منډيګک
افغان تاريخ

د [چهل دختران] افسانه

چهل دختران انځور
0 346
افغان تاريخ کي د چهل (٤٠) عدد خورا ډېر يادښت لري، لکه:
???? چهل زينه
???? چهل گزي
???? چهل ستون
???? چهل دختران
???? چهل تن او نور ډېر…
مرکزي افغانستان کي د وردګو په يوه دره کي يو غره ته سمه ايز خلګ [کوه چهل دختران/د ۴۰ پېغلو غر] وايي، د امير عبدالرحمن خان له مرګ وروسته ددې غره افسانه د امير عبدالرحمن خان په نامه واوښته، افسانه داسي وه چي کله له روزګان څخه د اميرعبدالرحمن خان ۱۲زريز لښکر د هزاره بغاوتګرو د ټکلولو د پاره هغوی مات او ووژل نو د هغوی ۴۰ پېغلي د ششپر غره ته پورته سوې او مقاومت ئې وکړ، خو کله چي هغه محاصره سوې نو ئې د خپل عزت په خاطر د غرونو وروستۍ څوکي ځان ورساوه او هلته د امير د عسکرو په ورتګ څلوېښتو پېغلو ځانونه د ششپر غر له لوړي څوکي څخه لاندي تیږو او دښتو ته وغورځول او له هغه وروسته د شیشپر غر د څلوېښتو نجونو غر ونومول سو.
د پېغلو د ځانوژني هنري انځور
خو په واقيعت کي دا کيسه له امير عبدالرحمن خان څخه ډېره مشره او بالکل رښتينې کيسه ده. له امير څخه ډېر وړاندي تاريخونه ددې کسې په اړه ليکي چي:
“په ۶۱۹ع کال د بلخ د شهزادګۍ د ښکار پر مهال له خپلو ۳۹ ملګرو پېغلو سره د توراني ترکانو سره مخامخ سوې، ددې ۴۰پېغلو په سر کي د [فرحناز] په نوم یوه ښکلې شهزادګۍ وه چي د یوه اتل او هوښیار سړي مینه هم وه. د افغانانو او ترکانو تر منځ د ترانيانو په ګټه سختي جګړې پای ته رسېږي او دغه پېغلي له بلخ څخه تښتي او د سمنګان په يوه کلا کي پټېږي، د فرحناز په مينه مست ځوان چي کله له دې پېښي خبرېږي، له ترکانو سره جګړه کوي خو د جګړې په ډګر کي له شا څخه په غشي ویشتل سوی ځوان پر آس سپور غواړي کلا ته ننوزي او خپله معشوقه د ژوند په وروستي وخت کي وويني. پېغلي شهزادګۍ ته د کلا په څنډه کي د خپل عاشق د راتګ خبر ورکوي. خو فرحناز په دروازه کي هغه ته وايي چي ته له جګړې تښتېدلي یې، نو دروازه نه درته خلاصوم، په دې حالت کي د کلا تر دروازه دباندي ځوان ومړ، د فرحناز د زړه د ټوټې په مرګ سره له خپلو ۳۹ پېغلو نجونې نامعلوم ځای ته ورکي سوې…”.
چهل دختران انځور
ویل کیږي چي شهزادګۍ به په هر ځای کي د دوکه کولو لپاره کلا جوړوله او د چهل دختران نوم به یې ورکاوه خو پخپله به ورکه سوه. له دې وروسته هر ځای د څلویښتو نجونو په نوم د یو هدف یا د شهرت په خاطر ونومول سو.
په دې توګه ډیری کلاګاني، غرونه او سیمي په دې افسانوي نوم یادي سوې، اوس د افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان، افغانستان، ایران، ترکیې، آذربایجان، ګرجستان او اوکراین کي ډېر داسي ځایونه سته چي [چهل دختران] بلل کېږي.
افغانستان کي مشهوره سوي چهل دختران په دې ډول دي:
د کندهار په ښوراوک کي د چهل دختران زيارت
د زابل د جوختران غونډۍ
کندز د ډکي تپې کلا چي په چهل دختران مشهوره ده.
د ميمنې په د دره بلده کي چهل دختران
کابل کي چهل دختران
سمنګان کي چهل دختران
هرات او نور…
رادیو افغانستان په ۱۹۶۴ع کال د چهل دختران په نامه يو رايډيو سريال هم وليکه.
چهل دختران
ازبکستان: د چهل دختران هديره
قزاقستان کي د چهل دختران هديره
ايران: د چهل دختران برج
ميمنه کي د چهل دختران مقبره
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!