منډيګک
افغان تاريخ

ښاغلی حشمت خليل غبار حقايق تحريفوي

ليکوال: معصوم هوتک

0 1،427

ښاغلی حشمت خليل غبار د مرحوم ميرغلام محمدغبار پر ملي زوی دئ. د خپل پلار(( افغانستان درمسير تاريخ )) دوهم ټوک يې په جون ١٩٩٩ ع کال په ويرجينيا کي چاپ کړی او په پای کي يې د(( سوانح مختصر و آثارميرغلام محمدغبار )) ترسرليک ﻻندي په خپل قلم ١٣ مخه پرزيات کړي دي. د دغي زياتوني له نورو مطالبو سره زماکار نسته خو په ٢٧٩ مخ کي يې يو لړحقايق نه پوهېږم په څه انګېزه تحريف کړي دي چي يادونه يې ضروري بولم .
ښاغلی حشمت خليل د خپل پلار د آثارو په لړ کي د (( تاريخ احمدشاه بابا )) يادونه کوي او ليکي:

(( … غبار قبل از چاپ اين کتاب، قسمتی از مفردات نسخه خطی آنرا بدسترس عبدالحی خان حبيبی گذاشته بود که در نزد غبار رفت وآمد داشت. عبدالحی خان حبيبی از قندهار به کابل رفته ومقدمۀ مفصلی بر ديوان احمدشاه نوشت و چاپ کرد وقسمتی از عناوين و مطالب اثر غبار را در مورد تاريخ تولد، مسقط الراس، عمر، جلوس، تعميرات، نشان وتشکيلات اداری احمدشاه وغيره، درين مقدمۀ خود گنجانيده و درسال ١٣١٩ آنرا در کابل چاپ کرد، اما نه تنها ازين اقتباس خود از اثر غبار چيزی نگفته بود، بلکه طی نظريۀ تحريری اش بحيث معاون رياست مطبوعات، طبع کتاب غبار را مخالف منافع افغانستان خواند!غبارکه بعداز تبعيد بکابل آمد و ازين موضوع اطلاع پيدا کرد، هنگام چاپ درمقدمۀ کتاب خود اين موضوع را ذکرکرد .)) ( ١ ) .

لومړی بايد ووايم چي د ارواښاد غبار دغه اثر (( تاريخ احمدشاه بابا )) نه نومېږي بلکي نوم يې (( احمدشاه بابای افغان )) دئ. ارواښاد علامه حبيبي د (( لوی احمد شاه بابا )) په نامه د بابا د اشعارو دېوان له ١٦٢ مخيزي مقدمې سره په ١٣١٩ ش کال خپورکړی دئ . په دغه مقدمه کي ( ١٨٤ )
داحمدشاه بابا د ژوند، پاچهۍ، فتوحاتو او شاعرۍ او دغه راز د احمدشاهي عصردعلماوو په باب په زړه پوري معلومات سته چي پخپل وخت کي يو بکر او مفصل تحقيق و او د راوروسته څېړنو له پاره يې د يوه معتبر ماخذحيثيت موندلی دئ. ښاغلی حشمت غبار لوستونکو ته داسي ښيي چي ګويا د ارواښاد حبيبي دغه مقدمه د ارواښاد غبار له مفرداتو څخه ناروا اقتباس دئ او دا کار په داسي وخت کي کوي چي دا دوه مشران ( حبيبي اوغبار) دواړه په حق رسيدلي او پر کتابو يې شپېته کاله تېر سوي دي. شپېته کاله وروسته ددغي موضوع يادونه هرومرو کومه خيرنه انګېزه لري او د انګېزې خيرنوالی يې له هغه تحريف څخه برملا کېږي چي هم يې د خپل پلار په ليکنه کي کړی دئ او هم يې نور مطالب سره مغشوش کړي دي. زه به لومړی ددغه ښاغلي د خپل پلاربيان رانقل کړم او وروسته به يې سره وشنم او تحريفات به يې څرګند کړم. ارواښاد غبار د (( احمدشاه بابای افغان )) دکتاب د سريزي په پای کي داسي وايي:

(( اصل ديوان غزل احمدشاه با مقدمۀ مفصلی ازطرف نويسندۀ محترم عبدالحی خان حبيبی درسال ١٣١٩ در کابل بطبع رسيد، وچون اين جانب مفردات خطی اين کتاب را قبلا در دسترس شان ګذاشته بودم ومشار اليه قسمتی از عناوين و مطالب آن فهرست را ـــ راجع بتاريخ تولد، مسقط الراس،عمر، جلوس، تعميرات، نشان، تشکيلات اداری احمدشاه وغيره در صفحات ( و ــ ط ) مقدمۀ ( لوی احمدشاه ) ګنجانيده، وبعلت آنکه هنوز اين کتاب طبع نشده بود ، اشاره باين ماخذ نکرده بودند، درحاليکه ايشان هميشه درآثارخودمصادرومناشی رابطورالزام ذکرمی نمايند ، پس در موقع طبع اينکتاب آن همکار محترم به اينجانب اصرار نمودند تا به اقتباس شان اشارتی نمايم. همانطورکه آن برادر ازروی انصاف اين توصيه رانمودند ، من هم از روی وجدان بايفاء آن مجبورشدم. مولف )) ( ٢ ) ( ١٨٥ )

. ( پرکلماتو تاکيد زما دئ. م. هوتک )


په دغه بيان کي خو هغه خبري چي ښاغلی حشمت خليل غبار يې د لوستونکو د ذهنونو د مغشوشولو له پاره ليکي، نسته. نه د (( نظريۀ تحريری اش …. کتاب غبار را مخالف منافع افغانستان خواند )) خبره سته او نه هم (( غبار که … ازين موضوع اطلاع پيدا کرد ، هنگام چاپ درمقدمۀ کتاب خود اين موضوع را ذکرکرد )) خبره. بلکي دا يادونه خو ارواښاد غبار د ارواښاد حبيبي په (( اصرار )) او (( توصيه )) سره کړې ده. او د (( همکار محترم )) او (( آن برادر )) کلمات خو بيخي دوستانه خبري دي او هيڅ راز خپګان او آزردګي نه ځني ښکاري او د کتاب تر چاپ وروسته ( ١٣٢٢ ش ) يې هم د خپل ژوند ترپايه پوري په هيڅ يوه ليکنه کي د دغه شان (( آزردګۍ )) يادونه شانتي ﻻهم نه ده کړې. د ارواښاد حبيبي علمي تقوا يې داسي ښودلې ده چي وايي نوموړی (( بطورالزام )) خپل ماخذ هرومرو ښيي. مګر د حيرانتيا ځای دئ، چي ښاغلی حشمت غبار د خپل پلار خبري ﻻهم تحريفوي.
د کتاب له چاپ سره د ارواښاد حبيبي مخالفت ماته جعلي خبره معلوميږي. داسي جعل چي اثبات يې ګران کار دئ. که له ښاغلي حشمت غبار سره د دغه (( تحريري )) مخالفت کوم سند وای، هرومرو يې ليکی. خو اوس يې هسي هوايي خبره کړې ده. د ارواښـــــــــــــاد غبار (( احمدشاه بابای افغان )) په ١٣٢٢ ش کال د کابل په عمومي مطبعه کي چاپ سوی دئ. د کتاب پرلومړي مخ ليکل سوي دي ( حايزجايزۀ (( ٢ )) آريانا، ازنشرات (( مديريت عمومی تاريخ )) نمره (( ١٠ ))، نمرۀ عمومی نشريات رياست مطبوعات (( ٩٣ )) ). آيا د هغه وخت له معمول اداري روش سره سم ددغي خبري امکان و، چي له يوه کتاب سره دي د مطبوعاتو د رياست مشر (( تحريري )) مخالفت وکړي اوهغه ( ١٨٦ )
هم داسي مخالفت چي (( د افغانستان د منافعو سره د ضديت )) پربنياد
وﻻړ وي، خو کتاب دي د همدغه رياست له خوا چاپ سي او د آريانا دوهمه درجه جايزه دي هم ورکړه سي. ع ودرايت داخبري نه سي منلای.


د ارواښاد غبار يادونه د حبيبي مرحوم د ليکني له ( و ـــ ط ) مخونو سره اړه لري. راځئ د دغو مخونو مطالب وګورو، چي آيا داسي کوم څه پکښې دي چي حبيبي مرحوم ته دي په هغه وخت کي څرګندنه و او ګويا د غبار مرحوم له (( فهرست )) څخه دي يې تروښولي وي. ارواښاد حبيبي د (( لوی احمدشاه بابا )) د کتاب د سريزي په (( و )) مخ کي دغه مطالب راوړي دي: د ګرګين له خوا د احمدشاه بابا د پلارزمان خان يرغمل نيول، د ميرويس نيکه تر پاڅون وروسته په هرات کي د زمان خان مشرتوب او وفات يې، د نادر افشار له خوا مازندران ته د احمدشاه بابا د ورور ذوالفقارخان نفې کول. د احمدشاه بابا د تولد په باب ليکي (( له تاريخي څېړنو څخه ښکاريږي چي احمدشاه بابا په ( ١١٣٥ هـ ) په هرات کي زوکړی او مور يې( زرغونه ) نومېده چه د قندهار د کوهک په کلي کښي يې قبر دی او خلق يې( زرغونه انا) بولي )).
د نادر افشار د قتل پر وخت يې احمدشاه بابا د ١٦ کالو بللی دئ. دا خبري يې د تاريخ سلطاني، حيات افغاني او خورشيد جهان په حواله ليکلي دي. آيا په دغو خبرو کي داسي مطالب سته چي ارواښاد حبيبي دي يې د مرحوم غبار له (( فهرسته ))ناروا اقتباس ته اړکړی وي؟ په (( ز)) مخ کي دغه ﻻندي خبري سته:
د خراسان په فتح آباد کي د نادر افشارمړينه، د کندهار په شيرسرخ کي د احمدشاه بابا پاچا کېدل او د احمدشاه بابا د اخلاقو، علم، له خلکو سره دښه سلوک، په اداره کي له ملي مشرانو سره سلا مشوره کول. آيا دغه مطالب د ارواښاد غبار تر فهرست د مخه چاته معلوم نه وو؟ د ادارې په( ١٨٧ )
برخه کي يې کښلي چي (( خارجي مؤرخينو دا طرز فيوډل سيسټم بللی دئ. پر دغه جمله ﻻ د اقتباس خيال کېدﻻی سي ځکه غبار هم د ملسن په حواله راوړې ده.


په (( ح )) مخ کي دغه مطالب لولو :
د سيد جمال الدين افغان د تتمه البيان په حواله يې کښلي چي احمدشاه بابا خلکو (( بابا )) باله. غبار د تتمه البيان ټول عربي عبارت را اخيستی دئ خو د حبيبي په حواله کي د کتاب ځای مصر ښوول سوی دئ چي د غبار حواله يې نه لري اوله دې خبري معلوميږي چي دا ځای حبيبي پخپله هم لوستی و. په دغه مخ کي د احمدشاهي تشکيلاتو ځيني نومونه لکه عرض بيګي، اردو باشي او نور راغلي دي چي غبار هم په تفصيل سره ( ٥٠ مخه ) بيان کړي دي خو حبيبي مرحوم يې يوازي نومونه اخيستي دي. دغه اداري اصطلاحات هم داسي نه دي چي ارواښاد غبار کٍشف کړي وو اوتر ده وړاندي چاته معلوم نه وو .
په (( ط )) مخ کي :
د قندهار اوسنی ښار جوړول، د خرقې مبارکي ودانۍ، په مکه معظمه کي د پښتنو حاجي خانه، د تاشقرغان ښار جوړېدل او په سندهـ حيدر اباد کي دښار بنا کول راغلي دي. د احمدشاهي نښان په باب يې کښلي دي چي (( دغنمو وږی او توره او يو ستوری وو، چه پر اکثرو سکو يې سته )) دا خبري هم د ارواښاد غبار کشفيات نه دي ، بلکي دده تــــــــــــــر (( فهرست )) وړاندي هم دکندهار عادي اولس په خبرو او هم مروجو تاريخونو يې بيان کړی دئ اوداتاريخونه هم دغبار او هم دحبيبي په واک کي وو.
له دغو ټولو بديهياتو سره سره، چي نه پکښې کوم پرله پېچلی تحقيق سته او نه کومه نوې خبره، بيا هم ارواښاد حبيبي و مرحـــــــــــــوم غبارته (( توصيه )) او (( اصرار )) کوي چي دکتاب دچاپ پــــــــر وخت دده له( ١٨٨ )
(( فهرست )) څخه د استفادې يادونه وکړي او د (( لوی احمدشاه بابا )) په کتاب کي يې د نه اشارې د ليل دا راوړی چي پــــه هغه وخت کي دا(( فهرست )) چاپ سوی نه و. تر دغه زياته علمي او اکاډميکه تقوا بله نسي پيدا کېدﻻی او ښاغلی حشمت غبار چي اوس د ځينو مشخصو انګېزوله مخي مسلمات او حقايق تحريفوي، زما يقين دئ، چي څه به ﻻس ته ورنه سي.
سکاربورو ـــ ټورنټو
٢٠ سپټمبر ٢٠٠٠ ع


لمنليکونه
( ١ ) افغانستان درمسيرتاريخ ـــ جلد ٢ صفحه ٢٧٩ .
( ٢ ) غبار ـــ احمدشاه بابای افغان ـــ صفحه ٤ ـــ حاشيه ١ ـــ ١٣٢٢ ش ـــ کابل

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!