منډيګک
افغان تاريخ

ملالۍ، څوک، چيري او څنګه اتله سوه؟

0 9،498

ملالۍ، څوک، چيري او څنګه اتله سوه؟

د ملالۍ نوی انځور، ٢٠٢٠

پوره ۱۳۹ کاله د مخه په نننۍ ورځ، د۱۸۸۰ع کال د جولای ۲۷ د دوشنبې په ورځ سهار د کندهار لوېدځ ميوند په سوځنده دښته کي د  محمد ایوب خان تر مشرۍ لاندي افغان لښکر د انګرېز يرغلګرو سره په جګړه واوښت چي افغان ښځو هم پکښي ګډون لاره.
د نړۍ په دې مشهوره جګړه کي د افغان لښکر له يوه قومندان سره خپله پېغله لور هم وه چي [ملالۍ]نومېده. ملاله د کندهار ختيځ ميوند د خوګياڼو کارېز وه چي د شفاهي رواياتو او قبر د جوړښت له امله په ونه دنګه پېغله ښکاري.

د ميوند د جکړې ډګر نقشه

سهار پيل سوې خونړۍ جګړه په داسي حال کي غرمې ته ورسېده چي ايوب خان د ځان ماته پکښي حتمي وبلله، د دريو زرو انګرېزي او ملاتړي هندي ځواک په وړاندي اوس يوازي پنځه سوه افغانان په نيم ژواندي حالت کي ولاړ وه، په دې بدمرغه شېبه کي افغان بيرغچي هم ولګېد او د ملي مبارزې بيرغ[سور/سپين] پر مځکه ولوېد، دا چي ملاله او [سردارو*] د جګړې شاته دوې پېغلي وې، ملاله د بيرغ اوچتولو ته ور وړاندي سوه او د ناره ئې کړه:

خال به د يار له وينو کښېږدم

چي شينکي باغ کي ګل ګلاب وشرموينه

که په ميوند کي شهيد نه سوې

خدایږو لاليه بې ننګۍ ته دي ساتينه

په دې اړه نور مالومات دلته

دې چغي د افغان ځواکونو لوېدلي مورال داسي وننګاوه چي په يوه پرېکنده بريد ئې د دښمن ملا غوټه ورماته کړه او ددې ورځي جګړه د انګرېز په تېښته پای ته ورسېده.

په بريتانوي ميوزيم کي د ملالي او انګرېزي سرتيرو ماډل

د افغان جسدونو ټولولو په وخت کي د يوې پېغلي جسد هم وموندل سو چي د ايوب خان لخوا امر وسو چي همدلته دي د نورو افغانانو سره د مانده پر شمال غاړه ښخه کړل سي
احمدصميم په يوه ليکنه کي ليکي چي ده ته حاجي لالي اڅکزي چي عمر ئې ۱۳۰کاله وو، او د ميوند په جګړه کي ئې ګډون کړی وو؛ کيسه وکړه چي ملاله ئې پخپله لېدلې ده چي د اغا محمد خوګاڼي لور وه او کيږدۍ ئې د خیگ کارېز پر بارانه ولاړه وه.
موږ د کلي خلګ پر یوه دوکانچه/تنګاچه سره ناست وو چي یوه چټه پېغله راغله؛ سور ټیکری ئې تر سر تړلی وو، او سپین ټکری ئې د یوې لښتي پر سر غوټه کړی وو، او د جنګ پر لور ولاړه.

د ميوند د جنګ اتل ايوب خان، دغه عکس ئې غالباُ لمسۍ وه مورخي صفحې حليم ته ورکړی دئ.

ويل کېږي چي د ملالۍ خپلوان اوس د  هرات په (سینگران) کي پراته دي او له هغې ورځي خپل مړي د ميوند په هديره کي ښخوي.
د میوند نوم د غزنوي دربار نامتو وزير حسن ميمندي ته منسوب دئ او هم د شهيدانو پر هديره تاريخي څلی لري چي په ليدولو ارزي.

د میوند د جنګ د شهیدانو په افتخار څلی:
د میوند کلی د کندهار د ښار د شمال غرب په ۴۵ میلي کی پروت او د میوند په نامه د کندهار د ولایت په ولایتي تشکیلاتو کی یوه لویه ولسوالي هم د میوند په نامه سته چي د ولسوالۍ مرکز یې د کندهار- هرات پر لویه لاره د کشک نخود په ساحه کي موقعیت لری.
کوم وخت چه محمدګل خان مومند (دکندهار ريس تنظیمه) د میوند د جنګ د شهیدانو په یاد د دغه منار او باغ د جوړولو طرح عملي کوله، نو هغه ځائ چه د ده ورسره ملګرو انتخاب کړئ، مځکه یئ د میوند په محمدزو “د فريد ميوندي په کورني” پوره اړه لرله.
د نوموړې پروژې کار په ۱۹۳۲ میلادي کال کی تکمیل سو. د شهیدانو څلی ټوله د میوند د سپین غره د ډبری څخه په ډيره ښایسته هندسی شکل جوړ سوئ دئ. اول د مځګی د سطحي څخه دوه یا درې متره یو لوړ تراس لری چه د څلورو خواؤ څخه ډبرینی ځینې ورختلي دي. او بیا د دغه تراس د منځه څخه یو مخروطي شکله جګ څلی یا منار لوړ ختلئ دئ. ددغه تراس څخه د شااوخوا زراعتي شنو مځکو ، باغو، او د نورو کلیو او دښتو نظاره هم کېدلائ سی. د انارباغ شااوخوا هم یو دېوال را چاپېر سوئ دئ او یوه عمومی د موټر دروازه لری. د څلي و جنوب ته د شهیدانو قبرونه او شمال ته یې د انارو ګڼ باغ دئ.
د فريد ميوندي څخه نوټ

د ميوند تاريخي ماتي وروسته په لندن کي پارلمان په۱۲۰ رايو سره د کندهار تخليه رسماً منظور او پاس کړه. برتانوي پوځ د پروګرام له مخه د ۱۸۸۱ع کال د اپريل تر ۲۷ له کندهاره ووت او هغه ئې عبدالرحمن خان ته وسپارﺉ. د برتانيې بيرغ د يوويشت توپونو په سلامۍ سره په اوسني ولايت کي راکښته او انګرېزان او افغانان دواړه په دې توګه د مبتلا مصيبته خلاص سول، خو دا چي د کندهار ځيني برخي لکه سيوۍ، کوټه، چاغی، ږوب، پښين او چم ند انګرېزانو سره پاته سول، مانا دا چي هغوی نيم کندهار په خپله واکمني کي مدغم او له افغانستانه بېل کړ، په داسي حال کي چي امير عبدالرحمن د مرکزي کندهار په وړيا اخيستو سره دومره خوشحاله سو، چي د پاته کندهار غوښتنه ئې هېره کړه.
د افغانانو په سياسي تاريخ کي د ميوند انګرېز ماتي خورا ستر چانس وو خو چنداني سمه ګټه ورڅخه وانه خيستل سو. ياده دي وي چي د کندهار ښار د شهيدانو څلور لاري توپونه د همدې ورځي دي چي افغانانو ته په لاس ورغلل.
انګرېزي سرچينو کي تر ټولو ښه تشريح Illustrated London News ورکړې ده چي يو خبريال ئې په دې جګړه کي ګډون لاره.

*[سردارو بيا تر ډېره ژوندۍ وه او وروسته مړه سوه]

د هغه سپي ممي [وچ بدن] چي د ميوند په جګړه کي له انګرېزي سرتيرو سره مل وو، نوم یې  په انګليسي Bobbie ليکل کيږي.بريتانوي ميوزيم
په بريتانوي ميوزيم کي د ملالي او انګرېزي سرتيرو ماډل
د ملالۍ مجسمه، کله چي د لومړی نړيوالي جګړي په وخت کي دروسيې د زندان څخه دوه تنه اسټرليايي سرتيري؟ راوتښتيدل،او په کابل کي اوسېده، دوی به مجسمې جوړولې او خرڅولې. چي يوه ئې دغه وه چي د دلکشا ماڼی په اړخ کي ولاړه چي په سقاوي اړ و دوړ کي ورانه سوه.
د کندهار د شهيدانو په څلور لاري کي د ميوند غنيمت توپونه

هغه توپونه چي پر ميوند د جګړې د پاره اماده وه، خو ټول ئې افغانانو ته په لاس ورغلل.
عکاس: جان بورګ
دا پژۍ په ۱۸۸۶ع کال کي د ميوند جگړې د انگرېزو قربانيانو په نوم ونومول سو او هم ئې پر لاندي برخه نومونه ياددښت سوي. د فوربري گارډن سيمه ايز خلک دا پژۍ د فوربري زمري په نوم هم کله نا کله يادوي.
د غزنوي دربار نامتو وزير حسن ميمندي مقبره. ميوند کندهار
د انګرېزي سرتيرو قبر چي يو څه وخت وروسته ورک سو.
انګريزي ته سرتيرو ته ډالۍ سوی مډال چي په دې جګړه کي ئې ګډون لاره.
په ميوند کي کي کار سوی توپک او وسايل
غازي محمد ايوب خان (۱۸۵۷، کابل – د اپرېل ۷، ۱۹۱۴ لاهور) چي انگرېزان ئې د مېوند فاتح يا افغان شهزاده چارلي په نومونو هم يادوي. نوموړى د هرات پخوانی والي او د مېوند د جگړې فاتح و. د افغانستان ملي اتل غازي محمد ايوب خان د امير شېر علي خان زوی وو او دده مور د لالپورې د مومندو مشر، سادت خان لور وه. د ۱۸۸۱ ع کال د جولاى په ۲۷ ئې انگرېز جنرال بارو ته د مېوند په جگړه کې ماتې ورکړه او بيا يې په کندهار کي د انگرېزانو پوځ كلابند کړ. د ۱۸۸۱ع کال د سيپټمبر په ۱ يې د انگرېزي جنرال فرېدرېک روبرټس نه د کندهار په جگړه کي ماتې وخوړه او په همدې توگه د افغان انگرېز دويمه جگړه پای ته ورسېده. يو کال وروسته ايوب خان بيا د کندهار د نيولو تکل وکړ، خو دا ځل بيا د امير عبدالرحمن خان له خوا له ماتي سره مخامخ شو. په ۱۸۸۸ کال کې ايوب خان له ايران نه ولاړ او په برتانوي هند کې تر خپلي مړيني واوسېده. د ايوب خان قبر د پېښور د دُرانيو په هديره کي د شېخ حبيب مقبرې کي ځای لري.
د سردار ایوب خان دوه کسه نماینده ګان د هرات څخه کندهار ته انګریزانو ته د خبرو د پاره رااستول سوي دي.
په منځ کي د کندهار د وخت مشهور عالم عمر جان صاحبزاده مشور په صاحب اغا چي د ایوب خان سخت ملاتړی وو، ښکاري. ۱۸۸۰ع
ملالۍ
انځورګر: تپاند
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!