ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
شهزادګۍ نمادي قاجار؛ چي د ښايست له امله ئې۱۳ځوانانو ځانوژنه وکړه!
يوه پېړۍ وړاندي په ايران کي د ښځو ښايست، د مړوندونو او پنډيو پنډوالۍ، نارينه ته ورته څېره، هنر او هوښياري ګڼل کېده، که څه هم دا يو اوږد بحث دئ خو اوس هم په نړۍ کي د ښځو انتخاب بېلابېل شکلونه لري.
پېغله نمادي د نصرالدين شاه قاجار لور او په ايران کي د مخ لوڅۍ بنسټګره بلل کېږي. قاجار له اره ترکان وه چي په اوومه هجري پېړۍ کي د چنګيز د يرغل له امله د اسيا له مرکزه د اسيا لوېديځ لور ته وکوچېدل او يو وخت ئې د دوی د مشر خان اغامحمد خان په مشرتوب د ډېر نفوذ له امله د ايران تخت تر لاسه کړ چي تر ۱۹۲۵ع پوري همدا کورنۍ د ايران واکمنان وه.
تاريخونه وايي چي د نوموړي پېغلي ۱۴۵داسي عاشقان وه چي زړونه او سرونه ئې په لاس کي ګرځول، کله چي دې د يوه بل شهزاده سره واده وکړ، په يادو ځوانانو کي ئې ۱۵ ځانوژنه وکړه او پاته تر مرګه مجنونان او کړېدل.
کله چي د نمادي واده د حسين شاه شجاع سره وسو، له هغه ئې څلور ماشومان وسول خو لس کاله وروسته ئې طلاق سره واخيست او نمادي تر مرګه بيا مېړه ونه کړ.
نمادي يو ښه خطاطه او شاعره هم وه او د [اي تاج] شعر ئې په ځوانانو خولې لګولې.
ويل کېږي چي دې يوه رساله هم ليکلې ده چي له [حرمه تر عصريتوبه د يوه پارسي شهزادګۍ کيسه] نومېږي.
د نوموړي پېغلي پلار نصرالدين شاه لومړی ايرانی پاچا وو چي د اروپا سفر ئې وکړ او اروپايانو ته دومره ورنږدې سو چي د تمباکوو کرل يوازي د اروپايانو د پاره ازاد وه!ٔ
نوموړې په ايران کي د لومړۍ ورځپاڼي، ښوونځی، تشريفاتي ګارډ، مطبعې بنسټګر بلل کېږي خو دا چي ايرانی نه وو هغوی ډېر ژر هېر کړ.
ياده دي وي چي په ايران کي اوس هم د نمادي غوندي ولاړه لمن جامې اغوستل کېږي.
ناصر الدين شاه قاجار او د هغه نادر دربار او حرم
د قاجاري کورنۍ واکمني
“>