منډيګک
افغان تاريخ

د افغانستان لومړنی اول معاون؛ یاور محمود خان شاغاسی

[د دارالامان ماڼۍ د ودانولو د پروژې مشر]

1 513

یاور محمود خان شاغاسی

[د افغانستان لومړنی اول معاون]

(د دارالامان ماڼۍ د ودانولو د پروژې مشر)

یاور محمود خان شاغاسی او شاه غازي امان الله خان
یاور محمود خان شاغاسی او شاه غازي امان الله خان

یاور محمود خان شاغاسي د خپل سیاسي ژوند په پیل کښي د غازي امان الله خان د ایشیک آقاسی (وزیر دربار) په توگه کار کاوه او ورپسې د امیر د حضور د یاور په توگه د افغانستان لومړنی اول معاون (لومړی مرستیال) مقرر سو. [۱] که څه هم سردار محمد داؤد خان په افغانستان کښي د جمهوریت (اولسواکي) بنسټ ایښودونکی او د افغانستان لومړنی جمهور رئیس (اولسمشر) وو، خو د اول مرستیال مقام په لومړي ځل د شاه غازي امان الله خان له خوا هغه مهال رامنځته سو، چي نوموړي په (۱۹۲۶م) کال کښی د مشروطه سلطنت اعلان وکړ او د “یاور” وروسته (معاون/مرستیال) مقام ئې رامنځته کړ او محمود خان شاغاسی ئې د “یاور اول حضور” وروسته (“معان اول مقام”) په توګه پر دې مقام باندي په اول وار وټاکه؛ ځکه نو د یاور کلمه د محمود خان شاغاسي له نوم سره همېشه مل پاته سوه. [۲] کله چي شاه غازي امان الله خان د اروپا په رسمي سفر روان سو، نو شاغاسي‌ محمود خان یاور ئې د کابل د کفیل (والي) په توگه ټاکلی وو [۳] او کله چي امیر بیرته خپل هیواد ته راستون سو نو د کابل ښار په جنوب کښي ئې د (۱۳۰۲ل) کال د میزان د میاشتي په (۲۴مه) د چهار شنبې په ورځ ئې د دارالامان ماڼۍ بنسټ کښېښود؛ چي نقشه ئې فرانسويانو اې گُودارد او موسیو گُودارد (A. Godard & M. Godard) کښلې وه، سر انجنیر ئې جرمنی والټر هارتِن (Walter Harten) ټاکل سوی وو او د قصر د ودانولو د پروژې مشري شاغاسي محمود خان یاور ته ورسپارل سوې وه. [۴]

د دارالامان ماڼۍ ډايگرام…

کله چي غازي امان الله خان د دارالامان د قصر بنسټ کښېښود، نو د خپلو خبرو په پای کښي ئې له یوه کاغذ څخه یادونه وکړه، چي د دې ودانۍ  د جوړښت پر بنیاد باید ځای پر ځای او کښېښودل سوی وای، چي له بده‌مرغه دا کار ونه سو (؟!)، خو د دې ورقي په متن کښي د شاه غازي امان الله خان له قوله، د دارالامان د قصر د پروژې د سر انجینر هارتِن په شمول، د دې پروژې د مشر په توگه د یاور محمود خان شاغاسي یادونه په ښکاره توگه سوې ده. دا متن دروند لیکوال عزیزالدین وکیلي پوپلزي په خپل تاریخي اثر “فرهنگ کابل باستان، ۱۳۸۷کال، کابل چاپ، ۲ جلد” کښي په بشپړه توگه نقل کړی دئ.

د دارالامان د قصر (ماڼۍ) د ودانولو او د ده د مشرۍ په اړه خپله یاور محمود خان شاغاسي هم په خپلو یاداښتونو کښي داسي ویلي: ”کله چي امیر امان الله خان د دارالامان د قصر د ودانولو مشري ماته راوسپارله، نو مو د ماڼۍ د جوړولو چاري پیل کړې – کارونه به مي هره ورځ له نږدې څخه څارل او د کارگرانو معاش مي هم د ورځي یو غیران (نیمه افغانۍ) ټاکلی وو. یوه ورځ د کفالت [ولایت] په کارونو کښي بوخت سوم او له نږدې څخه د کار څارلو ته ورَنه غلم، په سبا  ئې له ورتگ سره سم گورم، چي‌ کارگران کار نه کوي؛ ومي پوښتل ولي کار نه کوئ، کارگرانو راته وویل، چي دا روپۍ چي ته ئې راکوې لږ دي، که تر دې وروسته موږ ته درې غیرانه راکوې کار کوو او که نه ئې راکوې کار نه کوو. له ډېرو توضیحاتو وروسته مي کار گران د ورځي په دوه غیرانه راضي کړل – خو سبا بیا گورم، چي کارگران کار نه کوي؛ بلآخره مي له ورځي درې غیرانه ورسره ومنل. ډېر وخت وروسته زه په دې خبر سوم، چي د کارگرانو تحریکوونکی خپله امیر امان الله خان وو او په دې خبره مي نور هم یقین پوخ سو، چي امیر امان الله خان په رښتیا هم لکه څونه چي د خپل وطن د آبادۍ له پاره لېواله دئ، خپلو وطنوالو ته د خدمت او کمک له پاره هم همغونده ژمن دئ.” [۵]

د دارالامان ماڼۍ د ودانولو چاري

لکه مخکي چي یادونه وسوه، غازي امان الله خان اروپا ته تر روانېدو دمخه، یاور محمود خان د کابل والي په توګه وټاکه او کله چي پاچا له سفر څخه بیرته خپل وطن ته راستون سو، نو یاورو محمود خان د خپلې خطابې په پای کښي ورته د خپل ښه راغلاست مراتب داسي بیان کړي ول:

بنام ولایت کابل مراتب تبریک و احترام عقیدت مندانه را بحضور مبارک عرض و احساسات عموم را ترجمانی نموده میگویم:

همی آید مرا پی در پی از دل بر زبان تبریک

نمی دانم ز تشریف چسان سازم بیان تبریک

ورود مقدمت را از زمین تا آسمان تبریک

بذات عالیت ای پادشاه نو جوان تبریک

صفا آرودی ای شاهنشه افغانیان تبریک. [6]

دا شعر او د یاور محمود خان د خاندان (شاغاسیانو) د تاریخي او فولکلوریکو اشعارو په اړه د منډیگک پر دې مقاله کلک وکړئ:  شاغاسیان څوک دي؟ – منډيګک (mundigak.com)

د یاور محمود خان شاغاسی د شعر له لوستلو او لیکلو سره جوړه وه او شاعرانه طبع ئې هم درلودله؛ د یاور پورتنی شعر او ځیني نور شعرونه هم د هغه په یاداښتونو کښي چي د (۱۹۲۹ څخه – تر ۱۹۴۳ز) کلونو په جریان کښي؛ چي د سقاو د زوی او نادر خان له خوا بندي‌ وو، او بیا د ظاهر شاه په دوران کښي نظر بند وو، لیکل سوي دي، خوندي دي. نوموړی د استقلال د استردار د یوه ځوان سیاستوال په توګه د ښه سیاسي نطق څښن وو، مرحوم عزیزالدین وکیلي هم په خپل تألیفاتو کښي له یاور څخه ډېره یادوَنه کړې ده. یاور محمود خان په معقته توګه د ریاست امنیه (د ملي امنیت لوی ریاست) رئیس تېر سوی دئ او د (۱۲۹۹ز) کال په ترڅ کښي ئې د وزیر محمد ابراهیم خان په غیاب کښي د عدلیې وزارت وارثي او مشري هم کړې ده. [۷]

محمود خان شاغاسی د مالیې وزیر په توګه [هغه مهال ئې د وزیر له پاره د ناظر کلمه کاروله.]

یاور محمود خان د غازي امان الله نږدې ملګری وو، د هغه پلار شاغاسي محمد شاه خان د امان الله خان د پلار امیر حبیب الله خان د شهزاده ګۍ پر مهال د هغه وزیر دربار وو، او مور ئې، تاجور سلطانه شاغاسۍ، د امیر امان الله خان د مور، علیاحضرتي سرورسلطاني شاغاسۍ خور او د لویناب شېردل خان شاغاسي لور وه. د محمود خان نیکه سردار امیرمحمد خان شاغاسي د امان الله خان د مور اکا وو، او د یاور محمود خان شاغاسي غور نیکه سردار شاغاسي میرداد خان بارکزی د غازي امان الله خان مورنی غور نیکه هم وو. د یاور محمود د وروڼو له ډلي څخه، شاغاسي عبدالحبیب خان د امیر امان الله خان په عصر کښي د سلطنت د دربار له مهمو رجالو څخه وو او په همدې عصر کښي د معاروف ناظر (د پوهني وزیر) هم تېر سوی دئ. [۸]

د یاور محمود خان نوم، د هغه د وروڼو، په شمول د شاغاسي عبدالحبیب خان، د اکاګانو او اکازامنو نومونه د (۱۳۰۹ز کال د انیس جریدې) په هغه اعلامیې کښي هم شامل دئ، چي د محمد نادرشاه په امر “نفی البلد” یا په بل عبارت بریټانوي هند ته تبعید اعلان سوي ول. یادي جریدې د خپل نهم څخه تر یوولسم مخونو پوري یاد متن د یوې اعلامیې په بڼه خپور کړ، او د متن په پای کښي د نادرشاه له خوا داسي حکم سوی وو :

لاندي اشخاص [د اشخاصو نومونه، په شمول د محمود خان یاور، ذکر سوي ول. شاغاسی] په نفی البلد محکوم سول، باید ژر تر ژره له افغانستان ځخه  ووځي او جایدادونه ئې ضبط کړل سي. [۹]

شاغاسی محمود خان یاور د سقاو د زوی او نادر خان له خوا بندي‌ وو، او بیا د ظاهر شاه په دوران کښي د ژوند تر پایه پوري نظر بند پاته سو، تر څو چي په (۱۹۷۱ز) کال په کابل کښي وفات سو.

د یاور محمود خان د وراره، د عبدالغفور خان زوی، غلام جیلاني خان شاغاسي په یوه مرکه کښي چي د امریکا چاپ امید انیزي په پرله پسې (۴۷۳مه) ګڼي کښي ئې کړې ده، د یاور د مړیني او د شاغاسیانو په اړه ډېر معلومات وړاندي کړي دي.

هغه په خپله مرکه کښي زیاتوي، چي یاور محمود خان له وفات سره سم، اعلیحضرت محمد ظاهر شاه خپل نظامي یاور ته دستور ورکړ، چي د یاور محمود خان او د شاغاسیانو د خاندان څو تنه غړي ئې حضور ته وروغواړي؛ هماغه وو چي د یاور محمود زامن، وروڼه، د کاکا زامن او د دې خاندان ځیني نور غړي د همایوني اعلیحضرت حضور ته وروغوښتل سول. کله چي پاچا د ماڼۍ تالار ته ورننوت د شاغاسي‌خېلو ټوله ورثه په پښو ودرېدله او پاچا ته ئې د سلام او احترام مراتب وړاندي کړل، ظاهر شاه هم علیکم سلام وویل او په خپله چوکۍ باندي د څو شېبو له پاره خاموش وناست، او ورپسې ئې د شاغاسي محمد شاه خان د زوی، یاور، او نائب سالار ناظم الامورالعدلیه دوست محمد خان شاغاسي د زامنو، محمد صدیق خان او نائب محمد عثمان خان چي په هرات کښي له وزیر محمد ابراهیم خان شاغاسی سره یوځای د سقاوي اړ- دوړ پر مهال په شهادت رسېدلي ول، د هغوی ټولو په نوم فاتحه ورکړه او شاغاسي‌خېلو ته ئې د تلسیت مراتب وړاندي کړل.

د جنوبي، لوی کندهار او مرکزي افغانستان له پاره ئې د نائب سالار له سرنوشت سازه خدماتو څخه یادوَنه وکړه، او د هغه پاته او مجلس کښي ناست بل زوی، محمد صادق خان شاغاسي ئې په خپل حُکم د مشرانو جرګې سناتور وټاکه او د یاور محمود خان شاغاسي د خدماتو په اړه ئې خپل یاور (شمس الدین خان) ته په جریدو کښي د هغو د نشر امر وکړ، چي په سبا ئې د یاور محمود خان خدمات له عکسونو سره د کابل په ورځپاڼو او جرائدو کښي نشر سول.

ظاهر شاه، شاغاسیانو ته، په ځانګړې توګه د نائب سالار ورثې ته مخ ورواړاوه او وئې ویل [د ظاهر شاه ټوله مکالمه په دري ترسره سوې ده]:

زه ستاسي یم او تاسي زما [پاچا دا خبره پر دې بنیاد کړې وه، چي ظاهر شاه د عزیزګلوۍ سربېره د شاغاسیانو زوم هم وو او ملکه حمیرا د بارکزو د شاغاسي‌خېلو په خاندان پوري هم تړلې وه. شاغاسی.] د ناظم صاحب د تاریخي خدماتو او د هغه د شخصیت په اړه یوازي دا یادوَنه بسنه کوي، چي کله هغه د جنوبي [هغه مهال ئې پکتیا، پکتیکا، د خوست او کټواز په شمول جنوبي باله. شاغاسی] حاکم اعلیٰ وو او ګوډ مُلا (ملای لنگ) په اوله پلا د مالیې له ورکولو څخه ډډه وکړه، نو ناظم صاحب پرته له دې چي دا ستونزه ډېره سي، له خپل لښکر سره د هغه ځای ته ورغی او د هغه مېلمه سو، مُلا د حاکم د یوېدوو ورځو مهماندارۍ وروسته نوره مالي تومنه نه درلودله، چي هغه او د هغه لښکر ته ډوډۍ ورکړي؛ نو ګوډ مُلا، ناظم صاحب ته راغی او ورته وئې ویل: چي د خدای پار دئ، نور مي له وس او توان څخه وتلې خبر ده. هغه وو چي ناظم صاحب ورته وویل، چي ګوره ته یوازي زما د لښکر یوې کوچنۍ برخي ته تر یوې یا دوو ورځو ډېره ډوډۍ نسې ورکولای، نو آیا دا اټکل کولای سې چي پاچا [دوست محمد خان شاغاسی د امیر عبدالرحمن خان په وخت کښي د مرکزي افغانستان (هزاره جات) ناظم الامور العدلیه او نائب سالار وو، د هغه د زوی، امیر حبیب الله خان په وخت کښي دارالعدالت (عدلیه وزیر) او ورپسې د جنوبي حاکم اعلیٰ وو. شاغاسی] به د ټول افغانستان د سپاهیانو لښکرو ته بې ماليې څنګه اعاشه تیاره کړي؟ هماغه وو چي ګوډ مُلا بخښنه وغوښته او د دولت ماليې ته ئې بیرته غاړه کښېښوده.

اعلیحضرت محمد ظاهر شاه بیرته د نائب سالار د ورور، محمد شاه خان ورثې ته مخ کړ او اضافه ئې کړه:

کله چي ما په ایټالیا کښي له امان الله خان څخه وپوښتل چي د افغانستان څخه د ځان سره څه خاطره لرې؟

وئې ویل: له افغانستان څخه درې خاطرې لرم:

اوله-  د افغانستان د استقلال استرداد، دوهمه- د خلګو ناپوهي او جهالت، او دریمه- مي د ورور، یاور محمود خان سترګي له یاده نه وځي!. [۱۰]

محمد ظاهر شاه، که څه هم په ظاهري لحاظ شاغاسیان د یوې پُخلایني په توګه خپل حضور ته وروغوښتل، خو د کابل، کندهار، هرات، لوګر، روزګان او میدان وردګ په ولایاتو کښي د شاغاسي‌خېلو پاته ضبط سوي جایدادونه ئې، په شمول د یارو محمود خان شاغاسي د کابل د پغمان ولایت ضبط سوي مځکي بیرته و هغوی ته مسترد [نه] کړې، او نوموړي سناتور ته هم وروسته ستونزي پیدا کړل سوې. شاید چي خپله ظاهر شاه په دې اړه ملامت هم نه وو؛ ځکه هاغه څه چي پلار، محمد نادر شاه، تر سره کړي ول او هغه څه چي د هغه اکاګانو ترسرل کول، ځوان او د کاکاګانو له خوا محاط ظاهر شاه ځنګه بدلولای سوای؟ او یا ئې بدل کړي وای!.

 

اخځلیکونه:

[۱]: وکیلي پوپلزی، عزیزالدین، دارالقضاء در افغانستان (کابل: دولتي مطبعه، ۱۳۶۹ل)، ۵۴۱مخ.

 [۲]: پوپلزی، هماغه اثر.

[۳]: هوتک، محمد معصوم، کندهاري وروڼه (کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۷ل)، ۲۳۵مخ.

[۴]: وکیلي پوپلزی، عزیزالدین، فرهنګ کابل باستان (کابل: ۱۳۸۷ل)، ۲ج.

[۵]: د یاور محمود خان شاغاسي یاداشتونه چي د (۱۹۲۹ څخه – تر ۱۹۳۴ز)  کلونو په جریان کښي؛ چي د سقاو د زوی او نادر خان له خوا بندي‌ وو، او بیا د ظاهر شاه په دوران کښي نظر بند وو، لیکل سوي دي.

 [۶]: پوپلزی، عزیزالدین وکیلی، سفرهای غاز ی امان الله شاه در دوازده کشور آ سیا و اروپا ۱۳۰۷-۱۳۰۶ )کابل: دولتي مطبعه، ۱۳۶۳ل(، ۶-۱مخونه.

[۷]: پوپلزی، دارالقضاء…، هماغه اثر، هماغه مخ.

[۸]: سیستانی، کاندید اکاډیمېسن محمد اعظم، سه مقالهٔ تحقیقی در بارهٔ سه خاندان تاریخئ قندهار (کابل: انتشارات امیری، ۲۰۲۰م) ۲۶۹مخ.

[۹]: انیس جریده (۱۳۰۹ل کال) ۹-۱۱مخونه.

 [۱۰]: د امید اونیزه، د امریکا چاپ (۲۰۰۰ز کال) ۴۳۷ ګڼه.

 

حُسن بارک شاغاسی

د (۱۴۰۰ل) کال د زمري (اسد) د میاشتي ۲۸مه (19/08/2021ز).

۱ نظر
  1. رضا خان وايي

    سلامونه او نیکی هیلی می ومنه
    ماشاالله څومره ښکلي معلومات
    الله تعالی مو کامياب لره

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!