منډيګک
افغان تاريخ

پغمان ته سفر؛ کابل افغانستان

0 140

کابل، پغمان
د افغان مترقي پاچا شاه امان الله په شخصي سرمايه او لاس جوړ سوی جوماعت د کورنيو جګړو او لنډغريو وروسته…
دوه سوه کاله پخوا د کابل شمال ته د [پمګان] کارېز د ليدو وړ ځای وو، امير عبدالرحمن خان په ۱۸۹۷ع کال عبدالسبحان مهندس وګوماره چي دلته د سلطني کورنۍ د پاره يوه ودانۍ جوړه کړي، وروسته امير حبيب الله خان دې ماڼيو ته پراختيا ورکړه او امان الله خان په رسمي ډول په اداره کي پمګان د ځايي خلګو پر تلفظ [پغمان] کړ او کابل ښار څخه ئې ډېري ادارې همهلته بوتلې(فرهنګ).
امير امان الله خان پغمان کي د وزيرانو د پاره له لرګيو، تيږو او خټو څخه د سويس د معمارۍ په شان ودانۍ جوړي کړې، ودانيو واړه بالکنان لرل چي سړی به له هغه ځايه شاوخوا سيمي ليدلای سوای.
پغمان کابل: ۱۹۱۹ع کال پر کوم ځای چي شاه امان الله د خپلواکۍ اعلان وکړ.
امان الله خان يو تفريحي سالون د يوې غونډۍ پر سر باندي جوړ کړ چي د [ستوري] په نامه يادېده او له لرګيو څخه پکښي کار اخيستل سوی وو او يو ښه هوټل ئې هم جوړ کړ او کارکوونکي ئې د روزني د پاره د ممبيي نامتو هوټل [تاج محل] ته ولېږل، پغمان کي يې پر ټولو لويو سړکونو ګرپونه وځړول سول او د نارون نيالګي کښېنول سوه چي د شپې د مخه به اوبېدل او هلته ئې د ظفر په نامه د پاريس غوندي ستره دروازه هم جوړه کړه.

اماني حکومت په۱۹۱۹ع کال کي د هيواد د خپلواکۍ اوله کلیزه د پغمان په دره کي همدې باغ کي چي د ملت کور بلل کېده، ولمانځله.
لنډه دا چي پغمان افغانستان نوې داسي پلازمېنه وه چي د اروپا په څير جوړښت ئې لاره، شاه امان الله په شخصي پیسو د ده د کورنۍ د اوسېدو او په دوبي کې د بهرنیو میلمنو د هرکلي لپاره يوه بل ستره ودانۍ جوړي کړې چي پکښي د حرم سرای ماڼۍ، کوټۍ سفید، کوټۍ سرخ، کوټۍ اعلی حضرت، د قاشق پنجې کوټه، روغتون، د مشتري په نوم ښوونځی، کارخانه، موټرخانه، پیاده خانه، کفتر خانه او د لمبا حوزونه لري او ګڼ نور …
کابل، پغمان کي ۹۷ کاله وړاندي د پغمان شاهي مسجد مخ ته ستن
اعلیحضرت غازی امان الله خان په ۱۳۰۳ع کال کي دغه باغ ته د ملت د کور په توګه علما، مشایخ، وکیلان او د لویې جرګې ګډونوال دعوت کړي وو.
د پغمان د بالا باغ ماڼیو د څو وروستیو لسیزو په جګړو کي چور او په بشپړه توګه له منځه ولاړې، دې کي هغه ستني/تمبې اوس هم سته چي شاه امان الله له هغه څخه د افغانستان خپلواکۍ اعلان کړې ده چي عامو کابليانو به د [فيلانو پايې] بللې چي د ډبرو څخه توږل سوي وې چي د افغانستان په تاریخ کي د یوې ویاړلي دورې د عظمت کیسه کوي، له یوې خوا خلکو ته ملي ویاړونه وربخښي، خو له بلي خوا یې مات وجود د سړی بدن لړوزي او د هر وطنپال انسان زړه درد کوي، هغه ستني چي یو وخت د نړۍ تر ټولو لوی امپراتورۍ باندي د کوچني هیواد د خپلواکۍ او بریا سمبول وو.
د ښه مرغه د ملي پراختيا د پروژې په ځانګړې هڅه او ارګ په مالي ملاتړ دغه ودانۍ تر يوه حده بيرته په ښه شکل وداني سوې.
عکسونه ئې دلته:
کابل، پغمان دافغان مترقي پاچا شاه امان الله په شخصي سرمايه او لاس جوړ سوی جوماعت د کورنيو جګړو او لنډغريو وروسته…
کابل، پغمان کي دروازه،
پغمان کابل: ۱۹۱۹ع کال پر کوم ځای چي شاه امان الله د خپلواکۍ اعلان وکړ..
پغمان کابل: ۱۹۱۹ع کال پر کوم ځای چي شاه امان الله د خپلواکۍ اعلان وکړ..
پغمان کابل: ۱۹۱۹ع کال پر کوم ځای چي شاه امان الله د خپلواکۍ اعلان وکړ.

پغمان کابل: ۱۹۱۹ع کال پر کوم ځای چي شاه امان الله د خپلواکۍ اعلان وکړ.
اماني حکومت په۱۹۱۹ع کال کي د هيواد د خپلواکۍ اوله کلیزه د پغمان په دره کي همدې باغ کي چي د ملت کور بلل کېده، ولمانځله.
پغمان؛ کابل؛ ۱۹۲۳ع: د شاه امان الله په امامت د اختر د عيدګاه لمونځ، دې لمانځه ته د هندوستان مخور مسلمانان هم بلل کېده. شاه امان الله په هند کي ډېر زيات مشايخ علما او مخور د انګرېزي استعمار پر ضد په خپلو خطبو کي مخاطبول او هندي علماوو لکه مولانا ابولکلام ازاد او نورو شاه امان الله د هند د خپلواکۍ اخيستلو ماډل باله او د هند خپلواک کېدل ئې شاه امان الله ته منسوبول.
کابل، پغمان کي دروازه، دغه دروزاه جهادي اړ و دوړ کي ورانه سول. عکاس: فریډریک نېټه: ۱۹۲۸
کابل، پغمان سېنما چي په سقاوي اړ و دوړ کي له منځه ولاړه او بيا ئې توپکيانو وداني پسي ونړله. عکاس: فریډریک نېټه: ۱۹۲۸
د کابل او دارلامان سړک د پخېدو پر مهال،۱۹۳۷ع… دې وخت کي سړکونه په فيلانو جوړېدل او اکثره له هند او بنګال څخه راغوښتل کېدل، افغان حکومت د فيلانو ستره ټولۍ لرله چي مشر يې فتح خان بارکزی نومېده. دغه په فيل پسي کشېدونکي رولر اوس د کابل په پغمان کي يو مسجد کي پروت دئ،

 

کابل، پغمان کي ۹۷ کاله وړاندي د پغمان شاهي مسجد مخ ته ستن
کابل، پغمان دافغان مترقي پاچا شاه امان الله په شخصي سرمايه او لاس جوړ سوی جوماعت د کورنيو جګړو او لنډغريو وروسته… لومړی عکس: ۱۹۲۳ دوهم عکس: ۲۰۱۷
طاق ظفر یا د ازادی څلی چي د پاريس د دروازې په شان جوړ وو، د کورنیو جګړو پر مهال، ١٩٩٢ پغمان – كابل – افغانستان كله چي دافغانستان ازادي او خپلواكي دمرحوم غازي امير امان الله خان په مشري په ١٩١٩ ش كال كي دانكرايزانو نه بير ته واخيستل سوه دا دبرياليتوب څلي يا طاق ظفر د ملي قهرمان او غازي پاچا په امر جور سو خو د کورنیو جګړو پر مهال دلته د سیاف وسلوال اوسېدل او پکښي جګړې کېدلې.
پغمان کابل: ۱۹۹۰ع د شاه امان الله په شخصي مصرف جوړ سوی جومات د مجاهدينو په لاس کي…
پغمان کابل: ۱۹۹۰ع د شاه امان الله په شخصي مصرف جوړ سوی جومات د مجاهدينو په لاس کي…

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!