منډيګک
افغان تاريخ

مولانا عبدالرحیم پوپلزی پېښوری

څېړنه او ژباړه د محمد معصوم هوتک

0 290

مولانا عبدالرحیم پوپلزی پېښوری

د اماني خوځښت سرتېری مدافع او د هغه کورنۍ

په پېښور کي د مغولي زمانې څلور مشهور جوماتونه (مسجدونه) سته چي د هغو د ودانوونکو په نومو تر اوسه لا هم ولاړ دي. یو ئې د مهابت خان جومات، بل ئې د قاسم عليخان جومات، دریم ئې د گنج علیخان جومات او څلرم ئې د دلاورخان جومات دئ. دا څلور سره مسجدونه د پېښورپه قصه خوانۍ کي واقع دي. ویل کېږي چي په قصه خوانۍ کي پخوا له باړې سیند څخه یوه را جلا سوې ناله تېرېدله او مهابت خان جومات او قاسم علیخان جومات ئې پر لویدیځه غاړه او گنج علیخان او دلاور خان جوماتونه ئې پر ختیځه څنډه پراته ول. د باړې سیند خپل مسیر د زمانې په اوږدو کي اړولی دئ او اوس په قصه خوانۍ کي نه تېرېږي.

قاسم علی خان مسجد

 

 د مهابت خان جومات د شاهجهان او اورنگزېب په وختو کي د کابل او پېښور د گورنر نواب مهابت خان کمبوه ( ۱۶۳۴ع مړ ) په اراده ودان سوی دئ او د ودانولو چاري ئې په ۱۶۳۰ع کال پیل او تر بشپړېدو پوري ئې څو لسیزي نیولي دي. وایي چي مهابت خان ددې جومات ودانۍ د لاهور د شاهي مسجد په شان نقشه کړې وه. صفیه حلیم د پېښور پوهنتون د ارکیالوجۍ څانگي د پروفیسور ډاکټر ابراهیم شاه له خولې کښلي دي چي قاسم علیخان د اورنگزېب یو ټیټ رتبه افسر”واقعه نویس” او دلاور خان روهیله د کابل مغولي منصبدار وو. دلاور خان جومات ئې په ۱۶۵۸ع کال کي ودان سوی بللی دئ. گنج علیخان هم د شاهجهان او اورنگزېب د عصر منصبدار وو. په دې ډول دا څلور سره جوماتونه د اوولسمي عیسوي پېړۍ را پاته سوي ودانۍ دي. په ۱۸۲۳ع کال چي سیکانو پر پېښور باندي خپله واکمني ټینگه کړه، دغه جوماتونه او ورسره نوري ودانۍ ئې ونړولې خو د پېښور د واکمن یارمحمد خان محمدزي او سیکانو تر تړون وروسته څلور سره مسجدونه بیرته ترمیم او ودان سول.

مهابت خان جومات

د قاسم علیخان جومات د سرپرستۍ او خطابت چاري له زیات و کم یوې نیمي پېړۍ راهیسي د یوې پوپلزۍ کورنۍ پر غاړه پرتې دي چي تر ننه پوري لا هم دغه وظیفه پر مخ بیایی. دا کورنۍ د متحد هندوستان او په تېره بیا د پښتنو په ټولنیزو او سیاسي مذهبي خوځښتونو کي ډېره فعاله پاته سوې ده. کله چي په برتانوي هند کي د انگرېزانو پر ضد د ۱۸۵۷ع کال تر قیام وروسته د نیمي وچي مسلمانانو او په تېره بیا د شاولي الله دهلويرح(۱۱۱۴ ـ ۱۱۷۶هـ ق) پیروانو د دیوبند مدرسې د تاسیس له لاري په مسلمانانو کي د تعلیم خپرولو او د هغوی د پوهولو سوله ییزخوځښت را منځ ته کړ. د پښتنو په سیمه کي ددغه خوځښت په خپرولو کي د پېښور دغي پوپلزۍ کورنۍ ډېر اغېزمن رول ولوباوه دا ځکه چي ددې کورنۍ مشرانوعلماوو له ډېر پخوا څخه په سیمه کي مذهبي رسوخ لاره او خلکو ورته  زیات درناوی درلود. په دوی کي درو تنو مولانا عبدالحکیم پوپلزي او زامنو ئې مولانا عبدالرحیم پوپلزي او مولانا عبدالقیوم پوپلزي د برتانوي استعمار پر ضد د پښتنو د نورو اجتماعي ـ سیاسي سازمانونو لکه خدای خدمتگارانو او نورو پر څنگ اساسي نقش درلود. په دې حاضره لیکنه کي زه غواړم د خپلو موجودو مدارکو په محدوده کي دغه کورنۍ لوستونکو ته ور وپېژنم.

پېښور ښار د جمعې د لمانځه وروسته په مهابت خان جومات کي؛۱۹۲۰ع, پېښور

ددې کورنۍ په باب محلي روایت وایي چي مشر نیکه ئې د افغانستان له غزني څخه پېښور ته تللی او هورې میشت سوی دئ. ددې کورنۍ مشر نیکه قاضي عبدالرحیم خان په پېښور کي د قاضي القضاة منصب درلود( ۱۸۲۳ع). دغه وخت د پېښور “فرمانروا” سردار محمد عظیم خان وو. البته باید وویل سي چي زموږ تر بحث لاندي مولانا عبدالرحیم پوپلزی د همدغه قاضي عبدالرحیم خان کړوسی دئ چي وروسته به پر وږغېږو. د قاضي عبدالرحیم خان شجرة النسب ئې په روحانیت اور عوامی تحریک” نومی کتاب کي چي په ارود ژبه د ډاکټر عبدالجلیل پوپلزي په قلم لیکل سوی دئ، په دې ډول ثبت کړې ده:

قاضي عبدالرحیم بن حافظ احمد خان بن حاجی عبدالرحمان خان بن مومن خان بن غازی خان بن صحبت خان بن اسماعیل خان بن بهادر خان بن سردار خان (صدو) بن بامی بن پوپل.

د قاضي عبدالرحیم خان زوی مولانا محمد امین پوپلزی نومېد. دی یو درویش صفته زاهد او د قران حافظ متقي وو.  د درس او تدریس سلسله ئې هم جاري ساتلې وه او شعر ئې هم وایه. وفات ئې د ۱۳۰۹هـ ق کال د ربیع الاول پر ۲۱مه پېښ او په پېښور کي د رحمان بابا په هدیره کي ښخ دئ.  محمد اسماعیل خاکی ئې په فارسي ژبه مرثیه ویلې ده چي مطلع ئې داسي ده:

قیامت اگر نیست خود چیست آه

که رفت از جهان آن فضیلت پناه

په دې مرثیه کي ئې د وفات نېټه داسي راوړې ده:

به بیست و یکم از ربیع نخست

ازین کوه غم کاست خلقس چو کاه

به یکشنبه شد گر بنای جهان

خلافش درین روز آمد نگاه

پی سال رحلت بُدم در تلاش

که خورده زِ هاتف به گوشم پگاه

بینداز تاج سرور و طرب

زمانش که گفتی “فضیلت پناه”

د مفتي عبدالرحیم پوپلزي د روحاني ژوند په اړه کتاب

 

ليکوال: ډاکټر عبدالجليل پوپلزی

کتاب له دې ځايه تر لاسه کړئ.

په دې نېټه کي تاریخي ماده “فضیلت پناه” ده چي ابجدي ارزښت ئې (۱۳۷۸) کېږي. له دې مادې څخه چي د “سرور” او ” طرب” د تاج یعني ( س، ط) ابجدي قیمت ( ۶۰ + ۹= ۶۹) د “بینداز” په قرینه منفي سي (۱۳۰۹) پاتېږي چي دا په قمري حساب د مولانا محمد امین پوپلزي د وفات کال دئ.

مولانا محمد امین پوپلزي دوه ودونه کړي ول چي له هغو څخه ئې درې زامن  عبدالحمید (وفات ۱۳۲۲هـ ق شوال)، عبدالکریم، عبدالحکیم (مفتي) پاته سول.

مولانا عبدالحکیم پوپلزی په ۱۲۸۴هـ ق کال په پېښور کي زېږېدلی وو. په پېښور کي ئې له خپل پلار او نورو اساتذه وو څخه د تعلیم تر بشپړولو وروسته د هندوستان له “دیوبند” مدرسې څخه تحصیلي سند  واخیست. له دیوبند څخه تر فارغېدو وروسته لکهنوته ولاړ. له هغه ځایه رامپور ته وخوځېد او هورې د اجمیر شریف په “مدرسه معینیه” کي د سرمدرس په توگه وټاکل سو. څه موده ئې هورې تېره کړه او بیرته خپل پلرني ټاټوبي پېښور ته ستون سو او په پېښور کي د قاسم علیخان جومات د خطابت چاري ور وسپارل سوې او پر څنگ ئې د صوبه سرحد د “مفتي اعظم” مقام هم ورکول سو.

مولانا عبدالحکیم پوپلزی په صوبه سرحد کي د خلافت تحریک فعال غړی وو. ددې صوبې د خلافت تحریک د صدر وظیفه ئې هم پر غاړه وه او د وفات تر وخته پر دغه مقام پاته سو. د خلافت تحریک په هغو ورځو کي د هندوستاني مسلمانانو واقعي استازیتوب کاوه. نوموړي د صوبې علماء د خلافت په صوبایي کمیټه او جمعیت علماء سرحد کي سره تنظیم کړل. د همدې فعالیتو له اسیته انگرېزي حکومت په ۱۹۲۰ع کال بندي کړ چي د حکومت ددې عمل پر خلاف په زرگونو تنو په قاسم علیخان جومات کي اعتراض وکړ.

مولانا عبدالحکیم د قرآن حافظ وو او د حج فریضه ئې ادا کړې وه. په پنځو ژبو پښتو، فارسي، اردو، عربي او هندکو ئې شعرونه ویلي ول چي له بده مرغه زیاته برخه ئې د زمانې سېلابونو له منځه وړې ده. نوموړي د قاسم علیخان جومات پر خطابت سربېره د پېښور ښار د عیدگاه امامت هم کاوه.

مولانا عبدالحکیم پوپلزی په ۱۸۶۵ع کال زېږېدلی او د ۱۹۳۳ع کال د مې پر لسمه = ۱۳۵۲هـ ق د محرم الحرام ۱۴مه د سهار پر اتو بجو وفات سوی دئ. قبر ئې د رحمان بابا په هدیره کي دئ. پر وفات ئې د وخت شاعرانو مرثیې ویلي دي چي په هغو کي بیدل قریشی فاروقي پېښوري د ” اشک غم” تر عنوان لاندي په پارسي ژبه درنه مرثیه ویلې ده چي د سر بیتونه او د وفات تاریخ ئې داسي دي:

آه مولانای ما عبدالحکیم

کرد رحلت شد دل عالم دونیم

قبله ارباب فضل و اهل علم

رهنمای خلق با خُلق عظیم

هادی راه هدایت بی گمان

حامی شرع متین و مستقیم

حافظ قرآن و مقبول جهان

عارف ذات خداوند کریم

……………..

سال نقلش گفت بیدل هاتفم

“شد بجنت تا ابد عبدالحکیم”

وروستی نیم بیتی تاریخي ماده ده چي ابجدي قیمت ئې (۱۳۵۲هـ ق) کېږي او همدا ئې لکه پورته چي مو ولیکل، په هجري قمري حساب د وفات کال دئ. په پښتو ئې هم مرثیې سته. په پېښور کي د مولانا عبدالحکیم پوپلزي په نامه یوه کوڅه هم سته.

مولانا عبدالحکیم پوپلزي څلور لوڼي او شپږ زامن عبدالبصیر، عبدالنصیر، عبدالغفور، عبدالرشید، عبدالرحیم، عبدالقیوم درلودل چي په هغو کي ئې یوازي عبدالرحیم او عبدالقیوم وپائېدل نور زامن ئې یا په وړکتوب یا ځواني کي مړه سوي دي. د مولانا عبدالحکیم د وفات پر وخت دده مشر زوی مولانا عبدالرحیم پوپلزی د انگرېزي حکومت په زندان کي بندي وو ځکه نو د پلار ځایناستی دده کشر ورور مولانا عبدالقیوم پوپلزی وټاکل سو چي وروسته به پر وږغېږم.

مولانا عبدالرحیم پوپلزی:

مولانا عبدالرحیم ئې د خپل نیکه په نامه نومولی وو چي زموږ د همدې لیکني د بحث اساسي موضوع همده ته ځانگړې سوې ده. تر دې وروسته به ئې زه د مولانا عبدالرحیم پوپلزی په نامه یادوم.

مولانا عبدالرحیم پوپلزی

مولانا عبدالرحیم پوپلزی په ۱۳۱۰هـ ق = ۱۸۹۰ع کال د پېښور په گاړيخانه کي زېږېدلی وو. لومړنۍ زده کړي ئې له خپل پلار مولانا عبدالحکیم پوپلزي او نورو سیمه ییزو علماوو څخه بشپړي کړې او په ۱۹۰۸ع کال د نور تحصیل په نیت لومړی رامپور او بیا دیوبند دارالعلوم ته ولاړ او د شیخ الهند مولانا محمود الحسن صاحب شاگرد سو. له شیخ الهند څخه ئې د حدیثو سند تر لاسه کړ. پروفیسر ډاکټر فخرالاسلام  کښلي دي چي مولانا عبدالرحیم پوپلزي په دیوبند کي د شیخ الهند مولانا محمود الحسن صاحب پر شاگردۍ سربېره دهغه لاسنیوی هم وکړ. په دیوبند کي د تحصیل تر بشپړېدو وروسته د خپل مرشد په امر بیرته پېښور ته ستون سو. دلته ئې په قاسم علیخان جومات کي” مدرسة الاسلامیة الصمدیه” تاسیس کړه (۱۹۱۴ع). د مولانا عبدالرحیم پوپلزي عقیده او عمل د شاولی الله دهلوي، د خپل مرشد مولانا محمود الحسن صاحب، مولوي نجم الدین ( د هډې ملاصاحب)، مولانا عبیدالله سندهی او د ترنگزو د حاجي صاحب له افکارو څخه اغېزمن ول.

پروفیسر ډاکټر فخرالاسلام د ډاکټر عبدالجلیل پوپلزی د “عوامی جد و جهد آزادی” اردو اثر د محتویاتو پر بنسټ د مولانا عبدالرحیم پوپلزي دیني، اجتماعي او سیاسي فعالیتونه پر درو برخو وېشلي دي:

۱ــ لومړۍ دوره له ۱۹۱۲ع څخه تر ۱۹۱۹ع پوري. په دغه دوره کي مولانا عبدالرحیم پوپلزی د شاه ولي الله صاحب د تعلیماتو پر بنسټ د تعلیمي ریفورمونو په پلي کولو او د آزادۍ په مبارزو کي مصروف وو. دی د “ورېښمین دسمال ” تحریک د جنگیالیو او د” حزب الله” په غورځنگونو کي فعال غړی وو.په دغه دوره کي ده د پېښور د یکه توت په دارالعلوم کي درس لووست خو خپل دیني او اجتماعي مسئولیتونه ئې هم له پامه ایستلي نه ول.

۲ــ دوهمه دوره له ۱۹۲۰ع څخه تر ۱۹۳۵ع پوري. مولانا عبدالرحیم پوپلزی په دې دوره کي په کانگریس پارټۍ کي په فعالیت بوخت وو. په هجرت کي او خلافت تحریک کي هم شامل غړی وو. په دغه دوره کي ئې د کانگریس د سرحد کمیټه تنظیم کړه. په ۱۹۲۴ع کي ئې په هغه غونډه کي فعال گډون وکړ چي د اپریل پر ۳ـ۴ ورځو کي د جمعیت العلمای سرحد د تاسیس په نیامت جوړه سوې وه. په ۱۹۲۷ع کي د همدې جمعیت په ورکینگ کمیټه کي د غړي په توگه وټاکل سو.

۳ــ دریمه دوره چي دده د ژوند ډېره مهمه دوره وه، له حج څخه تر راستنېدو وروسته پیل کېږي. نوموړی په ۱۹۳۵ع کال د حج په سفر وووت. دوه کاله ئې په مکه معظمه او مدینه منوره کي تېر کړل. په دغه موده کي ئې په حجاز کي له مولانا عبیدالله سندهي، غازي امان الله خان سره لیدني کتني وکړې. جدیدالاسلام مولانا عبیدالله سندهي د هندوستان د خپلواکۍ گټلو په خوځښت کی یو مهم چپي سیاسی رکن وو. ده د خپلواکۍ او له استثماره خلاصي ټولني د جوړولو له پاره مبارزه کوله. کله چي د هند ازادۍ غوښتونکو په افغانستان کي موقت حکومت تاسیس کړ( ۱۹۱۵ع)، مولانا سندهي ئې خارجه وزیر وو.  مولانا سندهي په ۱۸۷۲ع کال د برتانوي هند په سیالکوټ کي د یوه سکهـ په کهاله کي وزېږېد. په ۱۵ کلني ئې په اسلام مشرف سو. مولانا سندهي د هندوستان د تقسیم مخالف وو. په ۱۹۴۴ع کال د اگسټ پر ۲۱مه وفات سو.

مولانا عبدالرحیم پوپلزی له دوی سره تر ملاقات وروسته ترکیې ته ولاړ او هورې ئې له مصطفی کمال اتاترك سره هم وکتل.دې لیدنو کتنو د هندوستان د آزادۍ گټلو په مبارزه کي دده او مولانا عبیدالله سندهي ترمنځ د سلا مشورو زمینه برابره کړه. مولانا عبدالرحیم پوپلزی د هغه پټ تشکیل غړی وو چي د ” ورېښمینو دسمالونو” یا ” جنودالربانیه” په نامه د مولانا عبیدالله سندهي له خوا په مدینه منوره کي جوړ سوی وو. ښاغلي عبدالباري جهاني په خپل ” تاریخي ترجمې” نومي اثر ( ۳۳۴مخ) کي د یوه لیک لنډه ترجمه راوړې ده او په هغې کي د جنودالربانیه د نظامي تشکیل یو جدول او د هغه شرحه سته. په دې شرحه کي د تشکیل د “نایب سالارانو” په لړ کي د “مولانا عبدالرحیم صاحب” نوم سته چي زه یقین ته په نزدې گمان ویلای سم چي دی به زموږ تر بحث لاندي عبدالرحیم پوپلزی وي.

 

ډاکټرعبدالجلیل پوپلزي د خپل نیکه مولانا عبدالرحیم پوپلزي د یوه روایت له مخي کښلي دي چي امان الله خان غازي ئې په نبوي حرم مقدس کي پړمخي پروت ولید او د خپل سر ورېښتان ئې د جارو په شکل د حرم پر مځکه موښل. مولانا ویل دا هغه څوک دئ چي ځینو مفسدینو له اسلام څخه د اوښتلو په الزام له تخت و تاجه وغورځاوه او ده له اسلام او حضرت رسالتماب(ص) سره دومره زیاته مینه لرله.

د حج تر دوه کلن سفر وروسته د مولانا عبدالرحیم په خیالاتو کي څرگند بدلون لیدل کېږي او د طبقاتي مبارزې خوا ته ئې میلان پیاوړی کېږي. دی د” جمعیت نوجوانان سرحد” په نامه یو چپي سازمان جوړوي. دا سازمان وروسته د “نوجوان بهارت سبها” په نامه شهرت مومي او پالیسي ئې د هغه وخت د نورو سازمانونو لکه کانگریس او خدایي خدمتگارسره توپیر درلود. دغو دوو سازمانو پر عدم تشدد باندي خپلي مبارزې پر مخ بېولې. “نوجوان بهارت سبها” لومړنی چپي سازمان وو چي غړي ئې مسلمانان او هندوان دواړه ول. دغه وخت ئې ( ۱۹۲۷ع) د “سرفروش” په نامه یوه اونیزه جریده هم خپروله چي په هغې کی ئې په سرحد کي د استعماري مقاماتو د مظالمو پر خلاف توندي انتقادې مقالې خپرولې. مولانا صاحب به د خپلو لیکنو پر سر ۲۵۷عدد کیښ چي د ” انقلاب زنده باد” ابجدي ارزښت وو.

څرنگه چي مولانا عبدالرحیم پوپلزی د ” نو جوان بهارت سبها” د سیاسي پلاټفورم پر بنسټ د چپي سیاست له مخکښانو څخه وو، ځکه نو په ځینو لیکنو کي نوموړی د ” اشتراکي ملا ” په نامه یاد سوی دئ. له “اشتراکي” څخه ئې مراد سوسیالیسټي افکارو ته معتقد توب وو. خو د پښتنو د تاریخ د دغي دورې د محققو څېړونکو په نظر مولانا په هغه معنی سوسیالیسټ نه وو چي نن ورځ ئې د ماديت تیورۍ پلویان تعبیروي بلکي مولانا عبدالرحیم پوپلزي د سیاسي آزادۍ پر څنگ د اقتصادي خپلواکۍ حصول هم په خپلو اولیتو کي ځای کړی وو او په ټولنه کې ئې د غریبو طبقاتو د حقوقو اعاده هم د نصب العین په توگه ټاکلی وه.خو په اصولو کي ده پر هغو قدمو گامونه ایښودل چي شاه ولی الله دهلوي او مولانا عبیدالله سندهي د خپلو مبارزو له پاره ټاکلي ول.

مولانا عبدالرحیم پوپلزي د خدایي خدمتگارانو له مشر خان عبدالغفار خان ( پاچا خان) سره هم د هندوستان د آزادۍ گټلو په مبارزو کي نېک تفاهم درلود. نوموړي له پاچاخان سره د ۱۹۳۰ع کال پر ۱۹مه د ” نوجوان بهارت سبها” په دفتر کي اوږدې خبري کړي وې. پاچاخان په دې کتنه کي مولانا صاحب ته د خپل تنظیم په باب پوره معلومات ورکړي ول. د همدغه کال د اپرېل پر ۲۳مه چي د قصه خوانۍ د قتل عام په ورځ مولانا عبدالرحیم پوپلزی گرقتار سو او د نهه کاله بند حکم ورباندي وسو. پاچاخان ته درې کاله بند سزا ورکړه سوه. دوی دواړه په ۱۹۳۱ع کال د گجرات له محبسه آزاد کړه سول. د ۱۹۳۱ع کال د مارچ پر ۲۳مه چي د قصه خوانۍ د شهیدانو ورځ نمانځل کېده، د جلوس مشري د مولانا عبدالرحیم پر غاړه وه. یوه میاشت وروسته چي په بازیدخېلو کي د خدایي خدمتگارانو جلسه وه، صدارتي تقریر ئې مولانا عبدالرحیم وکړ. په ۱۹۳۷ع کال ئې په شاهي باغ کي د پاچاخان د جلوس مشري او د جلسې صدارت هم وکړ.

د شینوارو د بغاوت پر وخت د غازي امان الله خان په ملاتړ هڅي:

د ۱۹۲۸ع کال په نومبر کي د شینوارو قوم د غازي امان الله خان پر خلاف د افغانستان په ختیځ کي بغاوت وکړ. دې بغاوت د پښتونخوا علماء او په تېره بیا مولانا عبدالرحیم پوپلزی اندېښمن کړل. د دوی په نظر دا بغاوت په هندوستان کي د برتانوي حکومت له خوا جوړه سوې توطئه وه. د پښتونخوا زیاترو علماوو د مولانا عبدالرحیم پوپلزي په گډون د امان الله خان په پلوي د بغاوت د پراخېدو د مخنیوي له پاره فتواوی خپرې کړې. په افغانستان کي دننه د مشرقي سیمي بېلابېلو قومونو د سولي راوستلو په نیت د ۱۹۲۹ع کال د مارچ پر ۱۲مه یوه جرگه راوغوښتله . د پېښور علماوو هم غوښته چي په دې جرگه کي گډون وکړي خو انگرېزي حکومت ئې ممانعت وکړ. مولانا عبدالرحیم پوپلزي په ” روداد وفد علمای صوبه سرحد” کي کښلي دي چي د پېښور د خلافت کمیټې له حکومت څخه وغوښته چي دوی ته په دغه جرگه کي د گډون اجازه ورکړي خو حکومت ئې ممانعت وکړ. علماوو په یوه اعلامیه کي چي د ۱۹۲۹ع کال د مارچ پر ۲۵مه خپره سوه، د حکومت دا کار په دیني امورو کي مداخله وبلله ځکه د مسلمانانو تر منځ د سولي راوستل د علماوو دیني فریضه ده او ددې فریضې پر وړاندي د حکومت له خوا ممانعت ایجادول د دیني فرایضو مخنیوی دئ چي د محکومیت وړ یو عمل گڼل کېږي. د ۱۹۲۹ع کال په اپرېل کي د خلافت کمیټې دفتر یو وفد وټاکه چي د مردان مولانا شاه رسول ئې صدر او مولانا عبدالرحیم پوپلزی ئې منشي وو. مولانا عبدالرحیم پوپلزی په دغه وخت کي د “مفتی سرحد” مقام درلود. ددې وفد دنده د امان الله شاه او د یاغي قومونو تر منځ وساطت وو. دا وفد افغانستان ته د مومندو له لاري کونړ ته ولاړ او له هغه ځایه ئې خپله دوره پیل کړه. ددې وفد د هلوځلو بشپړ راپور د مولانا عبدالرحیم پوپلزي له خوا په اردو ژبه لیکل سوی او د “افغانستان مین قیام امن” ( تحریک خلافت کی وفد کی تاریخی کهانی) په نامه اول وار د قاضی محمد عرفان په اهتمام په ۱۹۲۹ع کال په راولپنډۍ کي چاپ سوی دئ. دغه راپور د “ روداد وفد علمای سرحد” په نامه دوهم وار د ۱۹۹۶ع کال په اکتوبر کي هم چاپ سوی دئ.څرنگه چي ددغه وفد د فعالیت په باب معلومات د اماني خوځښت د څېړونکو له پاره زما په نظر گټور ثابتېدلای سي، نو غواړم چي ددغه راپور نسبتاً مفصل بیان په دې لیکنه کی راوړم.باید ووایم چي ددغه راپور د چاپ پر وخت غازي امان الله شاه له وطنه وتلی او ایټالیا ته رسېدلی وو.

کابل ته د علماو د سفر په اړه يو مهم کتاب

ددې راپور په سر کي مولانا عبدالرحیم پوپلزي د” بد نصیب ایشیا ” تر سرلیک لاندي یوه سریزه کښلی ده چي دلته به ئې یوه برخه پخپل انتخاب وژباړم:

نن ورځ ایشیا د خپل یو جلیل القدر بچي اعلیحضرت شهریار غازي پر زوال یو مخ ماتمکده سوې ده.اغیار مطمئن او خوشاله دي چي د چل او خدعت، د سرو او سپینو زرو په باران ئې د یوه آزاد سلطنت د اتحاد شیرازه دړي وړي کړې ده. غرضي او د حرص په دام کي ښکېل او غلام علماء خوښ دي چي د خپلو مادي گټو له پاره ئې په افغانستان کي چي د ټولي ایشیا زړه دئ، د فتنې او فساد لمبې بلي کړي دي. خو بد نصیبه ایشیا ویني چي له مذهب څخه ناخبرو لېونود آزادۍ داسي مقدس تحریک فنا کړی دئ چي له افغانستانه ئې د غلامۍ ټغر ټول کړ… اعلیجضرت شهریار غازي چي تر پرونه د یوه خپلواک دولت فرمانروا وو، نن د خپلو وطني خلکو د جهالت ښکار سوی او د پردېسۍ،غربت او گمنامۍ ژوند تېروي… هغه ورځ لیري نه ده چي د افغانستان حریص او طامع مفسدین به … اعتراف وکړي چي اعلیحضرت شهریار غازي د خپل وطن رښتینی همدرد او خیرخواه وو او دده د سلطنت ټینگښت به په ایشیا کي د خپلواکۍ پاڅون پیاوړی کړی وای.

تر دې لنډو خبرو وروسته ئې په افغانستان کي د ۱۹۲۹ع کال د نومبر بغاوت جریان بیان کړی او هغه تاوانوته ئې اشاره کړې ده چي ددغه بغاوت په نتیجه کي د جلال آباد تاریخي ودانیو او دولتي تاسیساتو لکه مکتبه رشدیه، سراج العمارة، باغ کوکب او نورو عمارتو ته اوښتي ول. دغه راز ئې ددغو تباهیو په باب د هندوستاني حکامو خاموشۍ او د بغاوت پر علل و اسبابو د اعلیحضرت امان الله خان د عفوي د هغه فرمان په روڼا کي نظر اچولی دئ چي د ۱۹۲۹ع د جنورۍ پر لسمه صادر سوی وو. د فرمان عین متن ئې هم رانقل کړی دئ. دغه راز ئې کښلي دي چي د هندوستان خلک ددغو حالاتو له امله زیات خواشیني سول او په پېښور کي ئې ددغه بغاوت پر خلاف د عظیم الشانو جلسو، له ولولو ډکو ویناوو، له غمناکو لیکنو له لاري ئې خپل احتجاج څرگند کړ. بسپني او اعانې ئې ټولي کړې او اصلاحي وفدونه ئې تیار کړل. په افغانستان کي ئې د امن و امان او د اعلیحضرت شهریار غازي په ملاتړ ئې چي څه له وسه کېدل، درېغ ئې نه کړل.

ورپسې ئې کښلي دي چي څه موده وروسته سردار هاشم خان مشرقي ته ورسېد او د ۱۹۲۹ع کال د مارچ پر ۱۶مه ئې په هډه کي د سمت مشرقی د ټولو اقوامو د یوې غونډي تابیا ونیوله. د پېښور د خلافت مجلس او ځینو علماوو په اتفاق سره دغي غونډي ته د گډون هیله وښوده او دا کار ئې اسلام ته یو ستر خدمت وباله. د مجلس خلافت جنرل سکرټري د پاسپورټ اخیستلو له پاره د پېښور ډپتي کمشنر ته یو لیک ولېږه چی د رد جواب ئې تر لاسه کړ او پلمه ئې دا راوړه چي حکومت د افغانستان په کورنیو چارو کي لاس نه وهي! د پاسپورټ تر رودلو وروسته علماوو د مارچ پر ۲۵مه په قاسم علیخان جومات کي جلسه وکړه او په افغانستان کي ئې د امن ټینگول او د شهریارغازي امان الله خان په باب د غلط فهمیو له منځه وړل ئې یوه دیني فریضه وبلله او وئې پتېیل چي د علماوو یو مستقل وفد به افغانستان ته د حکومت له اجازې پرته ځي او د وفد له پاره دغه تجویز پاس کړ:

یوــ د صوبه سرحد د علماوو دې غونډي د افغانستان ټول حالات او واقعات او د فریقینو ټولي مخالفي او موافقي لیکلي ویناوي، فتواگاني او د ځینو باوري کسانو عیني شهادتونه تر غور او څېړني لاندي ونیول او دغي حتمي نتیجې ته ورسېدله چي اعلیحضرت شهریار غازي امان الله خان پوخ مسلمان دئ. دده پر خلاف چی کومي فتواوي خپرې سوي دي په قطعي توگه د شریعت غرا مخالفي دي او د اعلیحضرت شهریار غازي پر ضد چي کوم ښورښت روان سوی دئ صریح بغاوت او په قطعي توگه ناجائز دئ.

په دې ډول دا غونډه د افغانستان اوسېدونکو ته لارښوونه ( هدایت) کوي چي ځانونه دي ددغه اعلیحضرت اطاعت ته تیار او آماده کاندي او له هغو کسانو سره چي د اعلیحضرت سره په پرخاش کي دي، تعلق او اړیکي و نه لري ځکه  یوازي همدا اعلیحضرت د افغانستان حقیقي او جائز پادشاه دئ او داسي اولوالامر دئ چي اطاعت ئې واجب او حتمي دئ.

دوه ــ د صوبه سرحد د علماوو دا غونډه ددې خبري یادونه کوي، حکومت چي د سرحد علماء افغانستان ته د یوې څرگندي مذهبي فریضې یعني د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له پاره له تگ څخه منع کړي دي په مذهبي چارو کي یو صریح مداخلت دئ. دا غونډه د احتجاج ږغ پورته کوي او تجویز ئې نیولی دئ چي د څو علماوو یو وفد به افغانستان ته ددې له پاره ځي چي هلته د امن و امان له پاره جد و جهد وکړي. امید دئ چي حکومت د بلي غلطۍ مرتکب نه سي او په مذهبي چارو کي د نه لاسوهني ثبوت ورکاندي.

ددې تجویز له مخي دې غونډي ددغه وفد له پاره دغه حضرات وټاکل:

 ۱ـ مولانا شاه رسول صاحب              ساکن بالاگړهی مردان پشاور

۲ـ مولانا عبدالقهار صاحب مروت        نوشهره پشاور

۳ـ مولوي شایسته گل صاحب              ساکن مته مردان پشاور

۴ـ مولوي امین الحق صاحب              ساکن طورو مردان پشاور

۵ـ مولوي شاکرالله صاحب                ساکن نوشهره پشاور

۶ـ مولوي میراجان صاحب               ساکن زیارت کاکاخېل پشاور

۷ـ مولوي اسرائیل صاحب               ساکن اتمانزی چارسده پشاور

۸ـ مولانا عبدالروف صاحب             ساکن گډی تحصیل صوابی پشاور

۹ـ مولانا شاه محمد صاحب              ساکن تورلاندی مردان پشاور

۱۰ـ مولانا عبدالرحیم پوپلزی           ساکن محله گاړیخانه پشاور

دغه راز دې غونډي د وفد د خدمتگارانو( خدام) په توگه دغه کسان وټاکل :

۱ـ حاجي عبدالمالک خان                 ساکن کافورډهیری پشاور

۲ـ خان محمد اکرم خان                   ساکن ده بهادر پشاور

۳ـ مولوی عبدالله                              ساکن هزاره پشاور

۴ـ سید محمد یوسف صاحب             ساکن مردان پشاور

د اپرېل پر ۲۰مه د پېښور په خلافت دفتر کي د صوبه سرحد د علماوو یوه ستره جلسه وکړه د وفد پر “طریق عمل” ئې بحث وکړ. د وفد مشر ئې مولانا شاه رسول صاحب او ناظم ئې مولانا عبدالرحیم پوپلزی وټاکه.

مولانا عبدالرحيم او ملګري يوه جنازه کي

د اپرېل پر ۲۱مه د سهار پر لسو بجو وفد د خلافت له دفتر څخه د یوه ستر جلوس په بدرگه روان سو. د قصه خوانۍ له لاري کابلۍ دروازې ته ورسېد. هورې لارۍ موټر ورته ولاړ وه او د ” شبقدر فورټ” پر لور رهي سول. په شبقدر فورټ کي ئې بیا غونډه وکړه او د وفد صدر مولانا رسول شاه صاحب، د اتمانزو خان عبدالغفار خان(پاچاخان) او حکیم عبدالرحمان خان د وفد د اړتیااو د هغه د مقصد په باره کي ویناوي وکړې او وفد پر درې بجې د افغانستان پر لور حرکت وکړ.

په دې راپور کي د سفر نور تفصیلات او کرونولوژیک بیان ( ۴۷ مخه) راغلی دئ چي بشپړه ترجمه ئې ما (هوتک) په دې باب د یوې رسالې د لیکلو له پاره پرې ایښې ده. دې وفد د کونړ، سرکاڼو، سنگر، ترنگزیو، زیارت په کلیو او بانډو کي غونډي او جلسې کړي دي. خلکو ته ئې د اعلیحضرت غازي امان الله خان د ملاتړ توصیې او لارښووني کړي دي. د هغو خلکو د ملاتړ لیکونه، پیغامونه او د هغوی نومونه ئې په تفصیل راوړي دي چي غازي شهریار ئې د افغانستان واجب الاطاعت پاچا بللی او د هغه پر خلاف بغاوت ئې ناروا او ناجائز عمل گڼلی دئ. د راپور په پای کي مولانا عبدالرحیم پوپلزي یوه دعائیه راوړې ده چي دلته به ئې ژباړه د یوه تاریخي سند په توگه را نقل کړم:

اې لویه خدایه!

ته علیم او خبیر یې.د کائناتو د نظام ذره ذره له تا پټه نه ده. ستا د پراخ رحمت څخه دې عاجز ته توان وبخښې او ستا له فضل و کرم څخه د خیر او نېک عمل توفیق را عطا کاندې. ته خبر یې چی دا ټول کارونه مو ستا د رضا او ستا د مخلوق د ښېگڼي دپاره کړي دي. ته زموږ دا ناڅیز عمل قبول ولرې.

افغانستان ته  ورځ تر بلي زیاتېدونکې ترقي راولې او بشپړ امن او خپلواکي ورته عطا کاندې. د اشرارو له فتنو څخه ئې پاک و صفا کاندې.افغان ملت ته له ذلت او ادبار څخه نجات ورکړې.د ترقۍ او لوړتیا عالي ترینو مدارجو ته ئې ورسوې. د عزتناکه ژوند، صحیح احساس او جذبه ور عطا کاندې.

د ایشیا قومونو ته داسي کامل قوت او رښتینې جذبه ورکاندې چي وروري او یووالی په مضبوط کړای سي او د ترقۍ او آزادي پر شاهراه باندي گامونه واخیستلای سي.

اې احکم الحاکمینه! موږ که څه هم مقصر یو، زموږ تر گناهونو را تېر سې او دغه د پردیو له غلامۍ څخه مو وژغورې. ته پوهېږې چي دا ټول زموږ له غفلت او بې حسۍ څخه راپېښه ده چي زموږ د محنت او قربانیو گټه نورو ته رسېږي او ژوندون مو په غربت، افلاس، فقر او لوږه کي له ډېري رسوایۍ سره یو ځای دئ. ته له دنیا څخه د جبر او تشدد قوتونه فنا او د ظلم و استبداد نظام  ټوک ټوک کاندې.

اندکی با تو بگفتم غمِ دل، ترسیدم

که دل آزرده شوی ور نه سخن بسیار است

د مولانا عبدالرحیم پوپلزي په فعال گډون د صوبه سرحد د علماوو ددې وفد فعالیتونه هغو تلاښونو ته ورته دي چي دننه په افغانستان کي د شهید عبدالواسع اخندزاده کاکړ په مشرۍ د هیواد رښتینو علماوو د غازي امان الله خان په ملاتړ د خپلو سرونو په بیه روان کړي ول.

زما دا څېړنه به نیمگړې وي که د هغو هلوځلو یادونه و نکړم چي د فخر افغان خان عبدالغفار خان له خوا د سقوي اغتشاش په دوران کي د غازي امان الله خان په ملاتړ سرته رسېدلې وي. خان عبدالغفار خان په ” زما ژوند او جد و جهد ” کي د خپلو دغو هلو ځلو مفصله یادونه کړې ده چي رانقلول زما ددې لیکني په جاغور کي نه ځائېږي خو په راتلونکي کي به ئې که د خدایج رضا وه او ژوند باقي وو، په خپله معهوده رساله کي راوړم.

مولانا عبدالرحیم پوپلزي په ۱۹۴۰ع کال د مې پر اتمه د انگرېزي حکومت له خوا په پنځه کاله سخت بند محکوم سو. دې بندیگرت د مولانا روغتیا ته ډېره صدمه ورسوله او د ضیق النفس (پیلوسي) ناروغي ورته پېښه سوه. د ۱۹۴۳ع کال د حنورۍ پر اوولسمه ئې په سخته ناروغي کي له بنده راویوست او ۱۹۴۴ع کال د مې پر ۳۱مه وفات سو. د وفات پر وخت ۵۳ کلن وو.

د مولانا عبدالرحیم پوپلزي آثار او شاعري :

مولانا عبدالرحیم پوپلزي د خپلو دیني، سیاسي او ریفورمیسټي فعالیتو تر څنگ په پښتو، پارسي، هندکو، اردو او عربي ژبو په نظم او نثر کي قلم چلولی دئ. د شعرونو په تصحیح کي به ئې خپلي نیا ( انا) مرسته ورسره کوله. دده نیا د اردو د مشهور شاعر خواجه حیدر علي آتش لور وه. ده شاعري په ښوونځي کي پیل کړې وه او په جومات او محبس کي ئې هم له یاده ایستلې نه وه. ما ته دده د پښتو شاعرۍ بېلگې په لاس رانغلې خو په (Maulana Abdul Rahim Popalzai) نومي تیزس کي مي ئې د اردو، پارسي او عربي اشعارو نمونې لوستلي دي. په دې څېړنه کي ئې د مولانا عبدالرحیم پوپلزي پر شاعرۍ باندي د محسن احسان تبصره راوړې ده جي ویلې دي :” … دده په شاعرۍ کي یو درد سته او لوستونکی ئې د ژوندانه د پرابلمونو په حل کي ور څخه روحیه او جرئت اخیستلای سي… د مولانا افکار د یوې متمدني اسلامي ټولني او روښانه راتلونکي په باب را غونډ دي.”

مذهب نهین دیتاهی، تعلیم غلامی کی

تم سچهی مسلمان هو، آزادی کی پروانو

سختی سی نه گبراو، وه سامنی منزل هی

کچهـ اور بهی تیزی سی، بړهتی چلو دیوانو

++++++++++++

زاهد چه نماز است و دعای من و تو

این دام هوس هاست برای من و تو

رندانه صفت باش که این طائفه را

باشد نظر لطف خدای من و تو

د مولانا عبدالرحیم پوپلزي منثور آثار چي یا پخپله زما (م.هوتک)تر نظر تېر سوي یا مې په نورو لیکنو کي یادوني لوستلي دي، دا دي:

۱ــ افغانستان مین قیام امن ( تحریک خلافت کی وفد کی کهانی)

روداد وفد علمای صوبه سرحد

دا رساله د پښتونخوا د علماوو د هغه وفد ( هیئت) د فعالیت راپور دئ چي د غازي امان الله خان د ملاتړ په خاطرد افغانستان ختیځو کلیو او بانډو ته تللی وو او غوښتل ئې دغو اقوامو ته د اماني اصلاحاتو د مشروعیت په باب توضیحات ورکړي. په دغه وخت کي (۱۹۲۹ع) کي د اماني سلطنت پر خلاف د شینوارو بغاوت پېښ سوی وو.ددې راپور په پیل کي چي عنوان ئې ” بد نصیب ایشیا ” دئ، لیکل سوي دي :

۲ــ حقیقت حال

مولانا عبدالرحیم پوپلزی په جېل کي بندي وو چي پلار ئې د ۱۹۳۳ع کال د مې پر ۱۰مه وفات سو او ددوی د خانداني دود (عنعنې) له مخي باید د قاسم علیخان جومات امامت او د ” مفتی سرحد” مقام ده ته سپارل سوی وای. ځینو کسانو په دې دلیل چي مولانا عبدالرحیم پوپلزی یو سیاسي شخص دئ او ددغه مذهبي مقامو له پاره مناسب نه دئ. مولانا د ” حقیقت حال” په نامه دغه جزوه ولیکله. په دغه جزوه چاپ سوې ده او په هغې کي ئې د دین او سیاست پر ارتباط  خپل دلایل وړاندي کړي دي او په مثالو کي ئې د مولانا ابوالکلام آزاد،مولانا محمد علی جوهر،او مولانا عبیدالله سندهي فعالیتو ته اشاره کړې ده چي هم د دین پېشوایان ول او هم سیاسي لیډران. ده د جزوې په پای کي لیکلي دی : ” هان یه خواهش ضرور هی که جو لوگ  محض ناسمجهی کی وجه سی خلاف مذهب امور مذهب و شریعت کا نام دی رهی هین. وه صحیح راستی پر آجاوین. اگر کسی کو واقعی طور پر حکومت وقت کی حمایت مقصود هو تو اس کو یه خیال کر لینا چاهئی که حقیقت مین مذهب اسلام اور موجوده نظام حکومت دو الگ الگ چیزین هین. حکومت کی رضاجوئی کیلئی مذهب کو ذریعه اور آله کار بناکر اسلام کو ذلیل و برباد نه کرین.”

ترجمه: 

۳ــ ۱۸۵۷ـ تصویر کا دوسرا رُخ ته مقدمه

دا کتاب د شیخ حسام الدین ترجمه ده او مولانا عبدالرحیم پوپلزي ورباندي یوه مقدمه کښلې ده. دغه وخت مولانا په گجرات کي بندي وو( ۱۹۳۰ع). کتاب په اصل کي اډوارډ تامسن ( Edwards Thompson) په انگرېزي کښلی او (1857- Other Side of the Medal) نوم ورکړی وو.شیخ حسام الدین په اردو ژباړلی وو. دا مقدمه دومره ژوره او علمي لیکل سوې وه چي د عمر فاروق خان په نظر تر اصل کتاب دغه مقدمه مهمه ده.

۴ــ سرخ کِسان کتاب ته مقدمه

د “سرخ کِسان” په نامه په غله ډهیر کي یو بزگري تحریک وو چي مولانا عبدالرحیم پوپلزي پکښې فعال رول درلود. ددغه غورځنگ په باب د مولانا یوه ملگري رام سرن نگینه یو کتاب په همدې نامه وکیښ. ددې کتاب نوم وروسته په “تحریک غله ډهیر” واوښت. مولانا عبدالرحیم پر دغه کتاب باندي مقدمه کښلې ده ( ۲۸جون ۱۹۳۹ع) او د غله ډهیر تحریک کلکه دفاع ئې کړې ده. مولانا ته په غله ډهیر تحریک کي گډون د درو کالو (C) کلاس په حبس تمام سو.

۵ــ تشدد او عدم تشدد

دا د مولانا پوپلزي یوه ناتمامه رساله ده چي وفات ئې د هغې د بشپړېدلو خنډ سو. دا رساله ئې د بندیگرت په حال کي کښلې وه. ما (هوتک) دا رساله کتلې نه ده او دلیل ئې دا دئ چي چاپ سوې نه ده، خو وایي چي په هغې کي ئې د تشدد او عدم تشدد موضوع په فلسفي او منطقي استدلال څېړلې ده.

مولانا که څه هم د کانگریس پارټۍ غړی وو او کانگریس د عدم تشدد لار اخیستې وه. خو د مولانا عبدالرحیم پوپلزي نظر داسي وو چي که به حالاتو د تشدد غوښتنه کوله، ده مخ نه ځني اړاوه.

۶ــ احکام تولیت وقف

دا رساله ئې په اردو ژبه لیکلې او په سر کې په عربي ژبه یوه مبسوطه مقدمه وراچولې ده. د رسالې متن د تولیت او اوقاف په باب د هغو پوښتنو مدلل جوابونه دي چي مولانا ته په بېلابېلو وختو کي د مختلفو کسانو له خوا لېږل سوي ول. د رسالې چاپي نسخې ته ئې په پای کي د ۱۳۴۶هجري قمری کال د ربیع الثانی ۲۷مه نېټه کښلې ده. پر رساله باندي د دیوبند، سهارنپور، دهلي، لکهنو، بهوپال، اجمیر، پنجاب، صوبه سرحد علماوو تاییدي تقریظونه کښلي دي.

ددې کتاب د پاره دلته کليک وکړئ.

۷ــ قصیده عربیه

دا قصیده مولانا عبدالرحیم پوپلزي په کلکته کي د جمعیت علمای هند په کلني اجلاس ( ۱۳۴۴هـ ق) کي لوستې وه. د سر بیت ئې داسي دئ:

اصبنا الیوم عزاً لو اسینا

علی جدٍ جیح قد نسینا

قصیده تر هر بیت لاندي له اردو ترجمې سره چاپ سوې ده.

۸ــ خطبه صدارت

دا هغه وینا ده چي په مانسهره د ډسټرکټ کسان کانفرنس پر وخت وړاندي سوې وه. چاپي نسخه ئې له پېښوره خپره سوې وه.

۹ــ عید اضحی اور قربانی کا احکام

۱۰ــ امام الکلام

۱۱ــ خطبه استقبالیه

قصیده عربیه

د مولانا عبدالرحیم پوپلزي دوه اولادونه لور او زوی درلودل. مشر اولاد ئې لور وه چي صفیه بیگم نومېده اوهغه وخت چي پلار ئې په جېل کي بندي وو، د ۱۵ کالو په عمر ځوانیمرگه  سوه. تولد ئې ۲۱ ذیقعدة الحرام ۱۳۴۴هـق.

زوی ئې عبدالروف پوپلزی د شعبان پر ۱۳مه ۱۳۴۶هـ ق = ۶ فبروري ۱۹۲۸ع زېږېدلی وو. دا هغه وخت وو چي یوه میاشت تر مخه ئې  غازي امان الله خان له افغانستانه وتلی وو. تر دې واقعې وروسته د قصه خوانۍ خونړۍ پېښه راغله او مولانا عبدالرحیم پوپلزي ته د نهو کالو سخت بند سزا ورکړه سوه. عبدالروف پوپلزي په تاریخ او سیاست کي ایم اې ډیگري لري. تر ۱۹۹۲ع کال وړاندي تقاعد سوی دئ. د تقاعد پر وخت د ” های سیکنډري سکول” مدیر ( پرنسیپل) وو.د مولانا عبدالرحیم پوپلزي په نامه په پېښور کي یوه جاده نومول سوې ده.

مولانا عبدالرحيم پوپلزی

مفتۍ عبدالقیوم پوپلزی:

مفتي عبدالقیوم پوپلزی د مولانا عبدالرحیم پوپلزي کشر ورور وو. په ۱۹۱۲ع کال په پېښور کي زېږېدلی وو. په پېښور کي لومړنۍ زده کړي بشپړي کړې او ۱۹۲۷ع  کال دیوبند ته ولاړ او د مفتي کفایت الله شاگرد سو او اته کاله وروسته ئې له هغه څخه د حدیثو سند تر لاسه کړ( ۱۹۲۳ع). په همدغه کال پېښور ته را ستون سو او په صوبه سرحد کي ئې د قادیانیانو او خاکسار تحریک پر ضد فعالیت پیل کړ. قادیاني ضد افکار ئې له مولانا انورشاه کشمیري (۱۸۷۵ـ ۱۹۳۳ع) او مولانا عطاء الله شاه بخاري (۱۸۹۲ـ ۱۹۶۱ع) څخه اخیستي ول. دوی دواړه په هندوستان کي د قادیانیت پر ضد د مبارزې له مخکښانو څخه ول. مولانا عطاء الله شاه بخاري په پنجاب کي د ” احرار تحریک” له موسسینو څخه وو. مفتي عبدالقیوم پوپلزي په صوبه سرحد کي د احرار تحریک د مروجینو په سر کي ځای درلود او د مجلس احرار مشر وو. د مولانا عبدالرحیم پوپلزي تر وفات وروسته د قاسم علیخان جومات امامت کاوه. په ۱۹۷۲ع کال د ” مفتی سرحد” مقام ورکړه سو او په ۱۹۸۳ع کي وفات او په قاسم علیخان جومات کي خاورو ته وسپارل سو.دده زوی مولانا شهاب الدین پوپلزی اوس د قاسم علیخان جومات سرپرستي پر غاړه لري. د جمعې او اخترو لمونځونه دده په امامت کېږي.

د ارواښاد پوپلزي د کورنۍ په اړه دغه کتابونه ستاسي مرسته کوي.

ددې کتاب د پاره دلته کليک کړئ.
ددې کتاب د پاره دلته کليک کړئ.
ددې کتاب د پاره دلته کليک کړئ.

 

ددې کتاب د پاره دلته کليک کړئ.
ددې کتاب د پاره دلته کليک کړئ.
ددې کتاب د پاره دلته کليک کړئ.
ددې کتاب د پاره دلته کليک کړئ.
ددې کتاب د پاره دلته کليک کړئ.
ددې کتاب د پاره دلته کليک کړئ.
ددې کتاب د پاره دلته کليک کړئ.
ددې کتاب د پاره دلته کليک کړئ.
ددې کتاب د پاره دلته کليک کړئ.
ددې کتاب د پاره دلته کليک کړئ.

آټاوا ــ کاناډا

۲۷ اکتوبر۲۰۲۳ع

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!