منډيګک
افغان تاريخ

د افغانستان د ملي سرود تاريخچه

سردارولي پښتون زوی

0 2،428

ملي سرود څه دی؟

د کارپوهانو په وينا، ملي سرود هغه شعر دی چي؛ معنی يې د يوه ملت هويت او پېژندګلوي څرګندوي.
ملي سرود د يوه هيواد د بيرغ په څېر دی چي ملي ارزښت لري. لکه څنګه چي هر هيواد ځانګړی بيرغ
لري، دغسي هر هيواد يو ځانګړی ملي سرود هم لري. لنډه دا چي ملي سرود ځکه په دې نوم يادېږي چي د يوه هيواد په ټولو خلکو پوري اړه لري.


د افغانستان ملي سرود:
لومړی پړاو:۱۹۲۹-۱۹۲۶ع
د افغانستان د ملي سرود تاریخي مخينه اټکل یوې پېړۍ ته رسيږي، د خپلواکي د بيا ګټلو وروسته په ۱۹۱۹ع-۱۲۹۸ل کال د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال له سیالانو سره د سیالۍ په موخه جوړ سو، ويل کېږي
چي دا سرود بې له خبرو يوه قطعه موسیقي وه چي”سرود اماني” به يې باله.
ددې سرود جوړونکی [رجب بیگ ترکي] وو.

اماني سرود

دوهم پړاو:۱۹۷۳-۱۹۴۳ع
که څه هم د حبیب الله کلکاني په لنډه دوره کي د ملي سرود په نوم څه شتون نه درلود خو تر هغه وروسته د محمد نادر خان په وخت کې یو عسکري مارش د ملي سرود په څېر استعمالېده چي ډول يې هم هغسي اماني وو، د پاچا محمد ظاهر شاه په دوره کي (۱۹۳۳- ۱۹۷۳ع) یوه موزیکاله نغمه وږغول سوه چي شعر یې نه درلود او د ملي سرود په څېر به کار ځني اخیستل کېده او په ټولو ملي او شاهي پروګرامونو کي به ږغول کېده.
دا سرود چي ژبه يې دري او نوم يې [د پاچا سلامي] وه، له ۱۹۷۳-۱۹۴۳ع پوري رسمي وو. شعر محمد مختار او موسيقي محمد فرخ آهنګ جوړ کړی وو [بي‌بي‌سي فارسی، حرف‌های مردم:سرود ملي]
دې وخت کي ملي سرود په دې شکل وو:
ای شاهِ غیور و مهربانِ ما
هستیم از جان مطیعِ شما
ما فرزندانِ توییم
ما فداکارِ توییم
ای شاهِ ما
ای شاهِ ما
ای شاهِ ملت‌خواهِ ما

د پاچا سلامي
دريم پړاو:
کله چي شاهي نظام خپل ځاي جمهوریت ته پرېښود [۱۹۷۳ع] په هیواد کي د نورو اساسي بدلونونو سربېره په ملي سرود کي هم تغیرات را منځ ته سول یا د ملي سرود هم د مخکي په شان موزیکال وو خو له څه مودې ورسته ورته د پښتو ادب د روښانه ستوري [عبدالرؤف بېنوا] شعر د کانکور له مخه غوره سو چي د موسیقي پر تړون یې افغان انځورګر او موسيقي پوه [عبدالغفور برېښنا] زیار وه ايست او د يوه ټول منلي سرود په ډول يې په نړۍ کي درناوی کېده.
دې وخت کي ملي سرود په دې شکل وو:
څــــو چې دا ځمکه اسمان وي
څــــــو چې دا جـهان ودان وي
څو چې ژوند په دې جهان وي
څو چــــــې پاتې يو افغان وي
تـــــــــــل بـه دا افغانستان وي
تـــــــــــل بـه دا افغانستان وي
هزاره، که بلـــــــــــــوڅان يو
پشه يان، نـــــــــورستـانيان يو
ازبکان، که تـــــــــرکمـنان يو
پښتانه، کــــــــــه تاجيـکان يو
که هـــــــــــر قام يو افغـانان يو
د وطــن د مـــــــــــور بچــيان يو
دی شـعــار مـــــــــــــــــــو آزادي
ســــــــــــــــــــــوکـالي او ابـادي
عـــــــــــــــــــدالـت او تـــــــــرقي
ځـــــــــــــــــــو په لـوري د بــــري
دا مـو ږغ دی بخـتور
وايو الله اکـــــــــــــــــــــــــــــبر
وايو الله اکـــــــــــــــــــــــــــــبر

د جمهوريت سرود
څلورم پړاو: ۱۹۹۲-۱۹۷۸ع
د ثور له خونړۍ کودتا ورسته چي د [افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند] واک تر لاسه کړ، د نور محمد ترکي د واکمنۍ پر مهال ملي سرود بدل سو او نوي پښتو سرود [اکاډیمیسین سلیمان لایق] وليکه چي د موسيقۍ تړون يې [جلیل ځلاند] کړی وو چي د [ډاکټر نجیب الله] د حکومت تر ړنګېدو پورې ږغول کېده.
دې وخت کي ملي سرود په دې شکل وو:
ګرم شه لا ګرم شه
ته يـې مقدس لمره
ای د ازادۍ لـــمـره
ای د نېـکمرغـۍ لمره
موږ په طــوفــانونو کي
پرېـکړه د بــری لاره
هـم د تـور شـپو لاره
هــم د رڼایۍ لاره
سره د سربازۍ لاره
پاکه د ورورۍ لاره
ګرم شـه لا ګـرم شه
ته يــې مقـدس لمره
دا انقــلابي وطن
اوس د کارګـرانو دی
دغه د زمـرو میراث
اوس د بــزګرانو دی
تېر شو د ســتم دور
وار د مـزدورانو دی
ګرم شـه لا ګـرم شه
ته يـې مقـدس لمره
مـوږ وه نړیوالو ته
سوله او وروري غواړو
موږ وه زیار ایستونکو ته
خاصه آزادي غواړو
ګـرم شـه لا ګرم شه
ته يـــې مقدس لمره
ای د ازادۍ لـمره
ای د نېکمرغۍ لمره
مــوږ ورته ډودۍ غواړو
کـور غواړو، کالي غواړو

د افغنستان د خلق دیموکراتیک گوند، ملي سرود

پنځم پړاو: ۱۹۹۲-۱۹۹۶ع
کله چي په ۱۳۷۱ل/۱۹۹۲ع کال کي د هيواد واګي مجاهدینو ته په لاس ورغلې، د [داود فاراني] لاندي دري شعر یې د ملي سرود په توګه ونوماوه:
قلعه ی اسلام قلب آسیا جاویدان، آزاد خاک آریا
زادگاه قهرمانان بزرگ سنگر رزمنده مردان خدا
الله اکبر الله اکبر الله اکبر
تیغ ایمانش به میدان جهاد بند استبداد را از هم گسست
ملت آزاده ی افغانستان در جهان زنجیر محکومان شکست
الله اکبر الله اکبر الله اکبر
در خط قرآن نظام ما بود پرچم ایمان به بام بود
هم‌صدا و همنوا و همزبان وحدت ملی مرام ما بود
الله اکبر الله اکبر الله اکبر
شاد زی آزاد زی آباد زی ای وطن در نور قانون خدا
مشعل آزادگی را برفراز مردم برگشته را شو رهنما
الله اکبر الله اکبر الله اکبر

د افغانستان د اسلامي دولت ملي ترانه
 
شپږم پړاو: ۲۰۰۱-۱۹۹۶ع
کله چي په ۱۹۹۶ع کال طالبانو د ملا محمد عمر مجاهد تر مشرۍ لاندي کابل تر خپلي ولکې لاندي راوست او [د افغانستان د اسلامي امارت] یې اعلان کړ، یوه ترانه يې چي په غیر موزیکال شکل ويل سوې، او د شریعت ږغ راډیو د نشراتي پروګرام پیلیدونکې ترانه هم وه، د ملي ترانې په توګه وټاکله. ددې ترانې شاعر [مولوي اسحق نظامي] وو.
دغه ترانه د نامتو افغان ترانه ويونکي [فقير محمد دروېش] او ملګرو په ږغ کي ثبت سوه چي د ۱۳۷۵ل کال د [۱]مېزان پر شپږمه نېټه ماښام خپره سوه.
ترانه په دې ډول وه:

ساتو یې په سرو وينو، دا د شهیدانو کور
دا د باتورانو کــور

ستا کاڼي او بوټي ټول، موږه ته لعلونه دي، وينه پرې توی سوې ده سره لکه ګلونه دي
کلی څوک نيولای سي دا دی د زمريانو کور

دا د باتورانو کــور

تابه تل ازاد ساتو څو چي ژوندون زموږ، ستا تاريخ به ياد ساتو څو چي وي ژوندون زموږ

دې کي به بازان اوسې دا دی د بازانو کور

دا د باتورانو کــور

ای ګرانه وطن زما ځار شمه له تانه زه، ای ښايسته چمن زما ځار مه له تا نه زه

خلاص که له انګرېز نه وو شو د اورسانو ګور
دا د باتورانو کــور

ډېري ککرۍ ګوره پاتي د روسانو شوې، شنډي د هر يو دښمن واړه ارزوګاني شوې

هر چاته مالوم شولو دا د افغانانو کور

دا د باتورانو کــور

د افغانستان د اسلامي امارت ملي ترانه

 

اووم پړاو: -۲۰۰۴ع
د افغانستان د اسلامي امارت تر راپرځېدو او د انتقالي حکومت تر راتګ وروسته د نوي اساسي قانون جرګې پرېکړه وکړه چي نوی سرود دي وليکل سي. د ملي سرود لپاره ګڼ شمېر شعرونه راوړل سول چي په پایله کي د پښتو ژبې د نامتو شاعر [عبدالباري جهاني] ۱۸ بېته لرونکی شعر چي د نوي اساسي قانون له شلمي مادې سره پوره همږغی وو د ملي سرود د شعر په توګه ونومول سو.
نوی ملي سرود د افغان نامتو سندرغاړو هر يو عبدالوهاب مددی، صادق فطرت (ناشناس)، پیکر افسـانه، حسن ارمان، مشعل ارمان، شهنا او په زمينه (بګرونډ) کي د څو نورو ځوانانو په ږغونو کي ثبت او تائید وړ وګرځېد
دغه ملي سرود په دې شکل دی:
داوطـن افـغـانـستـان دی
داعـزت د هـر افـغــان دی
کـور دسـولي کـور د تـوري
هربچی یې قهرمان دی
دا وطن دټـولو کور دی
د بلوڅو د ازبکو
د پښـتون او هـزاره وو
د تــرکمـنو د تـاجـکو
ورســـره عـرب گوجر دی
پامیــریان نورستانیان
بـراهوی دي قـزلـبـاش دي
هـم ایــماق هـم پشیان
دا هیــواد به تل ځلـــېـږی
لکه لمـر په شنه آسمان
په سینه کي د آسیا به
لکه زړه وی جاویدان
نوم د حـق مو دی رهـبــر
وایو الله اکبـر وایـو الله اکبـر

اوسنی ملي سرود

[۱] [:شريعت- پنځم کال، شپږ شپېتمه ګڼه – پرله پس ۳۵۳… ۱۳۷۹ هـ ش کال]

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!