منډيګک
افغان تاريخ

د افغانستان لومړی موټر

د افغانستان لومړی موټر: ۱۹۰۶ع کندهار...
0 567

د افغانستان لومړی موټر
دغه موټر د افغانستان د لومړي موټر څخه ګڼل کېږي چي ښايي د تجارت په نيت به پر دې لار روان وي. ويل کيږي دغو موټرانو کي به د ډيزلو پر ځای لرګي او ډبرو سکاره سوځېدل او هغو به بيا بخار توليداوه او د موټر ماشين به ئې څرخاوه.
د شلمي پېړۍ په پيل کي چي نننی احتراقي ماشین(Internal Combustion Engine) د موټر د چلولو د پاره په عام ډول په کار ولوېد او پټرولو/ډېزلو د سونګ موادو په حیث د لرګو او سکرو ځای ونیو، نو بیا دغه ډول ماشینونه چي د اوبو په بخار چلېدله؛ بېخي له کارېدو ولوېدله.
جالبه داده چي اوس یو ځل بیا چي د پټرولو لوړ قېمت او هوا د ککړتيا خبري په متمدنو ټولنو کي رواني دي، ځيني ډېر پر مختللي ټکنالوجیکي مرکزونه یو وار بیا غواړي چي د بخار ماشین تيار او د نوموړي ټکنالوجۍ څخه په پرمختللي ډول ګټمن سي. دوی په دې برخه کي نوي هڅي او څېړني کوي چي د اوسني موټرانو د ماشین او مصرف په تناسب ارزانه موټران جوړ کړي چي په دې ډول هم د سونګ د پاکو موادو څخه ګټه واخلي او هم د هوا د ککړتيا مخنیوی وکړي.
که څه هم د بخار ماشین تر ننني پرمختللي ماشین اټکل دوه سوه ۲۰۰ کاله وړاندي اختراع سوی او ددې زړې تکنالوجۍ څخه ګټه کومه نوې خبره نه ده، مګر څرنګه چي د تېلو لوی شرکتونه د اوبو د بخار د ماشینو او د هغه د استعال مخالف دي، معلومه نه ده چي د راتلونکي نسل دا هيله به څه وخت غوټۍ وکړي.
دوهم موټر په ۱۹۰۹عکال کي د افغانستان امير [حبيب الله خان] ته د هند د نائب السلطنه لخوا ډالۍ سوی چي کابل ته د غوايانو په وسيله ولېږل سو.

د افغانستان له لومړی موټرونو څخه لاندي وګورئ.

د افغانستان لومړی موټر؛ ۱۹۰۶ع
د افغانستان له لومړی موټرونو څخه
د افغانستان لومړی موټر: ۱۹۰۶ع کندهار…
د افغانستان له لومړی موټرونو څخه ۱۹۲۹ع کابل
د افغانستان له لومړی موټرونو څخه
د لومړي موټر اوسنۍ بڼه، کابل
ميوزيم
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!