منډيګک
افغان تاريخ

ملتان کي د احمد شاه بابا کور

خان ماڼۍ
0 552
د احمدشاه ابدالي کورنۍ له پېړيوـ پېړيو په هرات، کندهار[ښار صفا]او ملتان کي ميني لرلې او هلته ئې واړه کورني سلطنتونه هم لرله، ملتان کي د احمدشاه بابا نيکه ګانو/اکاګانو جلال خان سدوزي، خداداد خان سدوزی او حيات خان سدوزي کلا چي اوس د ملتان ښار په محله سدوزي يا [کړي حيات خان کلا]ياديږي.
د احمدشاه بابا له واک ته رسېدو وروسته ملتانيانو دغه کلا ته د يوه مقدس ځای په سترګه کتل، د پاکستان دولت له منځه ته راتلو وروسته هغوی د هند پر ضد او د خپلو اتلانو نه لرلو له امله ددې کلا په خوله کي يو دېوال جوړ کړ او دغه ئې د احمدشاه بابا د پيدايښت د [نخښي] په ډول ونوماوه.
احمدشاه بابا
البت لومړنۍ او معاصرې منابع لکه د امام الدین حسیني هم تاریخ حسین شاهي کي بابا پيدايښت ملتان کي ګڼي، خو څرنګه چي د احمد شاه بابا نيکه دولت خان د ۱۵ پېړۍ په سر کي د پښتنو مشري کوله او په پښتني خاوره کي ئې د پردو حکومت نه مانه او د صفوي حکومت د عصبي او ارمني حکمران گرگين امر ته يې غاړه نه ايښووله نو ځکه ارمنی گرگين تر يوه ناڅاپه يرغل وروسته دولت خان د کندهار ختيځ ته د ښار صفا کي د هغه د زوی نظر محمد خان سره وواژه، کلا او شتمني يې ور تالا کړه او د هغه پاته کورنۍ هرات ته ولاړه.
بل روايت وايي چي ګورګين دولت خان کندهار ښار ته وروغوښت او بندي يې کړ چي څه موده وروسته ئې وواژه او د هغه کورنۍ او خپلوان ئې چي د علي آباد په کارېز کي اوسېدل د ښوراوک او بکوا دښتو ته فراره کړه او جايدادونه ايراني صفويانو چور او چپاو کړل.
ګورګين:
په کال ۱۶۵۱ع کي په ګرجستان کې زېږېدلی وو. د پلار نوم یې وختنګ وو. ګورګین په کندهار کي د ایراني صفوي واکمنو له لوري څخه استازی (والي) وګمارل سو چي وروسته بیا د کندهار په ارغسان کي له منځه یوړل سو.
احمدشاه بابا په همدې بدو وروځو کي د ابداليانو په کورنۍ کي د هرات ښار په لوېديځ کي وږېږېد.
دريم روايت دئ چي د احمدشاه بابا د پيدايښت په کلونو کي د هرات د اولسي جرگې له خوا د (باخزر) حکومت ذولفقار خان [احمدشاه بابا مشر ورور] ته وسپارل سو.
د سراج التورايخ مؤلف فيض محمد کاتب د تاريخ احمدي په حواله د احمد شاه بابا د زېږېدو ځای ملتان گڼي.
پوهاند عبدالحی حبيبي بيا په خپلو ليکنو کي دواړه روايتونه راوړي دي، د احمد شاه بابا د ديوان په پيل کي ليکي چي:
«له تاريخي پلټنو ښکارېږي چي احمد شاه بابا په ۱۱۳۵ هـ کال کي په هرات کي زوکړى” مگر د تاريخ نوای معارک په تعليقاتو کي بيا ليکي چي: «په ملتان کي يو ځای ما وليد چي د احمد شاه بابا د زېږېدو ځای ورباندې ليکل سوی و» خو دا يې هم زياته کړې چي: «په هرات کي هم يو کور د احمد شاه بابا د زېږنتون په نامه شهرت لري.».
ښاغلی علي احمد جلالي هم پخپل کتاب «مطالعه تاريخ افغانستان از نگاه عسکري» کي د گنډا سنگ د کتاب احمد شاه دراني د ۱۵ مخ په حواله ليکي چي احمد شاه بابا په هرات کي زېږېدلی دئ.
څلورم روايت د حافظ مرغزي په شاهنامه ده چي د احمد شاه بابا د مولد په باب داسي بيت ليکل سوی.
ښه مولد يې خراسان
په مزاج و، عالي شان
څنگه چې حافظ مرغزی د احمد شاه بابا د وختونو شاعر او د احمد شاه بابا سره د هند په سفر کي ملگری وو، نو ځکه بايد د هغه وينا هم معتبره وگڼلل سي.
د احمد شاه بابا د دربار منشي محمود الحسيني هم په يوه نظم کي هرات د احمد شاه بابا آبايي ملک گڼي چي د احمد شاه بابا له خولې وايي.
محمود الحسيني په خپل کتاب تاريخ احمد شاهي کې ليکي: 
«اصل آنحضرت از بزرگان طوايف ايل جليل دراني از تيره سدوزي اند که رياست و سروري اين طايفه همېشه از تيره مزبور بدستور توره که درميان سلاطين ترک و آل عثمان و هندوستان و غيره معمول است از آبای عظام و اجداد کرام خود ميراث دارند و بعد از آنکه از آنحضرت بعنايت آلهي برتخت فېروز بخت سلطنت و صاحب کلاهي تکيه زدند به الهام ملهم غيبي ذات با برکات آنحضرت شاه دُر دران و عموم اين طايفه که در رکاب نصرت انتساب اشرف مصدر خدمات نمايان گرديده بودند ملقب و مشهور به ايل جليل دُراني شدند و از قديم الايام ايل جليل مزبور در دارالقرار قندهار و زمينداور و طوبا (توبه) و کوهستانات سمت قراباغ و غزنين الی خطه دلکشای کابل يلامشي و قشلامشی مېداشتند…» –
 تاريخ احمد شاهي – د مسکو چاپ – ۱ تر ۳۰ مخ
په دې اړه افغان مورخ غلام محمد غبار په خپل تاريخ کي ليکي:؛
ښاغلي غبار تاريخي دليلونه هم راوړي او ليکي: «قصه آنکه احمد شاه در ملتان بدنيا آمده ظاهراً بسهوېست که از طرف بعضی نويسندگان هندوستاني نشئت نموده و احيانا مورد تقليد برخی ديگر بدون آنکه سندې نشان دهد ميگويد: «احمد شاه خطه ملتان مين پيدا هوا» يعنې احمد شاه در خطه ملتان پيدا شده و اين دو بيت را نيز در تاريخ جلوس او ميسرايد: فيض محمد هم اين افسانه را بنقل از کتاب »تاريخ احمدي» مينويسد که: «نياکان احمد شاه متوطن ملتان بوده، ولادت وی در آنجا رونموده…» ولی ما ميدانيم که اين روايات بې اساس است و تاريخ احمدي مثل «مرآت الاشباه» تاليف محمد حسن (معاصر احمد شاه) خاندان احمد شاه را با خاندان عبدالله خان و حيات سلطان رئيس سابق ابدالي های قندهار و مهاجر در ملتان خلط نموده است و چون حيات سلطان بعد از موقوفي خاني ابدالي های قندهار در قرن يازده هجري به ملتان سفر کرده و بعد از مدتې پسر او عبدالله خان به سال ۱۱۲۲ هجري، قندهار عودت و مجدداً بعنوان خان ابدالي ها به هرات عزيمت نموده است، عبدالکريم وغيره احمد شاه را نواسه عبدالله خان مذکور فرض کرده، و چنين نتيجه گرفته اند که احمد شاه در خطه ملتان تولد شده در حاليکه اين خاندانها از هم جدا و رقيب يکديگر و خاندان احمد شاه از بسيار زمانه ها در بين عشيره ابدالي در موضع شهر صفا طرف شرقي شهر حاليه قندهار ساکن بوده اند (تاريخ سلطان – ۹۲ و ۶۹ مخ) تنها زمان خان پدر احمد شاه چنانچه قبلاً تصريح شده چند سالی در کرمان بسر برده است پس مسله تول احمد شاه در ملتان در کمال وضوح باطل است، و بطوريکه در ذيل خواهيد خواند مسقط الرآس احمد شاه شهر هرات و هم تاريخ تولد او بظن قوی سال (۱۱۳۵ هـ) است…» ښاغلی غبار تر پورتنۍ ليکنې وروسته د احمد شاه بابا د منگ (سن) په باب خپله نظريه څرگندوي او په پای کې داسې نتيجه اخلي: «پس بايد گفت احمد شاه در وقت مرگ خود در حدود پنجاه سال عمر داشته است، و در هر حال چون پدر او از ۱۱۲۳ هـ به بعد زمان فوت در سال ۱۱۳۵ هـ در مدت دوازده سال در هرات مې يابيم، ميتوان حکم نمود که احمد شاه خواه پنجاه سال خواه زياد تر عمر کرده در هر صورت مسقط الرآس او ولايت هرات و بظن قوی شهر هرات بوده است، و انسايکلوپيډيا آف اسلام اين نظر را تاييد مېکند و ميگويد: «اين خاندان (خاندان احمد شاه) در سنة ۱۷۲۲ خراسان را گرفته به مشهد پېشقدمي کردند، احمد شاه هم در اين زمانه تولد شده« 
(احمد شاه بابای افغان – له ۳۵ مخ څخه تر ۴۱ مخ پورې)
دغه نخښه د ملتان ښار زړې کلا ته تلونکی سړک [احمد شاه ابدالي روډ] په سر کي د ملتاني کاشي خښتو لوی محراب دئ چي دننه يوه کتيبه لري چي ورباندي د احمد شاه ابدالي د حکومت نېټه او زيږيدو لنډ تاريخ ليکل سوی دئ.
ملتان کي احمد شاه بابا کور

 

ملتان کي احمد شاه بابا کور

د ملتان سدوزي:
کله چي له۱۷۶۳-۱۷۶۴ع پوري سيکانو پر ملتان حملې کولې، د سدوزو په لاس جوړ سوی اکثره ښايسته جوماتونه او کورونه ړنگ او په ۱۸۱۸ع کال د سيکانو په بريد کي د ملتان سدوزی واکمن مظفر خان هم ووژل سو او ښار او د سدوز کلا سيکانو چور کړل او په کلا کي دننه د څلورو سوو څخه زيات کورونه ئې ړنگ او د سردار مظفر خان ټوله شتمني رنجيت سنگ واخستل.
د ملتان نواب مظفر خان سدوزى لږ تر لږه پنځوس کاله د سدوزو د کورنۍ تر ټولو با نفوذه او ځواکمن واکمن نواب
ملتان څه موده د سيکانو په لاس کي وو چي انگرېزان راغلل او د کلا د نيولو لپاره يې ورباندي د توپونو گولۍ وه اورولې چي پخوانۍ کلا ړنگه سوه. ددې دېرش د څار برجونه وه چي اوس هم يو ځای پکښي د ”خان ماڼۍ” نومېږي.
خان ماڼۍ
د کلا ځای اوس د ښار يوه برخه ښکاري او زيات خلک پکښي دننه جوړ د دوو صوفيانو زيارتونو ته ورځي چي يو يې بهاوالدين زکريا او بل يې شاه رکن عالم نومېږي. دلته د هندوانو پخوانی مندر هم سته او د انگرېزانو د دوو پوځيانو يادگاري څلي هم جوړ دې.
ددې ښار سدوزي پښتانه اوس د پاکستان د ملکي او پوځي ډگر خدمتونه تر سره کوي. ځيني يې په پارسي خبري کوي خو پښتو ئې هېره ده. په ښار کي خال-خال دکانونو کي الکوزي او خوگياڼي پښتانه موندل کېږي چې سرايکي ژبه وايي.
خان ماڼۍ برج
سدوزي د ۱۷ع پيړۍ راهيسي په ملتان کي د کندهاري تجارانو په شکل اوسيدل چي وروسته ئې ټول ملتان په لاس کي سو او وروستی نواب مظفر خان سدوزی ئې د سيکانو سره په دفاع کي ومړ.
د ملتان سدوزی اوس په لکونو نفوس لري او د ملتان په تاريخ کي ځانګړي مقام لري.
سدوزي په ملتان کښي د ملتان پوهنتون وايس چانسلر

 

نواب شجاع الدوله

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!