منډيګک
افغان تاريخ

بولدک، کندهار: د خپلواکۍ د شهيدانو هديرې ته سفر

0 253
سپين بولدک، کندهار:
د خپلواکۍ د شهيدانو هديرې ته سفر
 
يو سل و درې کاله وړاندي انګرېزانو په يوه شپېته زریز ځواک چي يو لک باروړونکي څاروي ئې مل وه پر تش لاسي افغانستان يرغل وکړ، وېشلي افغانانو ددې فرنګي يرغل داسي تش لاسې مقابله وکړه چي د هغه وخت د انګلستان صدراعظم [ګلیډ سټون] اړ سو چي متارکه اعلان کړي او دواړه لښکره اماده باش پاته سي.
کله چي په دې يرغل کي انګرېزو قواو د چمن څخه پر سپين بولدک راواوښتل، نو د پښتنو له سخت مقاومت سره مخامخ سول، د هغه وخت يو پښتو ټپه وايي:
سبا پر سپين بولدک غزا ده
تر خدای مي جار کړې پښتانه غزا له ځينه!
د خپلواکۍ د شهيدانو هديره په بولدک کي يو لويه هديره ده چي ويل کېږي د انګرېزانو سره په مقاومت کي ټول شهيدان همدلته ښخ سوه چي زما شاته ښکاره کېدونکي لويو قبرونو کي شل او دېرش تنه په يوه قبر کي ښخ سوه.
کرنل سټيوارټ پخپل کتاب [فایر آف د وار] کي د سپین بولدک د جګړې او مقاومت په برخه کي ليکي:
“… زه د سپین بولدک د جنګ پر وخت د توپچي قواوو بریدمن وم، ما په هند او افریقا کي خورا زیات جنګونه لیدلي وه خو د سپین بولدک د رزم آورانو په شان زړورتیا او تدبیر مي د ژوند لاره رابدله کړه، هغه وايي چي کندهاریانو د جنګ په پیل کي زموږ څخه څلور ۱۶پن (پونډ) توپونه برمته کړل، دوی د دې توپونو سره زموږ څخه شل مرمۍ هم ونیولې، موږ خوشاله وو چي شل مرمۍ تر ډېره پوري دوام نسي کولای، موږ خپل اور ته ادامه ورکړه.
څرنګه چي دوښمن پر ریګزار میدان مورچل راته نیولی وو؛ موږ اړ وو چي د دوی پر مورچل د ۱۸پن توپو څخه کار واخلو؛ کله چي به زموږ د ۱۸ پن توپ مرمۍ په ریګو ننوتلې؛ نو انفجار به ئې نه کاوه خو کندهاریانو به هغه د ډبرو په وهلو سره پر ۱۶پن توپ برابري کړې او بیرته به ئې پر موږ اورولې. دی وایي د جنګ څخه تر راګرزېدو وروسته بیا تر اوسه پوري په دې فکر کي ډوب یم چي دا مرمۍ ولي او څنګه پر کندهاریانو نه چاودلې؟…”
وزير محمد ګل خان مومند پر دې هديره مقبره، ماجر او ډبرين قبرونه جوړ کړل او څوک چي په عملي سير بولدک ته تله، همدلته به راوستل کېدل.
دغه هدیره د بولدک په لوېديځ اوسني کنډک په اړخ کي پرته ده، ددې اتلو شهيدانو ټپې اوس هم زموږ ودونو کي ښځي له دريې سره وايي، که څوک بولدک ته ولاړ سي، ددې جګړې د نامتو کسانو هديره په اسانی سره ليدلای سي.
ددې غزا اړوند د تورپېکۍ کيسه مشهوره ده چي دلته ئې لولو:
تورپېکۍ توريالۍ پښتنه او اڅکزی پېغله وه چي اټکل ۱۰۳ کاله د مخه د کندهار په سپين بولدک کي اوسېدل، ددې مېرمني د واده په کال د افغان انګرېز دريمي جګړې پېښه وسوه چي په اڅکزو کي د [ښورښت کال] نومېږي، يو سل و درې کاله وړاندي په همدې ورځو کي انګرېزانو په يوه شپېته زریز ځواک سره؛ چي يو لک باروړونکي څاروي ئې مل وه پر تش لاسي افغانستان يرغل وکړ، وېشلي افغانانو ددې فرنګي يرغل داسي تش لاسې مقابله وکړه چي د هغه وخت د انګلستان صدراعظم [#ګلیډ_سټون] اړ سو چي متارکه اعلان کړي او دواړه لښکره اماده باش پاته سي.
کله چي په دې يرغل کي انګرېزو قواو د چمن څخه پر سپين بولدک راواوښتل، نو د پښتنو له سخت مقاومت سره مخامخ سول، د هغه وخت يو پښتو غاړه وايي:
سبا پر سپين بولدک غزا ده
تر خدای مي جار کړې پښتانه غزا له ځينه!
د طلوع افغان د ۱۳کال په لومړی ګڼه کښي #علامه_حبيبي ليکي:
”په دې يرغل کي چي کله د تورپېکۍ مېړه [ريدي خان] د خپل پلار له پښتونوالي ډکه وينا اروي، د جنګ تياری کوي او تورپېکۍ ته وايي:
زما ګراني! پر خدای دي سپارم، زه ځم خپل پښتني ننګ پر ځای کوم، مګر تورپېکۍ بې اختيار ناره پر کوي چي:
پر سپين ميدان به درسره يم
زه پښتنه له توري نه ترپلم مينه!
دواړه د جګړې ډګر ته ځي، او تور پېکۍ ږغ پر کوي:
تر دې تېرې توري دي جار سم
د غليم ويني بَيوه ګرانه مينه
په وينو رنګ توره دي راوړه
راسه په سرو شونډو بې زه درپاکومه
په جګړه کي د ريدي خان په سرو وينو لړلي حالت کي وايي:
جانان مي سر پر وطن کښېښود!
په تار د زلفو به کفن ورته ګنډمه!“له شهادت وروسته دوی دواړه د #بولدک د مشهوري غزا په هديره کي ښخ سول، دغه هدیره داوسني کنډک په اړخ کي پرته ده ، پورته غاړي اوس هم زموږ ودونو کي ښځي له دريې سره وايي، که څوک بولدک ته ولاړ سي، ددې جګړې د نامتو کسانو هديره په اسانی سره ليدلای سي
ددې هديرې البوم
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!