ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
جنرال سردار عبدالقدوس خان (۱۸۴۵ ز. – ۱۶ د مارچ، ۱۹۲۸ ز. ) لقب اعتماد الدولة د امير حبيب الله خان د واکمنۍ په وخت کي وزير د دربار و. هغه له ۱۹۰۵ ز. – ۱۹۰۶ ز. او بيا له ۱۹۱۹ ز – ۱۹۲۰ ز. د افغانستان لومړی وزير هم پاته سوی. هغه د افغان-انگرېز په درېمه جگړه کي فعاله برخه اخيستې او د افغانستان لوېديځ سمت څخه يې دفاع کوله. کله چي هغه په ۲ د اکتوبر، ۱۸۸۱ ز. کال کي هرات د امير عبدالرحمن په امر ونيو او سردار محمد ايوب خان يې ايران ته وشاړه نو د امير عبدالرحمن خان لخوا ورته د اعتماد الدولة لقب ورکړل سو.
عبدالقدوس خان ډېرې ماينې درلودې، لومړنۍ ماينه يې بختور بېگم نومېده، دويمه يې ښايسته بېگم، د عبدالقيوم خان لور وه، درېمه يې بلقيس بېگم يوه هراتۍ وه، څلورمه يې تاجور بي بي جهان، د سردار محمد علي خان او فاطمه بېگم لور وه. پينځمه يې بي بي گل پري يوه نورستانۍ وه، شپږمه يې بي بي طوطي يوه هزاره گۍ وه، اوومه يې بي بي گل شان يوه هزارگۍ، اتمه يې بي بي گل افروز يوه هزراه گۍ نهمه يې بي بي نارنجه، لسمه يې بي بي شگوفه يوه هزاره گۍ وه.
د هغه لاندي اولادونه وه:
- جمعه خان (د بختور بېگم زوی)
- پاينده محمد خان فرهاد (د شايسته زوی)
- عبدالعزيز خان
- عبدالباقي خان اعتمادي (د شايستې زوی)
- رحيمداد خان اعتمادي (د شايستې زوی)
- محمد حيدر خان اعتمادي (د تاجور بي بي جهان)
- محمد صادق خان
- عبدالودود خان اعتمادي (د بلقيس زوی)
- غلام حيدر خان اعتمادي (د تاجور بي بي جهان زوی)
- غلام احمد خان اعتمادي [عبدل جان] (د تاجور بي بي جهان زوی)
- سرور جان
- جنرال الله داد خان اعتمادي (د گلشن زوی)
- همت الله خان اعتمادي (د بلقيس زوی)
- محمد عثمان خان (د تاجور بي بي جهان زوی)
- خدا داد خان (د گلپري زوی)
- جنرال محمد جعفر خان اعتمادي (د نارنجې زوی)
- محمد اختر خان (د شگوفې زوی)
- شيرين خانم (د شايستې لور)
- بهرور بېگم(د شايستې لور)
- حبيبه بېگم(د تاجور بي بي جهان لور)
- مريم خانم (د تاجور بي بي جهان لور)
- خورشيد خانم (د تاجور بي بي جهان لور)
- حاجره بېگم(د بلقيس لور)
- صديقه خانم (د بلقيس لور)
- زهره خانم (د بلقيس لور)
- کشور بېگم(د طوطي بېگم لور)
- اندليب بېگم(د گل افروز لور)
د نادرخان تپه ځکه ورته ويل کيږي چي د همدې غونډۍ پر سر د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه پلار نادرخان زيارت دئ او لږ لاندي بيا نادرخان د غور نيکه سلطان محمد خان طلايي زيارت دئ.