منډيګک
افغان تاريخ

نمادي قاجار؛ چي د ښايسته ئې۱۳ځوانانو ځانوژنه وکړه!

0 8،597

شهزادګۍ نمادي قاجار؛ چي د ښايست له امله ئې۱۳ځوانانو ځانوژنه وکړه!
يوه پېړۍ وړاندي په ايران کي د ښځو ښايست، د مړوندونو او پنډيو پنډوالۍ، نارينه ته ورته څېره، هنر او هوښياري ګڼل کېده، که څه هم دا يو اوږد بحث دئ خو اوس هم په نړۍ کي د ښځو انتخاب بېلابېل شکلونه لري.
پېغله نمادي د  نصرالدين شاه قاجار لور او په ايران کي د مخ لوڅۍ بنسټګره بلل کېږي. قاجار له اره ترکان وه چي په اوومه هجري پېړۍ کي د چنګيز د يرغل له امله د اسيا له مرکزه د اسيا لوېديځ لور ته وکوچېدل او يو وخت ئې د دوی د مشر خان اغامحمد خان په مشرتوب د ډېر نفوذ له امله د ايران تخت تر لاسه کړ چي تر ۱۹۲۵ع پوري همدا کورنۍ د ايران واکمنان وه.
تاريخونه وايي چي د نوموړي پېغلي ۱۴۵داسي عاشقان وه چي زړونه او سرونه ئې په لاس کي ګرځول، کله چي دې د يوه بل شهزاده سره واده وکړ، په يادو ځوانانو کي ئې ۱۵ ځانوژنه وکړه او پاته تر مرګه مجنونان او کړېدل.

په تېرو دوه سوه کلونو کي ښکلي ښځي/نوجني.

کله چي د نمادي واده د حسين شاه شجاع سره وسو، له هغه ئې څلور ماشومان وسول خو لس کاله وروسته ئې طلاق سره واخيست او نمادي تر مرګه بيا مېړه ونه کړ.
نمادي يو ښه خطاطه او شاعره هم وه او د [اي تاج] شعر ئې په ځوانانو خولې لګولې.
ويل کېږي چي دې يوه رساله هم ليکلې ده چي له [حرمه تر عصريتوبه د يوه پارسي شهزادګۍ کيسه] نومېږي.
د نوموړي پېغلي پلار نصرالدين شاه لومړی ايرانی پاچا وو چي د اروپا سفر ئې وکړ او اروپايانو ته دومره ورنږدې سو چي د تمباکوو کرل يوازي د اروپايانو د پاره ازاد وه!ٔ
نوموړې په ايران کي د لومړۍ ورځپاڼي، ښوونځی، تشريفاتي ګارډ، مطبعې بنسټګر بلل کېږي خو دا چي ايرانی نه وو هغوی ډېر ژر هېر کړ.
ياده دي وي چي په ايران کي اوس هم د نمادي غوندي ولاړه لمن جامې اغوستل کېږي.

شهزادګۍ نمادي قاجار؛ چي د ښايست له امله ئې۱۳ځوانانو ځانوژنه وکړه!
پېغله نمادي په حرم کي…
شهزادګۍ نمادي قاجار؛ چي د ښايست له امله ئې۱۳ځوانانو ځانوژنه وکړه!
پېغله نمادي په حرم کي…
پېغله نمادي په حرم کي…
پېغله نمادي په حرم کي د موسيقي ږغولو پر مهال…
پېغله نمادي په حرم کي…
پېغله نمادي په حرم کي…
نمادي او لور

 

 

ناصر الدين شاه قاجار او د هغه نادر دربار او حرم

درة الزمان ليکي چي قاجاريان هغه وخت واک ته ورسېدل چي په كال ۱۲۱۰ هـ ق كي شاه زمان په هند او پنجاب كي لگيا وو ، آغا محمد خان قاجار د زيارت په پلمه مشهد ته ننوت. د افغانستان له پلوه شاه رخ هلته واكمن وو، هغه يې مړ كړ، د هغه زوى نادر ميرزا كابل ته راغى. آقا محمد شاه چي له شاه زمان څخه په وېره كي وو، خپل استازى چي محمد حسين خان قراكوزلو نومېده، له ډېر مال او ډاليو سره د شاه زمان دربار ته راولېږه. په دې كي دوه كيفيته وو: يو دا چي د مشهد د دريو كلو د خراج په اندازه يې سوغات ورولېږه او بله دا چي ده وويل  غواړم بخارا ونيسم! 
وروسته چي كله شاه محمود په ۱۸۰۹ع كال كي پاچا سو قاجاريانو بې غمه د خراسان افغان ولايت ونيو. هغه ولايت چي صفاريانو، غزنويانو، غوريانو، ابداليانو تر ۱۸۰۹ع كاله پوري ساتلى وو. د شخصي او كورنيو جگړو له كبله له لاسه ووت او قاجاريان په دې هم قانع نه سول، دوى څو-څو ځله فتح علي شاه قاجار، محمد شاه قاجار، ناصرالدين شاه قاجار بيا پر هرات حملې وكړي او هراتيانو يې پر وړاندي كلك مقاومت وكړ او قاجاريان له همدې ورځي پر ايران واکمن سول، دې کورنۍ کي ناصر الدين شاه قاجار د ايران د قاجاري واکمنۍ څلورم او عياش باچا وو…
يادونه:
يوه روسي انځوګر چي د قاجاريانو دربار ئې ليدلی ليکي چي دربار کي پر حيواناتو، مينځو، نرو او ښځو جنسي تيری کېده، هغه په دې اړه لاندي انځورونو او عکسونه د همدې روسي دي:
خبردار:
عکسونه کي ځيني بربنډ دي، چي ښآيي تاسي ته هېښونکي وي!
په دې اړه نور عکسونه دلته
نمادي په خپله کورنۍ کي …

 

 

د قاجاري کورنۍ واکمني

آغا محمد خان قاجار په ايران کې د قاجاري واکمنۍ بنسټ ايښودونکی وو.
فتح علي شاه قاجار د آغا محمد خان قاجار وروسته د ايران د قاجاري واکمنۍ دويم واکمن پاچا و.
محمد شاه قاجار د فتح علي شاه قاجار وروسته د ايران د قاجاري واکمنۍ پاچا شو.
مظفر الدين شاه قاجار د ايران د قاجاري واکمنۍ پينځم پاچا و.
ناصر الدين شاه قاجار د ايران د قاجاري واکمنۍ څلورم پاچا وو.

“>

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!