منډيګک
افغان تاريخ

کابل، بالاحصار؛ له افسانو تر وراېندو

0 110
د کابل بالاحصار [لوړه کلا] په پنځمه مېلادي پېړۍ کي د جنګي اهدافو لپاره ورغول سوه. د وخت بېلا بېلو واکمنانو په دې کلا کي ژوند کړی او اوس يې تر پوځي هغه تاريخي اهميت ډېر سوی دی.
د تاريخي روايتونو له مخه دغه کلا د [هون] په نوم د يوه بودايي واکمن له لوري ورغول سوه، تر څو هغه او کورنۍ يې د غليم له يرغل خوندي وي.
کله چي #تېمور_شاه د افغانستان پلازمېنه، له کندهار کابل ته راولېږدوله. د کابل په بالاحصار کي مېشت سو او د امير عبدالرحمن خان تر وخته افغان واکمنانو له همدې ځایه د هېواد چاري مديريت کولې.
ياد بالاحصار د بودایزم مذهبي ذوق پر بنسټ رغول سوی بریښي چي د څنګلورو نښو له مخي کولای سو د هغه بودایي معبد ګمان پر وکړو چي د هیپتالي پاچاهانو د لړۍ د یوه پاچا هون/شالوده له لوري رغول سوی دئ.
شپاړلسمي پيړۍ په پای کي يو ازبک سردار بالاحصار شپږ مياشتي کلابند او سخت جنگ وسو چي پکښي ئې دېوالونو او دروازو ته سخت زيان ورسېد. کله چي اکبر باچا لاهور د مغلو پلازمېنه کړه نو په ۱۵۸۵ع کي يې کابل نيغ په نيغه پخپل کنټرول کي واخست، د هغه راهيسي په بالاحصار کي به تل د مغلو گورنر ميشت وو.
کابل، بالاحصار، ۱۸۷۰ع
دې انځور کي روان کسانو د هند څخه د ډاګ يو صندق راوړی دئ.
د احمد شاه بابا په وخت کي بالاحصار د ايراني پوځ په لاس کي وو. د کابل نيولو وروسته بابا بالاحصار کي تم سو او کلا کي ئې نوي نغمونه، د اوبو رسولو نوي وسيلې، برجونه او نور ډېر کار د کندهاري معمارانو په لاس تر سره کړ، کله چي يې زوی تېمورشاه په ۱۷۷۳ع کي پلازمېنه د کندهار څخه کابل ته يوړه او په راتلونکو شلو کالو کي يې په بالاحصار بيلا-بيلي ودانۍ جوړي کړې چي تر ټولو مهمه يې د بالاحصار دننه ستره ماڼۍ وه چي انګرېزان د وتلو پر مهال وسوځل.
د زمان شاه ټول وروڼه چي په کابل کي وو، دلته بنديان ساتل کېدل. کله چي امير عبدالرحمن خان ارګ ودانۍ جوړه کړه نو د کلا ارزښت يوازي يوې فوځي کلا ته ورته سو او پکښي يوازي تر اوسه پوري نظامي کسان اوسېدل.
کابل، بالاحصار، حرم سرای، ۱۸۵۰ع:
د ثور له کودتا او د شوروي لښکرو سره د جګړې او وروسته د ډاکټر نجيب الله دولت لخوا د جنرال تڼي د کودتا د ټکولو په نيت بالاحصار بمبار او د کورنيو جګړو په دوره کي مجاهدينو لا پسي وران او چور کړ.
په لومړي افغان انګليس جنګ کي د کلا په دننه کي د انګرېزي سرتيرو په زرګونو کسانو ويني وبهېدې او د کابلي سپين ږيرو له خولې چي تر ورستيو پوري ئې مځکه غوړه وه.
افغان تاريخ کي تر ټولو لومړی او ستره چاودنه…
کابل، بالاحصار، ۱۸۷۹ع کال
د اتلسمي پېړۍ د لندن نامتو انځورګره ورځپاڼه ګرافيک تر دې انځور لاندي ليکي:
“د ۱۸۷۹ په اکتوبر کي د کابل په بالاحصار کي يوه ستره چاودنه ناببره وسوه چي ټول کابل ئې ولړزاوه، زموږ همکار له خواجه صفا غونډۍ څخه دغه انځور ليکلی او تر لاندي ليکي:
[د چاودني تر شا د غره لمن کي سپيني خيمې د بريتانوي ځواکونو کمپ، کيڼ لاس ته د کابل ښار، ښي لاس ته سپينه کرښه د جلال اباد لار او ښي لاس ته خيمې د نېپالي ځواکونو اجير کمپ…]”
ما [پښتون زوی] چي هر څو پوښتنه کړې ده، زموږ مشران له دې پېښي چنداني نه وه خبر، خو ښکاري داسي چي ښايي کوم باروت/توپخانه کي د اورلګېدو او يا هم بلي پېښي له امله باروتو چاودنه کړې وي، او يا هم ښايي بله پېښه وي.
بله نابلده دلته د تورو څهانو [سياه چاه] ده چي افغانانو کي ئې کيسې ډېري مشهوري دي، اروپايي ليکوال [فرانک مارتين#اميرعبدالرحمن_خان د زندانونو په برخه کي ليکي:
❞کابل کي تر ټولو زندانونو بد او وحشتناک په #بالاحصار کي يو زوړ څاه دئ چي په ډبره کي کيندل سوی دئ. د بېخ خواته يو څه پراخ او پسور ئې پنځلس فوټه کېږي. د څاه پر خوله يوه کوډله ده چي د سپاهيانو يوه پيره پکښي ساتله کېږي. په دغه تر مځکي لاندي غار کي هغه انسانان د تل له پاره اچول کېږي، چي ډېر غټ جرمونه ئې کړي وي [البت د مقاماتو په نظر تر ټولو غټ جرم جاسوسي ده] او هورې پسي مري.
د مړو جسدونه چي له ژونديو سره يو ځای پراته وي، ترې را ايستل کېږي، البت په څاه کي د روغتيا ساتني انتظام نسته. بنديان ورشېوه کېږي او هغوی چي ورولوېدل، هوري پسي پاتېږي، د ورځي يو ځل خواړه په رسۍ ورځړول کيږي. زياتره بندي سوي کسان ډېر ژر ژوند ته له دې لاري خاتمه ورکړي. ځانونه له ډبرو سره تر هغه وخته وهي، چي بې هوښه او پسي مړ سي. ځکه یوازيتوب او بيري دوی ټول ليونيان کړي وي.
دلته يو سړی سته چي ويل کېږي چي په دغه څاه کي ئې پنځلس کاله يا تر دې زيات وخت تېر کړ.
دغه کس يو مخ لېونی او په خپل ماحول خبر نه دئ، کله چي امير عبدالرحمن خان مړ سو اوسني امير[ حبیب الله خان] امر وکړ چي ددې څاه کسان دي راوايستل سي او ده ته دي حاضر کړل سي، کله چي دوی راوکښل؛ درې تنه پکښي ژوندي او څيرې یې د کتلو نه وې ځکه مخونه ئې د مړو په شان تک سپين اوښتي وه، سترګي ئې په رڼا کي ديد نه کاوه او د سرونو او ږيرو ورېښتان ئې اوږده او پر مخونو ئې راڅړوند وه.
د وحشيانو او ځناورو په شان ښکارېدل، نوګان ئې لکه د باښې، امير ئې د خوشي کېدو امر ورکړ خو دوی درې اونۍ وروسته بيرته ونيول سول او څاه ته واچول سول چي بيرته ئې د هندوستان د جاسوسۍ نيت لاره. ويل کېږي امير عبدالرحمن دغسي شکنجې او تاکتيونه د روسې څخه راوړي وه❝.
په اولسي اشر کي د پخواني باچا محمد ظاهرشاه ګډون، ۱۹۴۰ع
د کابل په بالاحصار کلا کي دغه اشر دولت د کلا د تاريخي ګرځولو د پاره وکړ، د بده مرغه دغه ارمان تر ننه لا نه دئ پوره سوی.
روايت کا چي ظاهر شاه هر بهرني ته دعوت ورکاوه چي د افغانستان د تاريخي اثارو لرونکی هيواد دئ او بايد دلته د سيل د پاره د نړۍ څخه هر ډول خلګ راسي.
شاهي دوره کي دې کلا کي یو غونډ فوځيان، يوه سېنما، يو لوی هال او مسجد ودان وه، پخواني اولسمشر کرزی دوره کي امریکا اعلان وکړچي دغه کلا به یو ښه پارک او د سیل جوړ کړو خو د انګریزانو په مخالفت دا کار ونه سو، ځکه چي انګریزانو دې کلا کي نولسمه پېړۍ کي دلته ډېر درانه تلفات لیدلي او کابل کي د دوی سفير کیوناري هم دلته وژل سو.
د ښه مرغه تېر کال د هند سفارت او د اغاخان پراختیايي شبکې ترمنځ د جوړېدو تړون لاسلیک سو چي کار ئې روان وو خو تېر کال د دولت اوښتون او د اوسني دولت په تاريخي ودانيو رغولو کي نه دلچسپۍ او د افغان تاريخ په اړه ناواضح تګلاري هندوستان بيرته پر شا کړ او د افغان هويت دغه تاريخي چانس بيرته له لاسه ووت او دغه کلا بيرته د خپل بدن نړېدلو اجسامو ته په مايوسي کتلو ته اړه سوه.
بيا هم که څوک علاقه لري نو د مرحوم احمد علي کهزاد کتاب چي نوم یې بالاحصار کابل دی ولولی، ټول تاريخي حوادث چي د بالاحصار سره تړاو لري په دې کتاب کي چي ۶۱۶ پاڼي لري په جزيئاتو موجود دي.
کتاب دلته:
نور په دې البوم کي…
کابل، بالاحصار، ۱۹۵۰ع:
کابل، بالاحصار، ۱۹۵۵ع:
کابل، بالاحصار، حرم سرای، ۱۹۵۰ع:
کابل، بالاحصار، ۱۹۵۰ع: کاسه برج د ماڼۍ په سر کي موقعیت درلود، چیرې چي د ښار ډیری برخه لیدل کیدای سي. خو له دې امله چي د دغه ځای په ماڼیو کي ښځي وې، نو په ۱۸۳۹ میلادي کال کي د حجاب له امله ویجاړ سو.
کابل، بالاحصار، ۱۹۵۰ع:
کابل، بالاحصار، يوه نظامي پوسته، ۱۹۵۰ع:
کابل، بالاحصار، انځور ۱۸۸۰ع:
کابل، بالاحصار، ۱۸۸۰ع:
د لاهور دروازه د اوسني شاه شهيد او چمن حضوري سره
بالاحصار، ۱۹۳۰ دلته يوازي يو عسکري تعمير ښکاري کورونه او سړکونه وروسته ورته جوړ سول.
کابل، بالاحصار، پو نغم، ۲۰۱۰ع:
کابل، بالاحصار، ۱۸۸۰ع:

بالاحصار کابل په اولسمه پېړۍ کي د [جیکسن] لخوا د کیبل کټ څخه پورته. هغه وخت چي يې لوېديځ ته سړک، نه د غاليو دوکانونه او نه د عيدګاه جومات او نور وه…
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!