند کي له یو لړ سرگردانیو وروسته د عثماني دولت په موافقه او د انګرېزي حکاموپه اجازه دخپلي کورنۍ له ټولوغړوسره ، چي زلمی محمودطرزي هم پکښې و، په کال ١٣٠٢ هـ ق =١٨٨٥ع کي له کراچي څخه مخ پر بغدادروان سو . شپږ مياشتي ئې په بغدادکي تيري کړې اووروسته ئې دعراق دوالي په سپارښتنه خپله کورنۍ په بغدادکي پرېښووله اوخپل مشرزوی محمودطرزي يې دسفردملګري اوترجمان په توګه له ځان سره ملګری کړاودعثماني ترکيې پايتخت استانبول ته ئې دسلطان عبدالحميد غازي دربارته ځان ورساوه . سلطان ته ئې درنې قصيدې وويلې اودهغه له خوا ورته دمياشتي دوه زره قرشه تنخواه مقرره اوپه سوريه(شام) کي داستوګني له پاره يوه اندازه مځکه ورکول سوه. سردارغلام محمدخان طرزي دوې مياشتي ددولت دمېلمه په توګه په استانبول کي تيري کړې اووروسته سوريې ته ستون سو. خپل زوی محمودطرزي يې په کورنۍ پسي بغدادته ولېږه اوڅه موده وروسته يې کورنۍ هم ورسره يوځای سوه .  په ١٣٠٣هـ ق = ١٨٨٦ع کال يې يوواربيا استانبول ته سفر وکړ او د سلطان عبدالحميد له خواونازول سو . و١٣٠٤هـ ق = ١٨٨٧ع کال په پای کي ئې د حج سفر وکړاودبيت الله شريف په زيارت مشرف سو . د حج فريضې تر ادا کولو وروسته بيرته سوريې ته ولاړ اوپه ١٣٠٦هـ ق = ١٨٨٩ع کال د ( اخلاق حميده ) په نامه يو کتاب وکيښ اودخپل زوی محمودبيګ په لاس ئې د عثماني ترکيې سلطان خليفة المسلمين سلطان عبدالحميد ته واستاوه چي دسلطان له خواوستايل سواويو زر قرشه ئې دده دتنخواه ضميمه کړه او٢٠٠٠ قرشه ئې دمحمود بيګ د سفرخرڅ په نامه ورکړل. په ۱۳۰۸هـ ق = ۱۸۹۰ع کال ئې بیا له  خلیفة المسلین سلطان عبدالحمید خان په اجازه د حرمینو شریفینو د زیارت اجازه واخیستله او په دې سفر کي ئې محمود طرزي له شام څخه تر اسکندریې پوري ملگری وو. محمود طرزي د خپل دغه سفر ورځنی جریان په یوه سفرنامه کي په دري (فارسي) ژبه کښلی دئ چي ” سیاحت سه قطعه روی زمین” نومېږي او په ۱۳۳۳هـ ق = ۱۹۱۵ع کال  په کابل کي د عنایت مطبعې له لاري د کتاب په شکل خپره سوې ده. ددې سفرنامې له ۶۵۰ مخ څخه تر ۶۶۰ مخ پوري په ” یافه” کي د خپلو مشاهداتو بیا ن کښلی دئ چي دلته به ئې پښتولنډیز راوړم.

محمود طرزي لیکي چي د ۱۳۰۸ق کال د ذیقعده په شپاړسمه د یکشنبې په ورځ  له پورتسعید څخه یافې ته ورسېدم او دلته مي وغوښتل چي د واپور ( کښتۍ) له اوږده توقف څخه په استفادې سره په یافه کي د خپل پلار له پخواني افغان اشنا” ملاجلندر” سره وگورم. له ملا جلندر سره دده پلار هغه وخت پېژندلي ول چي د بیت المقدس زیارت ته تللی وو او محمود طرزي ته ئې ددغه افغان ملا د علمیت او ذکاوت په باب ډېر زیات توصیف کړی وو.

محمود طرزی

 

محمود طرزي له ملا جلندر سره د خپل ملاقات تر کښلو دمخه د خپلي سفرنامې  لوستونکو ته د هغه وخت ” یافه” داسي ور پېژني :

یافه د قدس شریف له متصرفاتو څخه یو ښارگوټی (قصبه) دئ.  له قدس شریف څخه د ۵۵ کیلومترو په فاصله د شمال خوا ته د “عکا” بندر او ” غزه” تر منځ پروت دئ.(عکا: د اسرائیلو په شمال کي د مدیترانې سیند پر غاړه یو بندري ښار دئ. دا ښار د نړۍ یو لرغونی ښار او له نژدې څلور زرو کالو راهیسي د خلکو استوگنځی دئ.)

 نفوس ئې لس پنځلس زره تنو ته رسېږي . ددغه ښارگوټي شاوخوا د خورا ښونارنجو باغونه سته چي زیات شهرت لري او د تجارت له پاره ډېر گټور دي. لېمو،انار، انځر، بادام او نورو مېوو باغونه هم لري. کوڅې ئې تنگي او تیاره دي او یو بې ډوله ښارگوټی دئ، خو څرنگه چي د بیت المقدس بندر دئ، ځکه نو ځانگړی اهمیت لري. دا ښارگوټی خورا لرغونی ځای دئ. د یونانیانو په پخوانیو جغرافیو په کتابو کي د ” یوپه” په نامه یاد سوی او په تورات کي ئې ” یافو” بللی دئ. ځینو بیا ویلي دي چي ددې ښارگوټي تاداو د یافث بن نوح په لاس ایښوول سوی او د خپل نامه له اسیته ئې “ یافه” بللی دئ….

لنډه ئې دا چي د “یافه” بندر ته چي را وختلم، هوا ډېره ښکلې او تازه وه. په څو تنگو او تیارو کوڅو کي را تېر سوم او یوه پراخ بازار ته چي په نوي ډول ودان سوی وو، ورسېدم. دلته مي یوه بگۍ کراهیه کړه اوپه ښار او شاوخوا کي ئې یو ساعت قدر وگرزېدم. له بگۍ وان څخه د ملاجلندر نومي افغان پوښتنه وکړه چي پېژني یې که یه؟

راته وې ویل چي نه پېژنم ، خو ښایي د افغانانو په تکیه کي به چي د”عفار” جامع ته څرمه واقع ده، اوسي.

ورته ومي ویل چي هورې مي ور وله. 

بگۍ وان تر یو لږ څه  تگ وروسته بگۍ د یوې جامع مخي ته ودروله. له بگۍ را کښته سوم، کراهیه مې ورکړه او جامع ته ور ننوتلم. جامع ښه پراخ غولی درلود او شاوخوا ئې برنډې وې. په یوه برنډه کي مي یو افغان په سترگه سو. هغه ته ورغلم او په پښتو مي ځني وپوښتل چي :

وروره! ملاجلندر چیري اوسي؟

دې افغان چي له رنگه راته اڅکزی یا کاکړ ښکاره سو او ښایي دې ځای ته به په نزدې وختو کي راغلی وو، زما کړو وړو او عینکو ته په ځیر وکتل، خپل انډیوال ته چي هغه هم په دغه برنډه کي په یوه خونه کي دننه ناست وو، ور ږغ کړ :

” شابدینه! ته راسه وگوره چي دا تُرک څه وایي، زه نه پوهېژم!” (د مکالمې لیکدود د سفرنامې له ثبت سره سم کټ مټ را نقل سوی دئ. ( م.هـ)

ورته و مي ویل:

” زه پشتون یم په پشتو استا سر خبوري کوم څه راز نه پوهېژې؟”

وې ویل:

څه پوهيژم چه لک تاغندی چارچشمه پشتنوهم پيدا کيژی ! په خبر ده پوه شوم چه ملاجلندرآخنددی غوشت بياباورمی نشوچه تاسو په پشتوخبرکوی !

په دې وخت کي (شابدین) هم له خوني راوووت. کله چي ئې پر ما سترگي ونښتلې، ” سردار صاحب” ئې وویله او پر لاسو مي را پرېووت. ما چي ورته وکتل، دا هغه ساکزی شابدین (شهاب الدین) وو چي څو کاله پخوا مي په شام کي لیدلی  او ورسره پېژندلي مي وه. په پښتو مو روغبړ سره وکړ او وروسته دواړه د ملاجلندر د اتاق پر خوا روان سوو.

د ملا صاحب کوټه ښه خواپاکې کوټه وه. دی اوداسه ته تللی وو. دوې درې دقیقې وروسته راغی . تر روغبړ او احوال پوښتني وروسته مي د خپل سفر بیان ورته وکړ چي څرنگه استانبول ته او بیا اسکندریې ته راغلم، څرنگه مي حضرت قبله گاه حجاز ته روان سو او څرنگه شام ته د تلو پر مهال کښتۍ د ” یافه” بندر ته راغله؟ په ضمن کي مي دا هم ورته وویل چي ستاسي تر ملاقات وروسته بیرته کښتۍ ته ځم.

ملا صاحب یو ډېر صالح، پرهېزگاره، عالم او فاضل افغان وو. ډېر کلونه کېږي چي له خپل وطنه راوتلی دئ او زیاتره وخت ئې د افغانانو په دغه تکیه کي د شیخ په صفت تېر کړی دئ. افغانان،د یافې خلک، محلي حکومت ټول دده له ښه سلوک څخه ممنون ول او ډېر درناوی ئې ورته درلود. یو ساعت مي له جناب ملاصاحب سره مجلس وکړ او له فیوضاتو څخه ئې برخمن سوم. د ماپښین لمونځ مو له ده سره په جماعت ادا کړ او یوه ښه افغاني قورمه مي ورسره وخوړله.

تر دې وروسته ملا جلند اخوند محمود طرزي ته په قدس کي د افغاني دولت د نمایندگۍ نه شته والی او په دې لړ کي د افغانانو د ستونزو په باب او نورو مشکلاتو په باب خبري کوي او تر خبرو وروسته پخپله ملاصاحب او څو نور افغانان له محمود طرزي سره تر ساحل پوري ملگری کوي  او خدای په اماني سره کوي.

له دې اوږده بیان څخه زما ( م. هوتک) د مطلب ټکی دا دئ چي د امیر عبدالرحمن خان د پاچهۍ په یوولسم کال د ” زاویة الافغانیه” مشرتوب د ملاجلندر اخوند پر غاړه وو او دا مشرتوب ئې له څو کلونو راهیسي درلود او غالباً به ئې د مړیني تر زمانې پوري ادامه ورکړې وي. د ملاجلندر اخوند په باب نور معلومات نه لرو. د محمود طرزي له لیکني داسي ښکاري چي غالباً به د کندهار د شاوخوا اوسېدونکی وو.

د ملاجلندر اخوند وروسته بیا د خانقاه په باب معلومات په تیاره کي دي او متاخر مشر ( رئیس) ئې شیخ بهرام تره کی وو. د شیخ بهرام تر وفات (۱۹۳۸ع) تر فات وروسته ئې د اکا (تره) زوی حاجي عبدالله تره کی پر ځای کښېنوست چي د زاویې اوسنی شیخ د همدغه حاجي عبدالله تره کي مشر زوی دئ.  حاجي عبدالله تره کی د رحمدل زوی او د احمدشاه لمسی وو چي د ۱۸۹۰ع کال په شاوخوا کي د غزني د قره باغ په سیمه کي زېږېدلی او په ۱۹۷۹ع کال وفات سوی دئ. د زاویې تولا ئې له ۱۹۳۸ع څخه تر مرگه پوري پر غاړه وه.

حاجي عبدالله تره کي

د حاجي عبدالله تره کي وروڼه اولمسیان ئې هم سته .

د الحاج عبدالله د اولادو له خولې روایت دئ چي ده تر مرگه پوري ئې د فلسطین تابعیت وا نخیست او په افغاني تابعیت ئې ویاړل.

د الحاج عبدالله د تابعیت پاڼه (تذکره) په خانقاه کي خوندي ده چي په ۱۳۲۲ش کال د سرطان پر ۱۷مه په عراق کي د افغاني قونسلگرۍله خوا ورکول سوې ده. په دغه کال ئې عمر ۴۴ کاله ښوول سوی دئ. قوم ئې ” تَرَک افغان”، کښلی دئ. 

د الحاج عبدالله د تابعیت پاڼه (تذکره)

د الحاج عبدالله تره کي د کورنۍ غړي په پښتو نه پوهېږي. د ځینو سپین ږیرو ئې څو محدود پښتو لغتونه په حافظه کي پاته دي چي له مشرانو ئې اورېدلي ول.

د زاویة الافغانیه متاخر مشر شیخ عبدالکریم الافغاني نومېږي. دی په القدس کي اوسي خو زیاتره وخت په الاقصی کي تېروي. د خبرو اترو ژبه ئې عربي ده.

شیخ عبدالکریم الافغاني

دې زاویې ته تر ۱۹۶۷ع کال پخوا افغانان ورتلل خو اوس ئې مقتدیان او ذاکرین زیاتره تُرکان دي.

لکه مخکي چي هم ویلي دي د زاویې اوسني شیخان د تصوف د شاذلیه طریقې پیروان دي. زه به ددغي طریقې د معرفۍ په برخه کي خپله څېړنه ددې لیکني له لوستونکو سره شریکه کړم. ښایي له گټي به خالي نه وي.

د تصوف شاذلیه طریقه

علامه عبدالشکور رشاد (۱۳۰۰ ــ ۱۳۸۳ش ) لیکلي دي چي اسلامي تصوف له خدایه پرته د هرڅه او هر چا له میني او محبت څخه زړه ساتل دي او د تصوف غایه او مقصد د خدای په مینه کي د ځان او جهان هېرول دي.

حضرت جنید بغداديرح (۲۲۰ ــ ۲۹۷هـ ق ) ویلي دي : صوفي هغه څوک دئ چي د ځان (نفس) له پاره مړ او د خدای له پاره ژوندی وي . هغه کسان چي په دې لار کي د زړه له اخلاصه هڅه کوي ، “متصوفین” نومېږي او څوک چي د مال او جاه او نورو دنیوي اغراضو له پاره ځانونه د صوفیانو غوندي ښیي،” مستصوفین” ئې بولي.

د تصوف اصلي غایې ته د رسېدلو لار او زیار ته “سلوک” وایي. ددغي لاري لاروی او پیرو د ” سالک” په نامه یادېږي. (وگ : د میافقیرالله جلال آبادي اسماء الحسنی، تعلیقات، شپاړس مخ،۱۳۵۹ش، کابل)

علامه رشاد کښلي دي:

 د سالک ځای د مرید او منتهي تر منځ دئ. هغه سالک چي جذبه و نلري، “مجرد سالک” بلل کېږي. که د خدای له جذبو څخه کومه جذبه په سلوک کي ور حاصله سي،” مجذوب سالک” ئې بولي او که ئې جذبه تر سلوک دمخه موندلې وي،”سالک مجذوب” باله سي.

حضرت شیخ احمد الکابلي السرهندي ( ۹۷۱ ــ ۱۰۳۴هـ ق)ویلي دي :

په معرفت کي مجذوب سالک تر سالک مجذوب وړاندي دئ او په محبت کي بیا معامله سرچپه (اپوټه) ده.(د حاجي جمعه بارکزي ېوان ، تعلیقات ۱۰ ــ ۱۱ مخونه، ۱۳۶۰ش، کابل)

په سلوک کي شریعت لومړی او طریقت دوهم مزل دئ. په دوهم مزله کي سالک د ځینو ځانگړو ریاضتونو، عملونو او فکرونو په واسطه خدای پېژندني ته رسېږي.(هماغه اثر، ۱۲ مخ)

په تصوف کي ځیني طریقې د لویو او مشهورو طریقو فروعات او ښاخونه دي چي په مستقلو نومو یادېږي.

شاذلیه طریقه په اهل سنت والجماعت کي یو صوفیانه طریقه ده چي شیخ ابوالحسن  شاذلیرح ته منسوبه ده. د شیخ ابوالحسن بشپړ نوم نورالدین ابوالحسن علی بن عبدالله شاذلی الحسینی المغربی دئ. نوموړی د اوولسمي هجري پېړۍ له لویو بزرگانو څخه وو. دده نامه ته منسوبه تصوفي طریقه ” شاذلیه” د افریقا په  شمال لویدیځو برخو کي باب ده. 

شیخ ابوالحسن شاذلي د مراکش په عماره نومي کلي کي زېږېدلی دئ او حج ته د سفر په لار کي د مصر په عیذاب نومي دښت کي وفات سو.(عیذاب په مصر کي د بحیره احمر پر غاړه واقع دئ. ( ویکیپیدیا)

میافقیرالله جلال ابادي ثم الشکارپوريرح ( ۱۱۹۵هـ ق مړ ) لیکلي دي چي  شیخ ابوالحسن شاذلي  په ۵۷۱هـ ق کي زېږېدلی او په ۶۵۶هـ ق کال وفات سوی دئ. (وگ : مکتوبات میا فقیرالله ، د لاهور چاپ ، ۳۱۲مخ) خو په ځینو ماخذونو کي ئې د زېږېدو کال ۵۹۱هـ ق او د وفات کال ئې ۶۵۶هـ ق کښلی دئ.

محققینو د شیخ ابوالحسن شاذليرح په تالیفاتو کي “حزب الکبیر، حزب الحفظ والصون، حزب الحمد، سرالتسخیر عالم الکون” نومونه راوړي دي او وایي چي  نور تالیفات هم لري. علامه عبدالحي حبیبي کښلي دي چي ” حزب الشاذلي” ئې معروف کتاب او چاپ سوی دئ او زیاته کړې ئې ده چي ” د شاذلي په طریقت کي ریاضت، زهد، د روژو ډېروالی، د خوب لږوالی او په صحرا کي سکون دود وو.” (د میا فقیرالله پېژندلیک ــ ۶۸مخ)

میافقیرالله جلال اباديرح چي د تصوف په درودېرش طریقو کي ماذون وو، په هغو کي ئې د شاذلیه طریقې د ارشاد اذن هم درلود.

نوموړي میا صاحب  د مکتوباتو په څلوراویایم مکتوب کي چي د حاجي مولاداد قندهاري په نامه ئې په عربي ژبه کښلی دئ په هغه کي ئې په اشرف البلاد احمد شاهي ( کندهار) کي د حضرت سرور کائنات (ص)د مبارکي خرقې په باب څېړنه کښلې ده او په ترڅ کي ئې د مشایخو د خرقې د اِسناد په باب توضیحات هم راغلي دي. دا مکتوب د چاپي مکتوبات ( د لاهور چاپ) له ۲۹۸مخ څخه تر ۳۲۳مخ پوري راغلی دئ او په ۳۱۲مخ کي ئې د شیخ ابی الحسن شاذلي قدس سره د طریقې په باب کښلي دي چي دا طریقه ” السیدین الشریفین الحسن والحسین رضی الله تعالی عنهما” ته رسېږي او زیاته کړې ئې ده چي دا طریقه له ” المدینیه، القادریه او الرفاعیه” طریقو سره وصل کېږي.

المدینیه طریقه  ابومدین عبدالله بن شعیب بن حسین مقري (۷۰۹ق مړ) ته منسوبه طریقه ده. وایي دغه طریقه د رسول په اخلاقو د تخلق، د نفی او اثبات او اسم ذات د اذکارو او نورو تبلیغ کوي.  (هماغه اثر ــ ۷۲مخ)

القادریه طریقه  غوث الثقلین محی الدین سلطان شیخ سید عبدالقادر گیلاني ته منسوبه طریقه ده.

الرفاعیه طریقه  سید احمد رفاعی بن ابوالحسن ته منسوبه طریقه ده چي د بغدادي غوث الاعظم ( ۵۷۲ق مړ) له مریدانو څخه وو. په دې طریقه کي  زهد او مجاهدې ته هڅه کېږي. د خلکو د عیبو پرده پوښي او پر خلکو شفقت، د فیاته التقات نه کول، د احکامو مداومت او نور شامل دي. ( هماغه اثر ـ ۷۱مخ)

د سید احمد رفاعي بشپړ نوم احمد بن ابوالحسن علی بن احمد بن یحیی بن حازم بن علی بن رفاعه مغربی دئ. کنیة ئې ابوالعباس او په ابن رفاعي سره شهرت لاره. په ۵۷۸هـ ق کي وفات او په عراق کي د شیخ یحیی نجار په گومبته کي ښخ سو. شیخ نجار د احمد رفاعي مورنی نیکه وو.

 نوموړي میاصاحب پخپل پښتو منظوم اثر” فواید فقیرالله” کي د شیخ ابوالحسن شاذليرح او د هغه د حزب البحر په باب داسي فرمایلي دي :

واوره ته له مـــــــــــا حبیبه

تر هــــــمه خوشبوی طیّبه

حزب البحر اِسناد وروره

درته وایم اوس وگـــــوره

بــــوالحسن شـــــــاذلي نه

پاتو شـــــــــــوی دی میَنه

افــــــاضه ئې روحي جانه

وه دده روزي پـــــــــــردانه

په هــــــــــــغه افاضې یاره

ده مـــــــــوندلې وه دلداره

له حــــــضرت مصطفی نه

ده مونــــــدلې وه اې جانه

ددې وِرد ډېر خاصیات دي

بې عدد بې نــــهایات دي

دي ویلي ډېر عــــــــلماوو

بزرگان ښـــــــــــو فضلاوو

دوی قسم کړی دئ جانه

په دا شــــــان اې مهربانه

چي په دې اوراد کي یـاره

اسم اعظم دئ برخورداره

الخ

(فواید فقیرالله ــ ۹ـ ۱۰ مخونه)

 

د حزب البحر په باب زما استاد علامه رشاد کښلي دي :

” وایي یو وخت شیخ ابوالحسن شاذلیرح په بحیره قلزم (بحیره احمر) کي سفر کاوه. باد ټپ ودرېدئ، کښتۍ (بېړۍ) هم ودرېدلې، څو ورځي باد و نه چلېدئ او د کښتۍ خلک خورا په عذاب سول. شاذلی رحمة الله علیه ته په خوب کي حضرت پيغمبر صلی الله علیه وسلم یوه دوعا ور وښووله، دی چي را ویښ سو هغه ئې وویله، باد وچلېدئ او کښتۍ رهي سوله. دغه دعاء ” حزب البحر” نومېږي.”

(فواید فقیرالله ، تعلیقات، اووه شپېته مخ)

د شاذلیه طریقې له لویو شیخانو څخه یو شیخ احمد مصطفی علوي (علوي په قریشي هاشمي خاندان کي د حضرت علی کرم الله وجه اولاد ته ویل کېږي. د حضرت علي د زوی محمد اولاده بیا حنفي یا حنیفي سادات بولي او د محمد بن علي مور حنیفه نومېدله او اولاده ئې حنفي نومېږي. حنفي سادات باید د امام ابو حنیفه د مذهب له پیروانو سره اشتباه نه سي.)

دئ. شیخ احمد د شلمي پېړۍ مشهور صوفي او شاعر وو چي د الجزائر په مستغانم  (مستغانم  د الجزایر په شمال لویدیځ کي د یوه ښار نوم دئ. ( ویکیپیډیا)کي په ۱۲۹۱هـ هـ ق = ۱۸۷۴ع کال زېږېدلی دئ. نوموړی په لومړي سر کي له” عیساویه” طریقې پیرو وو. په پنځه ویشت کلني کي مراکش ته ولاړ (۱۸۹۴ع) او د محمد بوزیدي پیروي ئې وکړه. کله چي شیخ بوزیدي وفات سو ( ۱۹۰۶ع)، شیخ علوي بیرته مستغانم ته ستون سو او هورې ئې د شاذلیه طریقې یوه څانگه د” علویه ــ علاویه” په نامه تاسیس کړه. د علویه طریقې پیروان په اروپایي هیوادو کي اوس هم سته.

شیخ احمد علاوي په۱۳۵۳هـ ق = ۱۹۳۴ع کي وفات سو.

په زاویة الافغانیه کي د ځینو متصوفینو د تصویرونو په لړ کي د سید ابوالعباس احمد بن مصطفی بن محمد العلاوي تصویر هم پروت دئ. 

سید ابوالعباس احمد بن مصطفی بن محمد العلاوي

 

۱ نظر
  1. Walid ell Mataniy وايي

    ډېر ښـــــکلي مالومات مې ترلاسه کړه،
    مننه له افغانانو، وياړم پر افغان

    زه همدا شيبه د سعودي عربستان زوړ پايتخت دراعية کښي مقيم يم له همدې ځاى څخه يې لوستونکۍ يم
    Fri 17 February 2023

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!