منډيګک
افغان تاريخ

مزارشريف، د عجب خان اپريدي کلا/غازيانو کلا

1 330
عجب خان اپريدی
څرنګه چي د افغانانو خپل تاريخ دوی نه دی ليکلی نو په اړه جالبي افسانې هم سته، دې کسانو کي د عجب خان اپريدي پر ژوند د کتابونو او څېړنو علاوه څو فلمونه هم جوړ سو خو اصلي خبره اکثره ځايونه ورکه ده.
سل کاله وړاندي د پېښور کوهاټ ته نږدېد آدم خېلو په دره کي د عجب خان په نامه يو انګرېز ضد ځوان اوسېده، هغه د کوهاټ پر يوه انګرېزي اډې د يرغل پر مهال وسلې له ځان سره يوړې، انګرېزي ځواکونو ئې کور محاصره او د تلاشۍ پر مهال چي عجب خان کور نه وو، د هغه مور زهيره کړه.
دره آدم خيل کي د عجب خان اپريدي کلي او کور
عجب خان د انگرېزانو دا حرکت قومي سپکاوی وگاڼه او د بدل اخيستلو لپاره ئې په ۱۹۲۳ع کال د انګرېزي میجر ایلس میرمن په خطا ووژله او لور یې [مس ایلس] وتښتوله. څرنګه چي پښتنو کي دغه پېښه يوه له نادرو پېښه وه او دغه میجر د انگرېزانو د مشهورو او زړورو افسرانو څخه وو، نو نړیوال شهرت ئې پیدا کړ او د نړۍ یو شمیر ورځپاڼو او مجلو دغه پېښه د مخالفت او یا موافقت له مخه په ډیر آب او تاب سره ولیکله او وروسته د ده پر مېړانه او زړورتیا باندې ناولونه، ډرامې او فلمونه جوړ سول.
د عجب خان اپريدي درې ملګري سړي او مولي ايلس او ليليان سټار په تيراه کي
د CL Doughty لخوا رسامي
انګرېزي دولت له لندن څخه د عجب خان د نیولو پر سر دیرش زره هندۍ روپۍ انعام کښېښود، تېراه ئې بمبار او د عجب خان کور ئې وسوځه. عجب د افغانستان جلال اباد کي شينوارو ته ولاړ، انګرېزانو شاه امان الله ته ليک ولېږه چي عجب راوسپاره او که نه وي نو پر جلال اباد د بمبارۍ ګوتڅنډنه کوو؟

میس مولي ایلیس څو ورځي د عجب خان اپریدي سره وه. له تښتولو وروسته هغې ته د نارینه کالی او څپلۍ ورکړل سوې، عجب خان هغه په خپل کور له خپلو ښځو سره يو ځای کړه او د بیرته تګ په وخت کي پښتني جامې ورته دسوغات په توګه ورکړل سوې.
د شرایطو د پوره کولو وروسته عجب خان اپریدي په ډیر درنښت او عزت سره میس ایلیس پریښودله.
میس ایلیس چي کله ۷۷ کلنه وه په ۱۹۸۳ع کال کي دانګلستان څخه کوهاټ ته راغله، د کوهاټ خلکو یې ډیر درناوي وکړ.
خو د شاه امان الله په مرسته دغه موضوع د ميرزمان خان په منځګړيتوب حل سوه او غازي عجب خان، اکا شهزاده خان او ایمل خان په شمول پنځه نارینه او څو ښځي د افغانستان په شمال مزار شريف د والي/ګورنر په کور کي له دريو مياشتو مېلمستيا وروسته د افغانستان حکومت پر دولس سوه جریبه مځکه يوه لويه کلا ودانه او عجب خان ته وسپاره.
مزارشريف کي د غازيانو کلا
د عجب خان د دریو میرمنو څخه لس زامن او د شهزاده خان د دوو ښځو څخه پنځه زامن پاته سول. گل اکبر او د هغه پلار سلطان میر چي د انگرېزانو نه پخلا کېدونکي دښمنان وول، مزار شریف ته په تگ راضي نه سول او د جلال اباد حاکم ګورنر هغوی له خپلي سيمي وایستل، ويل کېږي چي له جلال اباد څخه څو شينواري ملکان پېښور ته ولاړل چي له انګرېزانو ايښي انعام تر لاسه کړي چي د هغوی دښمن ئې شاړه خو انګرېزانو توجه ور نه کړه.
د ۱۹۲ع کال کي د سقاوۍ منځ ته راتللو په وخت کي حبيب الله کلکاني خپل ملګري عبدالرحیم او لښکر مزار شریف ته ولیږه تر څو اماني حکومت ته د پای ټکی کښېږدي خو عجب خان افریدی د سقاوي لښکرو په وړاندي ودرېدی، وروسته په سرپل کي د غلام اسحٰق خان سره ملګری سو او بلخ مزار شریف ئې پوره سقاویانو څخه ونیول خو موده وروسته سقاویان بېرته بریالي سول، دا ځل د غلام نبي بیګ په مشرۍ د غازي امیر امان الله خان په پلوۍ هزاره ګان ورسره ملګري سوه چي مزار شریف کي تر نیم ډیر سقاوي لښکر له منځه ولاړ او مزار شریف د سقاوي اړدوړ تر پای پوري یې وساتل چي د محمد نادر شاه په راتتلو هغه عجب خان اپریدي ته لیک ولیږی چي کومي مځکي چي غازي امیر امان الله خان درکړي دي همغه ستا دي او هملته په مزار شریف کښي واوسه.
د عجب خان ملګري کیڼ لاس څخه اول کس عجب خان اپريدی
ميراجان سيال، شهزاده خان[د عجب خان ورور] عوض خان، کابل ۱۹۲۷ع
عجب خان اپريدي د ۱۹۶۱ع کال په جولای د افغانستان په مزارشریف کي د ۹۵ کلو په عمر وفات او هلته خاورو ته په ډېر درناوي وسپارل سو، مزارشريف کي د عجب خان کلا له ځان سره افسانوي او فولکوريکي رښتني جالبي کيسې لري.
عجب خان د انگریزانو پر وړاندي د یو ملي اتل، مېړاني او هېوادپالني په اړه په ازبکو، تاجکو او پښتنو کي ډېر لوی نوم لري او ځيني سيمو کي ئې په نامه ملي سندري هم سته.
مزارشريف کي د غازيانو کلا او عجب په لاس جوړ سوی مسجد
د اپریل 22، 1923،” میس مولي ایلیس د اپريدو سره د مېلمنې په توګه
شهزاده خان
د لیلیان سټار جامې کله چي هغې د عجب خان افریدي څخه د مولي ایلس د خوشي کولو په اړه مذاکرات وکړل.
لور، مېجر او وژل سوې مېرمن

 

 

ګندمک کلی، جلال اباد

د ننګرهار ولايت جلال اباد ښار په لويديځ کي شاوخوا (50_60 کیلومتره) د ګندمک کلي ته څېرمه د پرنګي پوځ یو کمپ (پرنګي باري)ځای دئ چي عام خلګ يې د کرکي په خاطر په همدې نامه نوموي، همدلته د امير یعقوب خان لخوا د ګندمک تړون لاسليک سو.

عکاس: شيرزاد

۱ نظر
  1. درد آدم خيل وايي

    ﺯما تعلق د دره آدم خيل د اونس خيل تپې سره دې د کومې تپې سره چې دغاﺯى عجب خان تعلق هم وو !ما اوس يٶ تاﺯه کتاب په اردو ژبه کښې “پاکستان کے تحریک آزادی کے حریت پسند مجاہد ” په نامه اوليکل !
    ما د هغه هم عصر خلقو سره د هغه د جهاد منعلق معلومات اوريدلى ! انګريﺯانو د هغه د ﺯناناٶ سپکاوې نه دې کړې ! صرف د هغه دکور تلاشى شوې وه د هغې په بدل او د خپلو مجاهد ملګرو د خلاصى د پاره د کوهاټ عسکرې مرکز نه د يٶ انګریز تختولو هڅه په لسم ځل کاميابه شول !ځکه چې انګریزان به د شپې د غاﺯى د يرې باهر نه ګرځيدل !

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!